بې پیلوټه الوتکه کې به سفر وکړئ؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption داسې ښکاري چې ټکنالوژۍ يې اوس هم شته ده- ډرون یا بې پیلوټه الوتکې کومه نوې اختراع نه ده.

بې چلوونکي اورګاډي او موټر اوس هم شته- خو بې پیلوټه الوتکه به څومره ژر په کار پیل وکړي؟

ښايي یوه ستره ننګونه به يې الوتکې ته د مساپرو خېژول وي.

ایا تاسو کله هم د الوتنې په ترڅ کې د وارخطايۍ حمله راغلې؟ پر هغو چې دا حمله راغلې درته وبه وايي چې څومره سخته ده. او د خلکو د وارخطا کېدو لپاره خورا ډېر علتونه شته. ځینې یې د پیلوټ د وضعې په اړه دي.

ایا هغوی ستومانه دي؟ تر فشار لاندې دي؟ کافي پام کوي که نه؟

که له پیلوټانو بېخي ځان بېغمه کړو نو ایا دا کسان به د ارامۍ احساس وکړي که څنګه؟

داسې ښکاري چې ټکنالوژۍ يې اوس هم شته ده- ډرون یا بې پیلوټه الوتکې کومه نوې اختراع نه ده.

پوځونه د جګړې په ډګرونو کې د مساپر وړونکو الوتکو په غټوالي ډرون الوتکي کاروي، چې له لېرې واټڼه کنټرولېږي او یا پر یوې ټاکل شوې لارې الوتنه کوي.

ان څرخي الوتکې هم بې پیلوټه کېدای شي، لکه کې ماکس(K-MAX)، چې د یوې معیاري څرخي الوتکې په غټوالي ده، او په حیرانونکي دقت سره د مرستو زېرمې خطرناکو ځایونو ته لېږدوي.

د بریتانیا د فضايي لېږدونو د ټولنې د مجلې، ایروسپېس، مسول مدیر ټیم رابینسن وايي د الوتکو د لوېدلو پېښې اوس ډېرې کمې دي، خو کله چې یوه پېښه وشي نو د علت موندل يې ورځ پر ورځ سختېږي.

له همدې امله پلټنې معمولا "بشري عواملو" ته ډېر پام کوي، د پېښې د احتمالي عواملو د موندلو په خاطر په روحي او فزیکي مسلو پسې ګرځي.

د انځور حقوق AP
Image caption د کارمن کې ماکس الوتکه کې د پیلوټ له شته والي پرته ازموینې ترسره کړي

رابینسن وايي "په داسې حال کې چې په اوسني وخت کې پیلوټان د ۹۵ سلنه الوتنو په ترڅ کې پر اوتومات پیلوټ اتکا کوي، داسې استدلال کېږي چې ولې هغه پاتې پنځه سلنه چې د الوتکې الوتل او ناسته ده- هم اوتومات نشي.

کمپیوټرونه په ډېر دقیق ډول الوزي، کولای شي په وار وار پر یوې ټاکلې لارې والوځي، د الوتنې په وخت کې نشه نه کوي، ستړي کېږي نه ، پام يې بلې خوا ته نه اوړي او په دې توګه کېدای شي په راتلونکې کې د انساني پیلوټانو په پرتله خوندي وي."

هغه وايي د سږ کال په لومړیو کې د فضايي لېږدونو د ټولنې په یوه غونډه کې، پیلوټانو، انجینیرانو، ساینسپوهانو او د هوايي لیکو استازو پر خودمختارو الوتکو بحث کاوه، دغه وړاندیز چې "۴۰ کاله وروسته به پیلوټانو ته اړتیا نه وي" د ۴۰ رایو په وړاندې په نژدې ۶۰ رایو سره ومنل شو.

په تېرې جنورۍ کې د لاس وېګس د مصرفوونکو د الکترونیکي وسایلو په نندارتون کې، چینايي شرکت، ایهانګ، لومړنۍ مساپروړونکي بې پیلوټه یا ډرون الوتکه ښکاره کړه.

دا الوتکه چې ایهانګ ۱۸۴ نومېږي پر برېښنايي انرژۍ چلېږي. په دې الوتکه کې د شا د یوې کڅوړې سره یو سړی ځاېږي، او ایر کانډېشنر او څراغ هم لري.

د الوتنې لپاره باید مساپر د الوتنې یو پلان جوړکړي، د یو ټابلېټ کمپیوټر پر پردې د پورته کېدو او ښکته کېدو پر تڼیو یعنې ټېک آف ( Take off) او لنډ (Land) باندې کلیک وکړي، نور کارونه کمپیوټر په خپله کوي.

که د ماشين څرخونه يې قات شي، دغه ایهانګ ۱۸۴ الوتکه به د یو وړوکي موټر په اندازه غټه وي.

