د نایجریا 'انصارو' ډلې ۷ یرغمل شوي وژلي

د خپريدو وخت: 09:45 گرینویچ - 10 مارچ 2013 - 20 کب 1391

نایجریايي ځواکونو د یرغمل شویو د خلاصون عملیات هم کړي وو.

د نايجريا (انصارو) اسلامي ډلې ويلي هغه اووه تنه يرغمل يې وژلي چې تېره مياشت تښتول شوي وو.

د (سايټ انټېلېجنس) په نامه څارګرې ډلې په راپور ورکړی چې (انصارو) پر انټرنېټ يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي د يوه ودانيز شرکت ۷ تنه کارکوونکي يې وروسته له هغه وژلي چې د نایجريا او برتانيا ځواکونو يې د ژغورنې هڅه وکړه.

په يرغملانو کې ۳ تنه لبنانيان، او ۴ نور يې بيا هر يو له بريتانيا، يونان، ايټاليا او فلېپين نه وو.

د نایجريا له لېګوس نه د بي بي سي خبريال (ټومي اولاډيپو) په خپل راپور کې وايي.

د (انصارو) توندلارې ډلې له لوري پيغام کې داسې انځورونه هم وو، چې د وژل شويو يرغملانو مړي ښيي، که څم سمدلاسه يې پخلی نه شي کېدی.

په تېره فبرورۍ کې ۹ تنه بهرني کارکوونکي وروسته له هغه ونيول شول وسله والو د نایجريا شمال باوچي ايالت کې د دوی پر اډه بريد وکړ.

انصارو بيا وويل دغه بريد دوی د هغه څه په غچ او کسات کې کړی چې د اسلام پر وړاندې د اروپايي هېوادونو وحشي کړه وړه وبلل.

د لبنانيانو ودانيز شرکت چارواکيو چې يرغملانو ورسره کار کاوه، ويلي د خپلو ملګريو په اړه هېڅ خبر نه لري.

د نايجريا د دفاع وزارت وياند محمد يېريمه د يرغملانو د ځای ځايګي او شرايطو په اړه د هر ډول پوهاوي خبره رد کړه.

"توندلارې ډلې چې د نایجريا په شمال کې فعاليت کوي، د دغه سيمې بېلابېلو برخو کې يې د زورزياتې فعاليتونه پيل کړي دي."

د نایجريا پوځ په ميډوګوري کې خپل پوځي عمليات کړي، چې وايي د بوکوحرام ډلې ۲۰ تنه جنګيالي يې وژلي دي.

دا يوه ورخ وروسته له هغه راځي چې ولسمشر ګوډلک جاناتن د خپلې دندې له پيل راهيسې د لومړي ځل لپاره د حالت بدلېدونکي دغه ښار ته ورغلی و.

توندلارې ډلې چې د نایجريا په شمال کې فعاليت کوي، د دغه سيمې بېلابېلو برخو کې يې د زورزياتې فعاليتونه پيل کړي دي.

۷ تنه فرانسويان لا تر اوسه د وسله والو په بند کې دي، چې د پولې بله غاړه کامرون کې تښتول شوي وو. باور دی دغه وسله وال د بوکو حرام توندلارې دلې غړي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .