د تيلو او غازو صنعت

  1. عرفان خټک

    ازاد خبریال

    اور

    د بلوچستان صوبې په قلعه سیف الله کې د جمعې په ورځ( د ډیسمبر ۱۳) د دوو ګا‌‌‌‌‌‌ډو د ټکر له امله ۱۳ کسان وژل شوي دي. خواله رسنیو کې داسې ویډیو خپره شوې چې د سهار تېره غونې کې له ګاډو لمبې پورته کېږي.

    نور معلومات
    next
  2. سعودي

    د ریاض ونډو بازار کې د سعودي د تر ټولو لویې تېلي کمپنۍ "ارامکو" د ونډې ارزښت تر لومړنۍ بیې لس سلنه زیات شو. ارامکو د خپلې ګرانبیه ونډې شریکولو سره اوس نړۍ کې تر ټولو ګرانبیه کمپنۍ شوه. تېره اونۍ دې کمپنۍ د خپلې لس سلنه ونډې پلورلو سره ۲۵،۶ میلیارد ډالر وګټل.

    نور معلومات
    next
  3. shark

    ساینس پوهانو په یوه تازه خبرداري کې ویلي، د اقلیمي بدلون او ککړې هوا له کبله د نړۍ په سمندرونو کې اکسیجن په ختمېدو دی، او د کبانو ځینې ډولونه له جدي ګواښ سره مخ دي. کارپوهان زیاتوي چې په سمندرونو کې د نورمال ژوند یا حالت بدلېدل پر ځمکه ژوند هم ګډوډولی شي

    نور معلومات
    next
  4. نړیوال بانک

    نړیوال بانک اعلان کړی چې د برېښنا تولید زیاتولو په موخه یې افغانستان ته د ۵۲٫۵ میلیون ډالرو مرسته تصویب کړې. په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر مشر هنړي کرالي تمه ښودلې چې د دوی مرستې به وکړی شي د برېښنا د تولید اوسنۍ ټیټه کچه لوړه کړي.

    نور معلومات
    next
  5. US armoured vehicle drives past a burning gas flare in north-eastern Syria

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، تمه لري چې امریکايي ځواکونه سوریه کې وي تر هغه به د دې هېواد له تېلو میاشتني ترلاسېدونکي میلیونه ډالر عاید ګټه امریکا ته رسېږي. په ځواب کې د سوریې ولسمشر بشار اسد امریکا د خپل هېواد "د تېلو په غلا" تورنه کړه او ملاتړي روس یې د امریکا دا اعلان "نړیواله حکومتي لوټماري" وبلله.

    نور معلومات
    next
  6. ایران

    ملګري ملتونه وایي د تېلو د لوړو شویو بیو خلاف د ایران اعتراضونو کې ښایي لسګونه کسان وژل شوي وي. په ژنیو کې د ملګرو ملتو د بشري حقونو څانګې یوه ویاند د امنیتي ځواکونو له خوا پر مخامخ ډزو کلکه اندېښنه ښودلې ده.

    نور معلومات
    next
  7. ب

    د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، دغه هېواد کې لومړی ځل د ۴۰ میګاواټ په اندازه له طبیعي ګاز برېښنا جوړه شوه او ازمایښتي کار یې پیل کړ. د دې بټۍ تولیدي برېښنا به د افغانستان برېښنا شرکت په همکارۍ جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د څلوېښت زره کورنیو خونې روښانه کړي.

    نور معلومات
    next
  8. ایران

    د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، په هېواد کې یې د تېلو داسې نوې زېرمې موندل شوې دي چې په راسپړلو به یې د دې هېواد د تېلو تولید یو په درېیمه برخه ډېر شي. دا زېرمې په خوزستان ولایت کې موندل شوې دي او په کابو دوه نیم زره کیلومتره مربع سیمه کې پرتې دي

    نور معلومات
    next
  9. عربستان

    د سعودي د تېلو ملي شرکت ارامکو وايي پلان لري چې خپله ونډه د ریاض ونډو بازار کې وپلوري او که دا کار کېږي دا به نړۍ کې تر ټولو لویه عرضه وي. ارامکو د سعودي د تېلو ملي شرکت دی او د شمېرو له مخې یې تېر کال ۲۲۴ میلیارد ډالر عاید درلود.

    نور معلومات
    next