کشمیر

  1. Supporters of India and Pakistan ahead of the ICC Men's T20 World Cup match between India and Pakistan at Dubai International Stadium

    د هند په اتر پردېش ایالت کې پولیسو هغه درې تنه کشمیري محصلین نیولي چې تېره یکشنبه یې د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام کې د هند پر وړاندې د پاکستان په بریا خوښي لمانځلې وه.

    نور معلومات
    next
  2. Indian military in front of barbed wire fence

    د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې چارواکي وايي له وسلوالو بیلتونپالو سره نښته کې پنځه تنه هندي پوځیان وژل شوي. دا نښه په کشمیر کې د پاکستان او هند ترمنځ د کنټرول کرښې ته نژدې شوې. ځايي چارواکي وايي دا نښته وروسته له هغه وشوه چې هندي ځواکونو په پونچ ولسوالۍ کې یو کلی محاصره کړ. داسې رپوتونه ترلاسه شوي وو چې په دې کلي کې یو شمېر وسلوالو بیلتونپال پټ شوي‌ دي. د هندي پوځ یوه ویاند ډګروال دیویندر انند ویلي د دوی یو افسر او څلور نور پوځیان د تلاشۍ د عملیاتو پرمهال د اورپکو په ډزو کې وژل شوي.

    نور معلومات
    next
  3. Video content

    Video caption: د تعلیم لپاره غرونو ته ختل

    د تعلیم لپاره غرونو ته ختل

  4. عمران خان

    د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، د کشمیریانو پر وینه له هند سره سوداګري نه شي کېدلی او که اوس اسلام اباد له نوي ډېلي سره اړیکي عادي کوي، مطلب دا دی چې د کشمیر له خلکو سره لوی خیانت کوي. عمران خان زیاته کړه چې له کشمیریانو سره ولاړ دی: "موږ ته پته ده چې دوی څه ډول قرباني ورکړه او ور کوي یې، ځکه یې پر وینه پاکستان سوداګري نه شي کولی. "

    نور معلومات
    next
  5. عمران مودی

    د هند لومړی وزیر نرېندر مودي پاکستاني سیال عمران خان ته په یوه لیک کې د پاکستان ورځې مبارکي ویلو سره زیاتوي، چې هند د ګاونډي هېواد په توګه له پاکستاني ولس سره د ښو اړیکو هیله لري. د نوموړي په خبره، د دې هیلې ممکنولو لپاره "له ترهګرۍ او دوښمني تش او له باور ډک چاپېریال ته اړتیا ده. "

    نور معلومات
    next
  6. کشمیر

    د هندي او چیني ځواکونو ترمنځ بیا د کشمیر لانجمنه سرحدي سیمه کې نښته شوې ده. هندي رسنیو ویلي د شمالي سیکيم سیمې په دې سرحدي نښته کې د د واړو خواو یو شمېر سرتېري ټپي شوي هم دي. د هند پوځ دا "کوچنۍ" پېښه بللې او ویلي یې دې چې ستونزه "حل" شوې ده.

    نور معلومات
    next
  7. Video content

    Video caption: د کشمیر لانجې، یو بل اړخ

    هند او پاکستان دواړه په همالیا کې پر کشمیر سیمه لانجه لري. دغه سیمه په نړۍ کې تر ټولو ډېره پوځي ده او په دې وروستیو کې پکې پر پولې نښتې هم شوې دي.

  8. سحر بلوچ

    بي بي سي

    پاکستان، انڈیا، بابر افتخار، قریشی

    د هند او پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې کنټرول کرښې یا ایل او سي ته نژدې پر یوه بل د ډزو له پېښې یوه ورځ وروسته پاکستاني چارواکو په خپل هېواد کې د 'بې ثباتۍ حالت رامنځته کولو' تور پر هند پورې کړ.

    نور معلومات
    next
  9. هند

    د چین وسلوال ځواکونه هند تورنوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له جنجالي پولې په بې قانونه تېرېدو سره یې پاروونکي ګام کې د چین د ګزمې لور ته د خبرداري ډزې کړې دي. د چین د پوځ یو ویاند دا هم وايي، د دغه هېواد ځواکونه هم اړ شول چې ځوابي ګام پورته کړي.

    نور معلومات
    next
  10. عمران

    د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، له سعودي سره د دغه هېواد د اړیکو خرابېدو خبرونه ناسم دي. خو ویل کېږي د اسلام اباد او ریاض ترمنځ د اړیکو خرابېدو بهیر کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه ریاض ته تللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د جنجال کمولو هڅه کوي.

    نور معلومات
    next