دې ته ورته نوې هڅې هم شته چې غواړي د شخصي هوايي ترانسپورټ سیستمونه جوړ کړي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې، دوه ماشینه تجربه ای الوتکه چې د دوو مساپرو لپاره څوکۍ او د پیلوټ په خونه کې د دوو کسانو لپاره څوکۍ لري تېر کال ازمایښتي الوتنه وکړه.

دا الوتکه چې د اورورا الوتنو د ساینسي علومو کارپوریشن جوړه کړې ده او د سینټاور(Centaur) په نامه یادېږي، کېدای شي د الوتکې دننه پیلوټ په مرسته یا له ځمکې وچلول شي- د ازموینې په ترڅ کې چې کوم مساپر یې نه درلود په بریالیتوب سره والوته.

د اېربېس ډله د یو خود مختاره "الوتونکي موټر" پر جوړولو بوخته ده، چې مساپر یا نور بار به وړي، او په جرمني کې د وولو کاپټر پروژه هیله لري داسې یوه بې پیلوټه الوتکه جوړه کړي چې یو یا دوه کسه به انتقالولای شي.

یوه بله اروپايي هڅه چې ماې کاپټر نومېږي، داسې یوې ټکنالوژۍ په اړه څېړنې کوي چې د هوا له لارې د شخصي شیانو د لېږدولو لپاره به کارول کېږي.

د جرمني د توبینګن ښار د ماکس پلانک انسټیټوټ د بیالوژیکي سایبرنیټیکس د څانګې مدیر هنریخ بولتهوف وايي هغه څېړونکي چې دغه پروژه کې يې برخه اخیستې، تراوسه هڅه کوي چې د الوتکې کنټرول څرنګه آسانه کړي.

هغه وايي "موږ هڅه کوو د څرخي الوتکې الوتل د یوه موټر د چلولو په شان اسانه کړو چې ډېره روزنه نه غواړي،"

د انځور حقوق iStock
Image caption بالاخره، له لیرې کنټرولېدونکي کواډ کاپټر الوتونکې وسایل به دومره زور ولري چې مساپر ولېږدوي

په بریتانیا کې د اسټراییا په نامه د دولتي او خصوصي شرکتونو یوې ډلې هم دغسې څېړنې کړې وې، په ۲۰۱۳ کې هغوی ته ۶۲ ميلیونه پونډه ورکړل شول چې د بې پیلوټه ملکي الوتکو په اړه پلټنې وکړي.

رابېنسن وايي د دې کار موخه دا وه چې "د اړتیا وړ ټکنالوژیو په اړه پلټنې وکړي، لکه احساس او ډډه کول، خوندي مخابرات او داسې نور، چې هوايي لېږد بې انسانه وسایل په هغه فضا کې چې اوس په کې انسان لرونکي وسایل ګرځي ځای پر ځای کړي.

خو که له لیرې کنټرولېدونکې الوتکه، یا د مصنوعي ذکاوت سیستم وي، که يوزاې یو مساپر یوه تڼۍ کېکاږي، یا ځمکني کارکوونکي بې سیمه مزي کشوي، یوه بنسټیزه پوښتنه تراوسه نه ده ځواب شوې: که موږ ونه وینو چې د الوتکې کنټرول د ښکلي لباس درلودونکو دوو تنو پیلوټانو په لاس کې دی چې د توپان په وخت کې راته په سړه سینه د هوا د حالاتو په اړه معلومات راکوي، ایا موږ به د الوتنې پر وخت د ارامۍ احساس وکړو؟

د فضايي چارو کارپوه سټیفن رایس چې پخوا د فلوریډا د ټکنالوژۍ په انسټیټوټ کې و او اوس د ایمبرې- ریډل د فضايي چارو په پوهنتون کې کار کوي او په ۲۰۱۴ کال کې یې د روباټي الوتنو په اړه د عامو خلکو د تصور په هکله یو راپور لیکلی وايي "داسې ښکاري چې ډېری خلک د یو پیلوټ په شته والي کې چې مستقیما يې کنټرول په لاس کې وي، د راحت احساس کوي.

خلک فکر کوي چې د لېږدونکې وسیلې دننه اوسېدل او کنټرولول د لیرې کنټرولولو په پرتله اسانه دي. ډېری خلکو له لیرې کنټرولېدونکي موټر یا الوتکې چلولې او ورته سخت ښکاري."

په اوسني وخت کې یو لیفټ ته د ننوتلو وړاندې هېڅوک انديښنه نه کوي- سره د دې چې په لسګونه کاله پخوا د لیفټ خوندي "عملیاتو یو کارکونکي ته اړتیا درلوده چې "د لیفټ هلک" نومېده. بې چلونکي اورګاډي او موټر هم دغسې دي.

