ټلویزیون

  1. عصمت بهیر

    بي بي سي کابل

    د انعکاس ټلویزیون مشر زلمي لطیف

    په جلال اباد کې د خصوصي ټلویزیون انعکاس د درېیو کارکوونکو له وژل کېدو څلور ورځې وروسته د دغه ټلویزیون مسؤلین وايي، له دې وروسته ښځینه کارکوونکي نه استخداموي. مسؤلین دغه راز د ادارې ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې د وضعیت ښه کېدو تر مهاله په کورونو کې پاتې شي.

    نور معلومات
    next
  2. لندن کې د بي بي سي دفتر

    چینايي چارواکو پر "بي بي سي ورلډ نیوز" بندیز لګولی او دا سرویس یې په "خطرناک ډول" د خپرونو د قوانینو په سرغړونه تورن کړی دی. چین د کورونا وېروس د خپرېدو او ایغور لږکیو د ربړونې د رپوټونو له کبله پر "بي بي سي" نیوکه کوي.

    نور معلومات
    next
  3. Larry King in California in 2017

    د امریکا او نړۍ یوه تر ټولو مشهوره تلویزیوني څېره او ویاند، لېرې کېنګ، د ۸۷ کالو په عمر مړ شوی دی.‌ امریکایي رسنۍ وایي چې نوموړی روانه جنورۍ میاشت کې د کووېډ-۱۹ درملنې لپاره روغتون ته بېول شوی و.‌

    نور معلومات
    next
  4. خورشید

    د افغانستان پلازمېنه کابل کې د یوه خصوصي ټلویزیون خورشید د کارکوونکو پر لېږدونکي ګاډي د سړک غاړې ماین چاونه شوې. د خورشید ټلویزیون مشر رفیع صدیقي بي بي سي ته وویل، په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه کسان نور ټپیان دي.

    نور معلومات
    next
  5. A woman sits on her armchair watching TV

    ایا له هغو میلیونو کسانو یو یاست چې د کورونا مخنیوي قرنطین پر مهال مو تر ساعتونو پورې ټلویزیون ته سترګې نیولې وي، یوازې نه یاست، خو ایا دا یو ستونره ده او که ګټه راته لري؟

    نور معلومات
    next
  6. کيلي لي کوپر

    بي بي سي نیوز

    د ټام او جیري فلمونو عواید په ۱۹۹۲ کال راکم شول

    د 'ټام اېنډ جیري' یا پیشو او موږک کارټوني فلمونو لړۍ چې ډېر کسان یې له کړنو او کرکټرونو سره اشنا دي، دا اونۍ ۸۰ کلنه کېږي. په دې فلمي لړۍ کې پیشو او موږک چې دواړه په یوه کور کې اوسېږي، تل له یو بل څخه په تېښته او جګړه دي. موږ د پیشو د ځورولو او پیشو موږک ته د دام په لټه وي، خو دواړه چندان بریالي نه وي.

    نور معلومات
    next
  7. هنر

    افغانستان کې دوو وتلو هنرمندانو اصف جلالي او اسدالله تاجزي چې د بي بي سي د تعلیمي پروژې 'نوي کور نوي ژوند' ډرامې د دري برخې د لوبغاړي 'رحیم داد' په نامه هم مشهور و، له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د هنر مینه وال وایي، د دغو هنرمندانو مړینه به د ډارامې او تیاتر ډګر کې لویه تشه رامنځته کړي.

    نور معلومات
    next
  8. تېرو دوو لسیزو کې له ۱۰۹ ډېر خبریالان یا د رسنیزو ادارو کارکوونکي افغانستان کې وژل شوي دي

    په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا 'نی' وايي، د ۲۰۱۹ کال له پيله یې د خبریالانو پر وړاندې له سلو ډېرې د تاوتریخوالي پېښې ثبت کړې دي. افغانستان په یوه تازه ډلبندۍ شپږم هغه هېواد دی چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له عاملینو پوښتنه نه کېږي.

    نور معلومات
    next
  9. بيني فيلدستين

    په امریکا کې د تلوېزیوني پروګرامونو جوړوونکی یو شرکت د دغه هېواد د پخواني ولسمشر بېل کلنټن او د سپینې ماڼۍ روزونکې مونیکا لوینسکي ترمنځ د پټو اړیکو د رسوایۍ په اړه تلوېزیوني ډرامه جوړوي.

    نور معلومات
    next