یمن

  1. یمن

    د یمن موقتي پلازمېنې عدن ښار په هوایي ډګر کې د شنبې پر ورځ موټربم چاودنې لږ تر لږه ۹ کسان وژلي او ۱۲ تنه ټپیان دي. د یمن لومړي وزیر معین عبدالمالک سعید دا برید یو ترهګریز عمل بللی دی.

    نور معلومات
    next
  2. برهوت څا

    د یمن ختیځ المهرة ولایت په صحرا کې د (برهوت) په نامه د څا په اړه بېلابېل افسانې او کیسې دي او خلک پر دې اند دي چې دا د پېریانو استوګنځی و.

    نور معلومات
    next
  3. Saudi Crown Prince Mohammed bin Salman is interviewed by Saudi TV (27 April 2021)

    د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان ویلي، په سیمه کې له خپل سخت سیال او مخالف ایران سره ښې اړیکې غواړي.‌ نوموړي العربیه تلویزیون سره مرکه کې ویلي، هېواد یې غواړي چې ایران ورسره د منځني ختیځ د هوسا او بډایه کولو په چاره کې مرسته وکړي. خو نوموړي ویلي، د ایران اتومي پروګرام او سیمه کې د تهران ناسم چلن سره ستونزه لري.

    نور معلومات
    next
  4. ایران و عربستان

    برتانیوۍ فایننشل ټایمز ورځپاڼې ویلي، د ایران او سعودي جګپوړو چارواکو د ښو اړیکو د ټینګولو په موخه په بغداد کې مخامخ خبرې کړې دي. د دې دوو هېوادونو ترمنځ پنځه کاله وړاندې ډیپلوماتیکي اړيکي ختمې شوې وې. داسې ښکاري چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ تر ۲۰۱۶ کال راهیسې دا تر ټولو مهمې سیاسي خبرې وي چې همدا میاشت په بغداد کې ترسره شوي.

    نور معلومات
    next
  5. یمن

    د یمن حوثي یاغیانو د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید کړی دی. دا بریدونه په دمام، عسیر او جازان ښارونو کې پر مختلفو اهدافو شوي دي.

    نور معلومات
    next
  6. Video content

    Video caption: د جګړې سیمه کې ۹ کلن ړوند ښوونکی ماشوم

    د یمن د جګړې کرښې ته نژدې یوه ویجاړ شوي ښوونځي ته د درس لپاره سلګونه ماشومان ورځي. په دې ښوونځي کې د تعز نهه کلن احمد چې مورزادي ړوند دی، بې تنخا ماشومانو ته درس ورکوي.

  7. Video content

    Video caption: د يمن جګړه: له زدکړو پاتې ماشومان
  8. Video content

    Video caption: يمن کې لوږه: څلور سوه زره ماشومان يې قربانيان دي
  9. Video content

    Video caption: د يمن جګړې ماشوم قربانيان
  10. Video content

    Video caption: ۱۰ ښځو څنګه د لمریزې برېښنا پروژه بریالۍ کړه؟

    د ۲۰۱۹ کال لومړیو کې د یمن عبس سیمه کې ۱۰ ښځو د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي مرسته د لمریزې برېښنا یوه کوچنۍ پروژه بریالیتوب پای ته رسولې ده.