رابینسن وايي دا ښيي چې "د خودمختارو لېږدونکو وسایلو په اړه د ټولنې فکر په بدلېدو دی،".

هغه وايی "که په راتلونکې کې تاسو په داسې یوې ټولنې کې ژوند وکړئ او لوې شئ چې په کې موټر په خپله چلېږي او بې انسانه هوايی وسیلې شیان په باوري توګه لېږدوي- ایا مساپر وړونکې الوتکې به چې په خپله الوځي د ډیرې حیرانتیا خبره وي؟"

خو رایس فکر کوي چې اوس خلکو ته د بې انسانه الوتکو منل سخت دي ځکه کله چې اوړګاډی او موټر خپل اوتومات پیلوټ بایلي، حتمې نه ده چې ټکر به کوي.

خو "کله چې یوه الوتکه ودرېږي، له اسمان لاندې راغورځي،". ډېری خلک اوس هم له الوتلو وېره لري، په داسې حال کې چې ډېر خلک په اوړګاډي یا موټر کې د سفر په اړه اندېښنه نه لري.

د انځور حقوق iStock
Image caption د جرمن وینګز الوتکې د لوېدلو یوې پيښې په دې هکله اندېښنې راوپارولې چې پیلوټان د څومره روحي فشارسره مخ کېدای شي

خو کمپیوټرونه هغسې روحي فشار باندې نه اخته کېږي چې د الوتکې د لوېدو سبب شي لکه د پیلوټ مرستیال اندریاس لوبیتز په شان چې په ۲۰۱۵ کې یې د جرمن وینګز یوه مساپر وړونکې الوتکه د فرانسې د الپ په غرونوکې وغورځوله.

رایس فکر کوي چې کېدای شي بې پیلوټه الوتکې د دغسې پېښو مخه ونیسي. "دا د انساني پیلوټانو د غندلو لپاره نه ده... هېڅ یو اوټو پیلوټ یا کمپیوټر نشوای کولای الوتکه د هډسن پر سیند ېښکته کړي.

خو ماشین نه ستړی کېږي، نه احساساتي کېږي، ویرې او ستومانۍ ته اجازه نه ورکوي چې پر فعالیت يې اغېز وکړي، او ناسمې پرېکړې نه کوي. کمپیوټر يوزاې هغه کارونه کوي چې په پروګرام کې ورته لارښونه شوې ده. نو، زه په دې باور یم چې په اوږدې مودې کې به په عمومي ټوګه هغوی نور هم خوندي وي."

رایس وايي که له لیرې کنټرولونکی پیلوټ یا په الوتکه کې اټوپیلوټ موجود وای نو ښايي د جرمن وینګز الوتکې د پیلوټ د ځان وژونې پېښې مخنیوی شوی وای.

۸-۱۰ دقیقې وخت یې ونیوه چې الوتکه له ۳۸،۰۰۰ فوټه لوړتیا راښکته شوه او پر ځمکه ولوېده.

رایس وايي "که له وړاندې نه پروټوکولونه یا پلانونه موجود وای، د هوايي ټرافیک کنټرولونکو لپاره به کافي وخت وای چې له انساني پیلوټه واک واخلي او لیرې کنټرولونکي پیلوټ یا د الوتکې دننه اټو پیلوټ کمپیوټر ته امر وکړي چې الوتکه په یو نژدې هوايي ډګر کې ښکته کړي."

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د شمالي کارولینا د ډیوک پوهنتون یو ساینسپوه مایکل کلامن فکر کوي چې د خوندیتوب کچه به نژدې یو شان وي.

"دا ريښتیا ده چې په ډېرو نادرو حالاتو کې پیلوټانو په قصدي توګه الوتکې راغورځولې ( یا يې جدي غلطۍ کړي)، خو داسې مثالونه هم شته چې پیلوټانو په خپل ابتکار سره ستونزې حل کړې او د مصیبتونو مخنیوی يې کړی.

د مثال په توګه د تېلو کمولو یا زیاتولو له لارې د الوتکې د انجن کنټرولول.

مایکل کلامن وايي د الوتکې ټولو سیستمونوته د مستقیم لاسرسي پرته ښايي له ځمکې نه د ځینو پېچلیو ستونزو تشخیصول ګران وي.

هغه خبرداری ورکوي چې له ځمکې د الوتکې کنټرولول به اسانه نه وي.

