م. م د یمن ځانمرګی برید غندلی دی

یمن د انځور حقوق Reuters
Image caption دا له تېرې فبرورۍ راهیسې د عبدربه منصور عادي تر ولسمشر کېدا وروسته په یمن کې تر ټولو لوی خونړی برید دی.

په یمن کې امنیتي سرچینو ویلي چې پلازمېنه صنعا کې ځانمرګي برید لږترلږه ۶۳ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

ډېره مرګ ژوبله سرتېرو ته اوښتې ده.

په یمن کې د القاعدې اورپکو ویلي چې دا برید ددوی یوه کس کړی دی.

برید د پوځي پرېډ پرمهال شوی دی.

ویل کېږي چې برید کوونکي د پوځ یونیفورم اغوستی و، او خپل ځان یې د صنعا په یوه څلور لارې کې د پوځيانو په منځ کې والوځاوه.

برید د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې شوی دی.

په یوه ناتایید شوي راپور کې د وژل شوو کسانو شمېر ۹۶ ښودل شوی.

دا له تېرې فبرورۍ راهیسې د عبدربه منصور عادي تر ولسمشر کېدا وروسته په یمن کې تر ټولو لوی خونړی برید دی.

عیني شاهدانو ویلي چې د مړو غوښې یې په څلور لاره کې خورې ورې لیدلې دي.

د یمن یوه افسر امین الغباطي رویټرز ته ویلي چې"موږ پوځي پرېډ کاوه، ناڅاپه یوه لویه چاودنه وشوه. ګڼ کسان مو ووژل شول. موږ هڅه کوو چې مړي او ټپیان سمبال کړو."

نوموړی زیاتوي: "ځانمرګي برید کوونکي د پوځ دریشي اغوستې وه. هغه پرځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي وو. "

ویل کېږي چې د برید پرمهال د یمن دفاع وزیر نصر احمد او لوی درستیز د پرېډ تماشاځای کې وو، خو زیان نه دی ورته اوښتی.

روغتیايي سرچینو خبري رسنیو ته ویلي چې لږترلږه ۹۶ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

امریکایی

بل خوا، یمني امنیتي چارواکو ویلي چې ناپېژاندو وسله والو د هېواد په لوېديځ کې پر درو امریکايي پوځي ښوونکو ډزې کړې او یو یې ټپي کړی دی.

چارواکو ویلي چې پېښه د تېرې یکشنبې په ورځ سره سمندر ته څېرمه په الحدیده بندر کې شوې ده.

درې واکړه امریکایان په یوه ګاډي کې د اوسېدو هوټل ته څېرمه وو، وسله والو یې ګاډی درولی او ډزې یې پرې کړې دي.

ورته مطالب