سنوډن ایکواډور کې سیاسي پناه وغوښته

Image caption د ايرفلوټ هوايي شرکت الوتکه مسکو کې پر ځايي وخت ۱۷:۱۰ بجو راښکته شوه.

د ایکواډور د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه، چې د سي آی اي پخواني کارکوونکي اېډورډ سنوډن دغه هېواد کې د سیاسي پنا غوښتې.

بل لور ته د ویکیلیکس له لوري ویل شوي، چې اېډورډ به له خوندي لارې ایکواډور ته د سیاسي پنا غوښتو لپاره لاړ شي.

دغه راز ویل شوي، چې له نوموړي سره د ویکیلیکس ویکلانو او دیپلوماتانو یوه ډله هم شته.

له دې مخکې اېډورډ له هانګ کانګه د روسیې پلازمېنې مسکو ته ورسېد.د ايرفلوټ هوايي شرکت (SU213) الوتنې ايربس الوتکه مسکو کې پر ځايي وخت ۱۷:۱۰ بجو راښکته شوه.

د امريکا استخباراتو اېجنسۍ تښتېدلی اېډوارډ سنوډن له هانک ګانګ نه يوه الوتکه کې مسکو ته ورسېد.

خو فکر کېږي دی به مخکې له دې چې د کيوبا له لارې وېنزوېلا يا اېکواډور ته روانېږي، مسکو کې يوازې ټرانزېټ پاتې وي.

امريکا د جاسوسۍ تورونو پر سر له هانګ کانګ نه د ښاغلي سنوډن د سپارنې غوښتنه کوله.

هانګ کانګ ويلي واشنګټن د کس سپارنې اړينو غوښتنو پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

ښاغلی سنوډن، چې يو استخباراتي قراردادي و، په تېره مې کې وروسته له هغه هانګ کانګ ته وتښتېد چې د امريکا استخباراتو له لوري يې د انټرنېټ او ټليفونونو څارنې جزئيات خپاره کړل.

د ايرفلوټ هوايي شرکت (SU213) الوتنې ايربس الوتکه مسکو کې پر ځايي وخت ۱۷:۱۰ بجو راښکته شوه.

د (روسيه ۲۴) ټلوزيون ويلي ښاغلی سنوډن د روسيې ويزه نه لري، او دی به مخکې له دې چې د دوشنبې پر ورځ کيوبا ته والوځي، د شپې په هوايي ډګر کې پاتې کېږي.

د روسيې دغه هوايي شرکت يوې سرچېنې له خولې ويل شوي، چې له کيوبه نه به دی بيا وېزوېلا ته الوځي. دواړه هېوادونه باور دی چې امريکا له خوا سپارنې غوښتنې ته به غاړه کښې نه ږدي.

د هانګ کانګ په يوه حکومتي وينا کې راغلي چې " ښاغلى سنوډن له قانوني او عادي لارې يو درېيم هېواد ته سفر کړى دی."

ښاغلي سنوډن مخکې ويلي و چې هانګ کانګ کې به پاتې کېږي او د سيمه ييزو محکمو له لارې به امريکا ته سپارنې پرضد مبارزه کوي.

خو ماسکو ته يې تګ د هانګ کانګ چارواکو هغه سرخوږي ته د پاى ټکى کېښود چې اړوو امريکا ته د ښاغلي سنوډن استولو کې اوږده قانوني مبارزه وکړي.

ځيني شنونکي وايي هانګ کانګ ځکه داسېگام اوچت کړی چې له واشنگټن سره له ټکر ځان وژغوري.

د سي آی اې پخواني کارکونکي په دې گام سره، هغه اندېښنې هم پرځاى پاتې شوې چې ويلي يې وو، د امريکا څارگره اداره د هانگ کانگ او چين ډېرو مهمو ادارو څارنه هم ترسره کوي.

په هغه وينا کې چې ماسکو ته د ښاغلي سنوډن د سفر په اړه خپره شوې ده، د هانګ کانګ حکومت ويلي په رسمي توگه يې له امريکا غوښتي و چې هانګ کانګ کې د کمپيوټرونو د هک کولو په اړه ورته سپيناوى وکړي.

د شبنې په ورځ سپينې ماڼۍ له هانګ کانګ سره اړيکه ونيوله چې امريکا ته د ښاغلي سنوډن سپارلو چاره تنظيم کړي. خو هانګ کانګ وايي په دې اړه ورسپارل شوي سند د کسانو سپارنې په اړه د هانګ کانګ قوانينو غوښتنو ته ځواب نه ورکاوه .

پر اېډوارډ سنوډن د جاسوسۍ او حکومتي شتمنيو د غلا تورونه لګول شوي دي. ده بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين ته ويلي وو، چې د امريکا حکومت په پراخه کچه د انټرنېټ او ټيليفوني اړيکو څارنه کوي.

د محکمې اسنادو له مخې دی د واشنګټن په يوه فدرالي محکمه کې تورن وپېژندل شو او په لومړي پړاو کې د هغه د نيولو امر ورکړل شوی و. د دغو تورونو ډېره سزا لس کاله بند دی.