بشري مرستې

  1. یوناما

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي،‌ د دې ادارې مشرې ډبورا لاینز چارشنبه کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي دي. د ملګرو ملتونو د دې دواړو استازو د پنجشنبې پر سهار د طالبانو د استخباراتو برخې مشر عبدالحق وثیق سره هم کتلي‌ دي. یوناما وایي، دې کتنو کې پر طالبانو ټینګار وشو چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو خیریه ادارو کارکوونکي باید اجازه ولري چې په ازاده توګه خپل فعالیتونه ترسره کړي.‌

    نور معلومات
    next
  2. امیر خان متقي

    د طالبانو سرپرسته کابینه کې بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مرستې له کبله د نړیوالې ټولنې مننه کړې، او ژمنه یې کړې چې طالبان به اړمنو کسانو ته د دې مرستو رسنیو کې همکاري کوي. نوموړي سه شنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل،‌ امریکا یو لوی هېواد دی او ورته پکار ده چې زړه هم لوی وساتي.‌

    نور معلومات
    next
  3. UN Secretary General Guterres

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویلي، د افغانستان خلکو سره بشري مرستې کولی شي چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یوه کړکۍ پرانیزي. ښاغلي ګوتیریش بي بي‌سي سره یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، طالبان دا مهال د ملګرو ملتونو مرستې ته اړتیا لري، خو باید داسې فضا رامنځته کړي چې ملګري ملتونه خپل فعالیت ته دوام ورکړي. بله خوا افغان طالبان وایي، د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلی کوي، خو په بدل کې یې هېڅ‌ ډول شرطونه نه مني.

    نور معلومات
    next
  4. Video content

    Video caption: له کورونو د کووید-۱۹ مړي راغونډوي

    په اندونیزیا کې د کوویډ-۱۹ نوې پېښې تر هند او برازیل ډېرې شوې چې په دې سره د نوې ډلټا بڼې تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی.

  5. افغانستان

    د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د روان ۲۰۲۱ کال لومړۍ نیمايي د هېواد جنګ جګړو کې ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې راپور کې ویلي، سږ کال ملکي مرګژوبله د تېر (۲۰۲۰) کال د همدې مودې د ملکي مرګژوبلې پرتله ۸۰ سلنه لوړه وه، چې له دې ډلې ۱۶۷۷ تنه وژل شوي او ۳۶۴۴ ټپیان دي.

    نور معلومات
    next
  6. ماشومان

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د انسان‌دوستاانه مرستو همغږي کوونکی وايي، تر بل هر وخت افغانستان ډېرو او د وچکالۍ او جګړې له امله ددغه هېواد ۱۸ میلیون وګړي انساني مرستو ته اړتیا لري. بله خوا، د افغانستان اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون وايي، د هغو ولسوالیو – چې له دوو میاشتو راهیسې پکې جګړه روانه وه، له ارزونې وروسته روښانه شوه چې ۱۳ میلیون خلک له عمومي خدماتو محروم دي او تر ۵۰۰ میلیون ډالرو ډېرې عمومي شتمنۍ ویجاړې شوې دي.

    نور معلومات
    next
  7. Iain Duncan Smith, Nusrat Ghani and Tom Tugendhat have been banned from entering China

    چین د بریتانیا د پنځو پارلماني غړو په ګډون د دغه هېواد پر نهو وګړو د هغه څه له امله بندیز ولګاوه چې بېجینګ یې د دغه هېواد په هکله "درواغ او ناسم اطلاعات" بولي.

    نور معلومات
    next
  8. اعتراض

    د ایران په سیستان بلوچستان په سروان ښار کې اعتراض کوونکو د پولیسو په قومندانۍ چپاو ور وړی. په سیستان بلوچستان کې د بشري حقونو د څار بنسټونو ویلي دغو خلکو د امنیتي ځواکونو لخوا تېره ورځ د سراوان په سرحدي سیمه کې پر موټر چلوونکو او د تېلو په لېږدوونکو د برید او ډزو په غبرګون کې اعتراض کړی دی.

    نور معلومات
    next
  9. افغانستان

    د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ اداره "اوچا" وايي په ۲۰۲۱ کال کې ۱۸ اعشاریه ۴ میلیون افغانان چې د ټول هېواد نژدې نیم وګړي جوړوي بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. دې ادارې روان کال افغانستان کې ۱۵ اعشاریه ۷ میلیون کسانو ته د مرستو رسولو پلان جوړ کړی او وايي د دغو مرستو لپاره ۱ اعشاریه ۳ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

    نور معلومات
    next
  10. Ruhollah Zam speaks during his trial in June 2020

    د ایران سپاه پاسداران ته یوه نږدې خبري اژانس "فارس" په یوه رپوټ کې ویلي چې ښاغلی زم شنبه د لیندۍ پر ۲۲مه/ډسمبر ۱۲مه سهار وختي په دار وځړول شو. پر روح الله زم د اسراییل او فرانسې استخباراتو ته د "جاسوسۍ"، امریکا سره د "همکارۍ" او د پټو اسنادو راټولولو کې د "ګډون" تورونه لګول شوي وو.

    نور معلومات
    next