خوست

  1. کابل

    د افغانستان لوېدځ کې د هرات د وړمې شپې له الله اکبر شعار وروسته بېګا پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې یو لوی شمېر خلکو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ ورته شعارونه ورکړل. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې په ورځ یوه وینا پاڼه کې ویلي دا زموږ شعار دی، نه د هغه چا چې ده سیکولران بللي دي.

    نور معلومات
    next
  2. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر وسلوالو طالبانو غږ کړی چې که رښتیا هم له افغانستان سره مینه لري نو ژمنه دې وکړي چې د ډیورنډ کرښه یې په رسمیت نه ده منلې. ښاغلي غني د شنبې پر ورځ خوست ولایت ته د سفر پر مهال یوه غونډه کې طالبانو ته خطاب کې وویل: "ژمنه وکړئ چې ډېورنډ کرښه نه منئ، د افغانستان اوبه پر نورو نه پلورئ، او د نورو نوکري به نه کوئ".

    نور معلومات
    next
  3. Video content

    Video caption: خوست ته لومړنۍ نړیواله الوتنه

    د افغانستان ملکي هوايي چلن اداره وايي، د دغه هېواد په سوېل ختیځ کې د خوست ملکي هوايي ډګر ته نن( د جون ۲۱) لومړنۍ نړیواله الوتنه ترسره شوه.

  4. هواِيي چلن اداره

    د افغانستان ملکي هوايي چلن اداره وايي، د دغه هېواد په سوېل ختیځ کې د خوست ملکي هوايي ډګر ته لومړنۍ نړیواله الوتنه نن( د جون ۲۱) ترسره شوه. دغه هوایي ډګر ته د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه کې نن سهار د متحده عربي اماراتو له دوبۍ اتیا افغان مساپر لېږدول شوي دي. د خوست د والي ویاند طالب منګل بي بي سي ته ویلي، دغه هوايي ډګر هغه ټول امکانات لري، چې نړیوالو الوتنو ته په کار دي.

    نور معلومات
    next
  5. ږ

    له څو ورځو راهیسې د یو شمېر مړو عکسونه چې ماشومان هم په کې ول پر خواله رسنیو لاس په لاس شول چې د ادعا له مخې د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په عملیات کې وژل شوي. دې ته ګڼ غبرګونونه وښودل شول خو سیمه ییزو چارواکو او د خوست والي د ملکیانو مرګژوبلې ادعا رد کړه. اوس ولسې جرګې د کورني امنیت کمیسیون ته دنده سپارلې چې ملکي خلکو ته د اوښتې مرګژوبلې ادعا وڅېړي.

    نور معلومات
    next
  6. Video content

    Video caption: زرغون خوست مېله: له ټنګ ټکور سره د بوټو نيالولو اشر
  7. نصرت الله تسل

    بي بي سي

    طالبان

    د افغانستان د نورو لویو لارو غوندې د سووېل ختیځ لوګر او شمال ختیځ کندوز پر لویو لارو نږدې هر ورځ جګړه کیږي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم پکې ډېر ځله مرګژوبله اوړي.

    نور معلومات
    next
  8. نصرت الله تسل

    بي بي سي

    خوست

    د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د برهان خېلو سیمې اوسیدونکي وايي، پنجشنبه مازدیګر د یوې کورنۍ طالب زنداني له زندانه د خوشي کېدو په خوشالۍ کې یې ملګرو او خپلوانو هوايي ډزې کړي دي چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

    نور معلومات
    next
  9. درمل

    بریتانوي کارپوهان وايي، دګزامتازون نومي ارزان بیه درمل چې په پراخه کچه موندل کېږي، د کورونا وېروس سختو ناروغانو په ژوند ژغورلو کې مرسته کولای شي. ویل کېږي د هغو ناروغانو مړینې کچه چې په مصنوعي توګه تنفس ورکول کېږي، له دې درملو سره یو په درېیمه برخه کمېږي.

    نور معلومات
    next