سانسور

  1. رسنۍ

    په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره په دې هېواد کې د رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. یو شمېر ځایي رسنیو بي بي سي ته ویلي، په هغه ډول چې پکار ده خپل رسنیز مسؤلیت نشي ترسره کولی او د طالبانو لخوا تر فشارونو لاندې دي. خو طالبانو دا تورونه رد کړي او وایي، رسنۍ په ازادۍ سره خپل چارې ترسره کولی شي او مالوماتو ته هم لاسرسی لري. رپوټونه وایي، له تېرې اګست میاشتې راهیسې دې هېواد کې نږدې اویا سلنه رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی.

    نور معلومات
    next
  2. افغانستان

    د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبانو په افغانستان کې د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته د بیان پر ازادۍ او رسنیو پراخ بندیزونه لګولي. د دې سازمان په یوه اعلامیه کې د یاد سازمان لپاره د اسیا اړوند مشرې پیټریشیا ګوسمن له قوله ویل شوي: ''د طالبانو له هغو ژمنو سره سره چې وايي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکوي، نوي اصول په هېواد کې د رسنیو ازدي مخه ډب کوي.

    نور معلومات
    next
  3. جنازه

    د افغانستان د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال، چې د تېرې جمعې په ورځ 'اګسټ ۶) په کابل ښار کې طالبانو وواژه، د پارلمان انګړ کې خاورو ته وسپارل شو. د دوا خان مینه پال پر وژلو په کور د ننه او بهر غبرګونونه ښودل شوي او او د طالبانو دا کړنه یې غندلې ده. دوا خان مینه پال له څو میاشتو راهیسې د حکومت د رسنیو مرکز مشر او تر هغه مخکې د افغان ولسمشر مرستیال ویاند و.

    نور معلومات
    next
  4. Social media

    د افغانستان د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال د جمعې په ورځ (د اګسټ ۶) په کابل ښار کې ترور شو. د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د نوموړي ترور تاییدوي او وايي، نوموړی دارالامان ماڼۍ ته څېرمه وژل شوی دی. وسلوال طالبان وايي، د دوی د وسلوالو ځانګړې ډلې دواخان مینه پال وژلی دی.

    نور معلومات
    next
  5. President of Brazil Jair Bolsonaro shows a box of chloroquine medicine on 16 September 2020

    یوټیوب وايي، د برازیل د ولسمشر ژاییر بولسينارو ویډیوګانې یې ځکه له دې شبکې لرې کړې چې د کورونا وبا په هکله یې ناسم مالومات خپرول. دا شرکت وايي، د برازیل ولسمشر د چینل اړوند ویډیوګانو د لرې کولو پرېکړه له ایډیالوجۍ یا سیاست سره اړیکه نه لري او له کره ارزونې وروسته یې د دې فلمونو د لرې کولو پرېکړه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  6. رسنۍ

    یو شمېر معتبرو امریکايي رسنیو د دغه هېواد له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې هغه خبریالان امریکا ته ولېږدوي چې تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې له دغو رسنیو سره خبریالي کړې ده.

    نور معلومات
    next
  7. ذبیح الله کلیم

    د افغان حکومت یو شمېر وزیرانو او لوی څارنوال افغانستان کې د رسنیو د خپرونو د کیفیت ښه والي او فعالیت د قانوني کولو په تړاو د ځینو رسنیو له استازو سره په مشورتي غونډه کې پر رسنیو غږ وکړ چې د قانون په چوکاټ کې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي. لوی څارنوال ذبیح الله کلیم سې شنبه دې ناسته کې وویل، هغه رسنۍ چې د ملي ګټو ضد فعالیتونه کوي، په نافذه قونینو کې جرم ګڼل کېږي او په ښکاره د جدي چلن سپارښتنه کېږي.

    نور معلومات
    next
  8. سټوډیو

    نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ وايي، د هېواد په شمال کې د وروستیو ناامنیو او جګړو له امله د نژدې شلو رسنۍ فعالیت درول شوی او ځينې نورې هغه بیا د طالبانو تر فشار لاندې خپرونې کوي. طالبانو تر اوسه د رسنیو د خپرونو د ځنډېدو او له هغو د ځان پر ګټه د کارونې په تړاو څه نه دي ویلي

    نور معلومات
    next
  9. محمد ندیم اشرف

    بي بي سي

    UNAMA

    نن د می ۳مه چې د مطبوعاتو د ازادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده، امریکا، ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه د رسنیو نړیوالې ورځې په مناسبت له افغان رسنیو خپل ملاتړ اعلانوي او وايي، د افغان خبریالانو پرضد تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي.

    نور معلومات
    next
  10. ګیما دنسټن

    بي بي سي وېلز خبرونه

    Man on computer

    له خلکو غوښتل کیږي هغو نښونښانو ته پام وکړي چې ښايي د دوی د کورنۍ غړي په انلاین ډول غیر اخلافي انځورونه ګوري.

    نور معلومات
    next