د هوا ککړتیا

  1. Fire officer near Gorman. Pasadena, California

    امریکا کې د تودې هوا د څپې په دوام د متحدو ایالتونو دوو لویدیځو ایالتونو کلیفورنیا او نېواډا کې د لوړې درجې تودوخې د نوي ریکارډ د ثبتېدو وړاندوینه شوې ده. د جمعې پر ورځ د کلیفورنیا 'ډېټ وېلي' بېدیا کې د سانتيګراد په کچه ۵۴ اعشاریه ۴ درجې تودوخه ثبت شوه او چارواکو ویلي دا څپه ښايي تر یکشنبې همداسې دوام وکړي.

    نور معلومات
    next
  2. بوم شرکت

    یونایټډ هوايي شرکت اعلان کړی چې غواړي تر ۲۰۲۹ کال پورې ۱۵ تر غږ چټکې د سپرلۍ الوتکې وپېري او هوايي چلن ته بیا چټکتیا وروبښي. تر غږ د چټکو الوتکو هوايي سفرونو په ۲۰۰۳ کال تر هغې وروسته پای وموند چې فرانس او بریتیش هوايي شرکوتونو د کانکورډ الوتکو کارونه ودروله.

    نور معلومات
    next
  3. آتش سوزی پالایشگاه تهران

    د ایران نفت وزارت چارواکي وايي، د پنجشنبې ورځې په مازدیګر د دغه هېواد د پلازمېنې تهران د تېلو په چاڼځای کې لګېدلی اور کابو شوی دی.

    نور معلومات
    next
  4. کالونیال

    رپوټونه وايي امریکا کې د تیلو یوه شرکت چې ځینې اطلاعات یې په سایبري برید کې غلا شوي وو - هکرانو ته ۵ میلیون ډالر باج ورکړی دی. د هکرانو همدې ډلې پر توشیبا شرکت هم سایبري برید کړی دی.

    نور معلومات
    next
  5. GETTY IMAGES/ SHAH MARAI

    د ای کیوایر په نوم سوېسۍ ډله چې د ککړتیا او د تنفس مضرو ذرو سنجولو برخه کې مشوره ده په تازه رپوټ کې یې د ۲۰۲۰ کال د نړۍ تر ټولو ککړې پلازمېنې معرفي کړې دي دې رپوټ کې چې د نړۍ ۹۲ پلازمېنې پکې راغلې کابل د ککړې هوا د کچې له امله د نړۍ څلورمه پلازمېنې په توګه پېژندل شوی دی.

    نور معلومات
    next
  6. یمن

    د یمن حوثي یاغیانو د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید کړی دی. دا بریدونه په دمام، عسیر او جازان ښارونو کې پر مختلفو اهدافو شوي دي.

    نور معلومات
    next
  7. هغه ځای چې د ناسا څېړونکې پکې راټیټه شوې ده

    د ناسا څېړونکې (پرسیویرنس) د فبرورۍ پر ۱۸مه، مریخ ته له اوه میاشتني سفر وروسته ورسېده. له هغه ځایه یې ځینې انځورونه راستولي دي.

    نور معلومات
    next
  8. اعتراض

    د ایران په سیستان بلوچستان په سروان ښار کې اعتراض کوونکو د پولیسو په قومندانۍ چپاو ور وړی. په سیستان بلوچستان کې د بشري حقونو د څار بنسټونو ویلي دغو خلکو د امنیتي ځواکونو لخوا تېره ورځ د سراوان په سرحدي سیمه کې پر موټر چلوونکو او د تېلو په لېږدوونکو د برید او ډزو په غبرګون کې اعتراض کړی دی.

    نور معلومات
    next
  9. خلیج

    خلیج کې د ایران د سپاه پاسدران له خوا د سوېلي کوریا د تېل وړونکې بېړۍ درولو پسې رویټرز د دغه هېواد د چارواکو له خولې وايي، چې تهران ته د خپل مهم ډيپلوماټ پر استولو بیا کتنه کوي.

    نور معلومات
    next
  10. کابل

    د افغان پلازمېنې کابل ښاریان له کلونو راهیسې له ساه بندوونکې ککړې هوا سخت شکایت لري. دوی وايي، پوهېږي چې بېلا بېلې تنفسي ناروغۍ د هوا له ککړتیا سره نېغه اړیکه لري. د چاپېریال ساتنې ملي ادارېخو مني چې په پراخو اصلاحاتو سربېره لا هم نه دي توانېدلي چې د کابل هوا د ککړتیا مخه ونیسي، او دې برخه کې له نورو ادارو مرسته غواړي.

    نور معلومات
    next