د ایران انقلابي ګارد:"له اسراییلو سره جګړه حتمي ده"

د خپريدو وخت: 05:19 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391
جعفري

د ایران د انقلابي ګارد قومندان ویلي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه حتمي ده.

جنرال محمد علي جعفري د تېرې شنبې په ورځ ویلي، ددې جګړې وخت لاهم نه دی رارسېدلی.

دا څرګندونې جنرال جعفري په تهران کې له عراق سره د ایران د جګړې د دوه دیرشو کلونو د تېرېدو د یوې غونډې پرمهال کړې دي.

نوموړی وايي، اسراییل به په دغه کېدونکې جګړه کې دړې وړې شي؛ ځکه چې ایران له خپل دښمن سره جګړې ته پوره چمتووالی لري.

جعفري دا هم ویلي چې اسراییل باید د ګواښ له پړاوه تېر شي او پر ایران برید وکړي.

داسې اوازې دي چې د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې اسراییل غواړي پر ایران هوايي بریدونه وکړي.

خو دغه ایراني پوځي مشر ویلي چې "ددوی له ګواښونو دا څرګ لګېږي چې دوی له اسلام او د ایران له انقلاب سره دښمني لري، او دغه دښمني په پای کې پر جګړې بدلېدونکې ده."

هغه د ایران د محصلینو خبري اژانس ته پخپلو څرګندونو کې ویلي چې "موږ له دې کبله خپل دفاعي قدرت پیاوړی کوو، چې د برید په صورت کې له خپل ځانه دفاع وکړای شي، او له هغو هېوادونو سره هم همکاري کوو، چې زموږ مرستې ته اړتیا لري."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .