هانګ کانګ

  1. د سویلي کوریا ولسمشر ویلي چې د دې ویروس خپرېدل د "اقتصادي کړکیچ" په څېر دی

    اپل شرکت شرکت خبرداری ورکړی چې په چین کې د کورونا ویروس له امله به د دوی عواید له هغې کچې کم وي چې وړاندې یې اټکل شوی. دغه لوی شرکت ویلي چې د کورونا ویروس له امله یې تولید او پلور اغېزمن شوي. د ایفون جوړوونکی شرکت وايي، دا ناروغي به دوی ته مالي زیان ورسوي.

    نور معلومات
    next
  2. وهان چارواکو د ګڼ شمېر ناروغانو درملنې لپاره په روغتونونو کې اضافي بسترونه لګولي دي.

    په داسې حال کې چې له کورونا ویروسه د روغتیاپالانو خوندیتوب وسایلو او تجهیزاتو لږوالي شکایتونه کېږي، چینايي چارواکو د هغو روغتیا پالانو شمېر خپور کړی دی، چې پر دغه ویروس اخته شوي دي. بل لور ته هغې سیاحتي بېړۍ ته بالاخره په کمبودیا کې د درېدو اجازه ورکړل شوه، چې په سمندر کې پرېښودل شوې وه.

    نور معلومات
    next
  3. هانګ کانګ

    سره له دې چې د هانګ کانګ د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ اخ و ډب روان دی، د متحده ایالاتو ولسمشر خبر ورکړی دی چې چین د هانګ کانګ پولو ته خپل پوځیان استولي دي.ولسمشر ټرمپ د هانګ کانګ په اړه په خپل تازه ټویټ کې ویلي:"زموږ د خبر رسونې شبکې خبر راکړی دی.

    نور معلومات
    next
  4. هانکانګ

    د هانکانګ نړیوال هوايي ډګر نن (دوشنبه، زمری ۲۱) خپلې ټولې الوتنې لغوه کړې دي. دا کار ځکه شوی چې په هانکانګ کې زرګونه لاریون کوونکي له څلور ورځو راهیسې د هوايي ډګر دروازو مخ ته راټول دي او اعتراض کوي. د هانکانګ هوايي ډګر د نړۍ او د اسیا یو له هغو هوايي ډګرونو دی چې ډېر خلک پرې تګ راتګ کوي.

    نور معلومات
    next
  5. هانګ کانګ

    بون هیو وینګ ۱۸ کلنه وه چې له خپل ملګري ۲۰ کلن چان نوغ کای سره د عاشقانو د ورځې نمانځلو په موخه له هانکانګ نه ټایوان ته په چکر لاړه. خو له هغې خوا هلک یوازې راستون شو په داسې حال کې چې د نجلۍ برخلیک نا معلوم و. تر دې چې پولیسو هلک ونیوه او د خپلې د معشوقې پر وژنه یې اعتراف وکړ.

    نور معلومات
    next
  6. هانګ کانګ

    په هانګ کانګ کې د یوې اعتراضي پراخ لاریون ګډونوال وايي، په دې مظاهره کې د ګډونوالو شمېر نژدې دوه میلیونو ته رسیدلی دی. دا مظاهرې د هغو نویو پلانونو پروړاندې دي چې چین ته اجازه ورکوي مجرمین خپله چین ته ور وغواړي. که دا اټکلیزې شمېرې تایید شي دا به د هانګ کانګ په تاریخ کې تر ټولو لویه مظاهره وي.

    نور معلومات
    next