پښتونخوا

  1. Video content

    Video caption: پښتونخوا کې د کتاب بازار: خپرندويان ولې لاهور ته ځي؟
  2. Video content

    Video caption: د پېښور اسلاميه کالج استاد: معلوليت یې د ژوند هوډ نه دی کمزوری کړی
  3. ادریس خٹک

    د پاکستان يوې پوځي محکمې ټولنيز فعال ادريس خټک د جاسوسي په تور په ۱۴ کاله بند محکوم کړی. د پوځي سرچينو له مخې ادريس خټک ته د ډسمبر پر دويمه نېته سزا اورول شوې وه، پر ده تور دی چې د ډرون بريدونو لپاره يې ځمکني معلومات ورکول. پوځي سرچينه وايي، محاکمه د تړلو دروازو تر شا وشوه او تورن کس ته وکيل ورکړل شوی و خو وايي د کره ثبوتونو له وړاندې کېدو وروسته تورن کس ته سزا واورول شوه. د ادريس خټک لور او د هغه ورور اويس خټک ويلي، دوی ته د سزا په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

    نور معلومات
    next
  4. علی وزیر

    د پاکستان سترې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر او د د غه هېواد پارلمان غړي علي وزیر د ضمانت درخواست تایید کړی دی. ښاغلی وزیر د ۲۰۲۰ کال دسمبر پر ۱۶ مه د سند ایالت پولیسو په غوښتنه د خیبر پښتونخوا په پېښور کې نیول شوی و. په ښاغلي وزیر تور دی، چې د غورځنګ په ولسي غونډو کې يې د پاکستان د پوځ پر ضد ویناوې کړې دي او له همغه راهیسې د کراچۍ په زندان کې دی.

    نور معلومات
    next
  5. Video content

    Video caption: پېښور کې د درملو بيو زياتوالي په اړه شکايتونه
  6. تھانہ

    د خيبرپښتونخوا د چارسدې په تنګي سيمه کې د قران کريم د سپکاوي په تور له تاوتريخالي ډک لاريونونه پيل شوي دي. د عيني شاهدانو په وينا، قهرېدليو مظاهره چيانو د پوليسو پر يوه مرکز بريد وکړ، هغه ته يې اور اچولی او سخت زيان يې ور اړولی دی. د جهانګير پوليسو تاڼې مشر بهرام شاه په وينا، په سیمه کې داسې اوازې وې چې يوه کس د قران کريم سپکاوی کړی دی. پوليسو سره د لومړنی راپور له ثبت کولو وروسته دغه کس ونيول شو او پلټنې ترې پیل شوې.

    نور معلومات
    next
  7. Video content

    Video caption: "پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو پر ځای حساب پکار دی"
  8. Video content

    Video caption: پښتونخوا کې د شرې ناروغۍ واکسين پيل شوي