"په الوتکه کې دننه د پیلوټ پر څوکۍ کېناستل او د کړکۍ، د کمپيوټر له پردې او کنټرولونو له لارې ټول معلومات ترلاسه کول، او د الوتکې "احساسول" یوه باطله تجربه ده چې لیرې د سافټویر په مرسته د الوتکې الوزولو ډېر توپیر لري. په داسې حال کې چې د اوسنۍ ټکنالوژۍ په مرسته له لیرې نه د الوتکې کنټرولول ممکن دي، خو په الوتکه کې د "اوسېدو" په شان یو احساس درلودل او د ځمکې کنټرولونکو ته د الوتکې د پیلوټ د خونې سل په سلو کې ټول اطلاعات ورسپارل یوه ډېره سخته ستونزه ده."

د انځور حقوق Sirap Bandung/Wikimedia CC BY-SA 4.0
Image caption مساپر همدا اوس بې چلوونکو اوړګاډو ته خېژي

مساپر همدا اوس بې چلوونکو اوړګاډو ته خېژي

رابینسن باور لري چې له سوداګريزو الوتکو د پیلوټانو لیرې کول ښايي په تدریجي ډول وشي.

د مثال په توګه، د راتلونکو مساپر وړونکو الوتکو د الوت د کنټرول په اړه د اکراس ( Across) په نامه یوه اروپايي څېړندویه پروژه(Advanced Cockpit for Reduction Of Stress and Workload) په دې باندې فکر کوي چې څرنګه د الوتکې د کارکوونکو شمېر کم کړي او یواځې یو پیلوټ ولري.

د فلوریډا د ټکنالوژۍ د انسټیټوټ د هوايي چلند د علومو یو مرستیال پروفیسر، سکاټ وینټر وايي دوه لسیزې وړاندې، الوتکه کې د دريو پیلوټانو شته والی یو معیار و. خو اوس د دوو پیلوټانو شته والی معیار دی.

"زه فکر کوم د وخت په تېرېدو سره به پر دې ټکنالوژۍ د ګډون کوونکو باور زیات شي."

دی او رایس دواړه توصیه کوي چې د یو ښه پیل په توګه دې بې پیلوټه بار وړونکو الوتکې وازمایل شي، په بشپړ ډول دې باوري شي او په دې ترڅ کې دې خلک پر دې نظريې باور پیدا کړي چې الوتکې بې پیلوټه الوځي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د فضايي څېړنو اداره، ناسا، هم پر همدې ډول شیانو فکر کوي، چې د الوتکې کپټان پیلوټ به په الوتکه کې وي او یو بل کس به له ځمکې ورسره مرسته کوي.

دغه ځمکنی شخص به ۱۲ الوتکو سره مرسته کوي خو که کومه الوتکه ستونزه پیدا کړي نو خپل ټول پام به هغې ته اړوي.

د انځور حقوق iStock
Image caption تر ټولو ستره ننګونه به دا وي چې څرنګه پیسې ورکوونکي مساپر راضي کړي چې الوتکې ته وخېژي

تر ټولو ستره ننګونه به دا وي چې څرنګه پیسې ورکوونکي مساپر راضي کړي چې الوتکې ته وخېژي

رابینسن فکر کوي چې که دا کار پايله هم ولري، یوه ځورونکې اندېښنه به لا پاتې وي: چې کېدای شي بی پیلوټه الوتکه هک شي یعنې د کمپیوټري سیستم کنټرول يې یو بل څوک ترلاسه کړي.

د دې کار د مخنيوي لپاره باید ځمکني سیستمونه الوتکې سره د اطلاعاتو ډېر خوندي اړیکي او د پوځي کچې انټرنېټي امنیت ولري.

کلامن زیاتوي چې هم به وقایوي یا مخنیونکو او هم به بیارغوونکو اقداماتو ته اړتیا وي- چې د برید مخنیوی وشي اوکه د الوتکي کنټرول چا ترلاسه کړ بېرته به ورڅخه واخیستل شي.

رابینسن وايي بې پیلوټه الوتکه یا لېږدونکې وسیله ښايي د لوړې کچې مصنوعي ځیرکتیا یا پوهه ولري چې که کوم غیرعادي امر ورته وشي (د مثال په توګه ورته وویل شي چې ګړندۍ شه د ښار مرکز پرلور راکوزه شه) دا امر به تر هغو نه مني چې له خپلې هوايي لیکې چارواکو یا کوم انساني رهنما يې اجازه نه وي ترلاسه کړې."

ښايي په څو لسیزو کې، به تاسو د بې پیلوټه الوتکې په هغه ځای کې ناست یاست او چای به څښئ چې پخوا په کې د پیلوټ څوکۍ اېښودل شوې وه.

خو تر هغو پورې باید د الوتکې کپټان پیلوټ ته غوږ ونیسئ، سره د دې چې هغه به په یوې ډېرې ښې څوکۍ ناست وي خو تاسو دواړه به له کړکۍ نه بهر یوشان منظره وینئ.

اړونده مطالب

ورته مطالب