د روغتیا نړیواله ټولنه

  1. ایران کورونا

    په ایران کې د ټولنیزې پاملرنې چارواکي وايي چې دغه هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له امله له ۵۱ زرو زیاتو ماشومانو مور یا پلار مړه شوي دي. د دې ماشومانو له ډلې یوه هم الیزا ده چې خپل پلار ته ډېره ګرانه وه. دوی یو ځای کتاب لوسته، یو ځای یې سندرې ویلې او پلار به دا هره شپه وېده کوله.

    نور معلومات
    next
  2. ناورین

    د رغتیا نړیوال سازمان چارواکو افغانستان ته خپل وروستي سفر وروسته خبرداری ورکړی چې د دې هېواد د عامې روغتیا سیستم بشپړ سقوط ته نږدې دی او له جدي‌ بحران سره مخ دی. د یاد سازمان مشر ډاکټر ټېډروس ادانوم ګیبریسوس تېره ورځ‌ کابل کې د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره کتلي او دې هېواد کې پر روان روغتیایي ناورین ورسره غږېدلی. له دې سفر وروسته د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي،‌ که بېړنۍ مرستې ونشي نو افغانستان به له یو جدي بشري‌ ناورین سره مخ شي.‌‌‌

    نور معلومات
    next
  3. حفیظ الله معروف او اېلن یونګ

    بي بي سي - لندن

    Afghan mother and baby with doctor. Photo collage illustration from photographs courtesy Getty Images

    د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اېچ او د مالومات له مخې افغانستان کې لا هم په هر سلو زرو زېږونونو کې ۶۳۸ میندې مري. دا کچه پخوا نوره هم لوړه وه. خو د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې هغه پرمختګونه چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې شوي، په چټکۍ مخ په ځوړ روان دي.

    نور معلومات
    next
  4. د ملاریا درملنې په اړه څېړنه

    له ملاریا وژونکي ناروغۍ د افریقايي ماشومانو د ژغورنې لپاره د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي چې ښايي د دې ناروغۍ او له امله د مړینې کچه تر ۷۰ سلنې کمه شي.

    نور معلومات
    next
  5. تودوخه

    د امریکا متحدو ایالتونو کې یوه علمي، څېړنیز بنسټ تېره جولای میاشت تر دې دمه د نړۍ تاریخ کې تر ټولو توده میاشت بللې ده. دا میاشت د وچې او سمندرونو تودوخه، د شلمې پېړۍ د منځنۍ کچې پرتله د سانتي ګراد شاوخوا یوه درجه لوړه وه.

    نور معلومات
    next
  6. مصنوعي هوښ

    ساینسپوهان د مصنوعي هوښ د یوه داسې سیستم په ازمویلو بوخت دي چې فکر کېږي په یوه ورځ کې د عقل د زوال ناروغي تشخیصولی شي.

    نور معلومات
    next
  7. کووید۱۹

    د دغه سازمان مشر ډاکټر تیدروس ادهنوم ګیبریسوس ویلي، د تقویتي دوز واکسین درول به د نړۍ په لروبر کې د هر هېواد لږترلږه ۱۰ سلنه وګړو لپاره د واکسین رسېدل اسان کړي.

    نور معلومات
    next
  8. Wuhan laboratory

    د چین حکومت د روغتیا نړیوال سازمان د هغه پلان راتلونکي پړاوونه رد کړي چې د کورونا وېروس د ریښو او لاملونو موندلو لپاره چمتو شوی و. د روغتیا نړیوال سازمان غواړي په هغه سیمه کې ټول لابراتوارونه معاینه کړي‌ چېرې چې کورونا وېروس په لومړي ځل پکې پېژندل شوی و. خو د چین د عامې روغتیا مرستیال وزیر ژېنګ یکسېن ویلي، دا پلان ساده توب او ساینس ته سپکاوی دی.

    نور معلومات
    next
  9. ناروغ

    د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې یې له کوویډ سره د تړلې تور فنګس (تور فنجي) ناروغۍ درې مثبتې پېښې په کابل، بغلان او سمنګان ولایتونو کې موندلې دي، چې په تور فنګس اخته درې واړه ناروغان په کورونا وېروس هم اخته شوي دي.

    نور معلومات
    next
  10. مړه

    هند کې له کورونا وېروس سره د تړلو عواملو له کبله د مړو شویو کسانو رسمي شمېر په ۴۰۰ زرو یا څلور لکو اوښتی دی. له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان اروپا کې د کورونا د دلتا بڼې د خپریدو د خطرپه اړه په داسې مهال خبرداری ورکوي چې دغه لویه وچه کې په یوه اونۍ کې په دې وېروس د اخته کېدو کچه لس سلنه زیاته شوې ده.

    نور معلومات
    next