توپانونه د اقلیم بدلون راوستي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په برتانیا کې د څه د پاسه ۱۳۰ سېلابونو خبرداری ورکړل شوی.

د برتانیې د هوا پېژندنې اداره وایي په هېواد کې دسختې هوا او سیلابونو سبب په اقلیم کې د بدلون له امله دی.

د دې ادارې د مشرې جولیا سلینګو په وینا په برتاینا کې د بدلېدونکي اقلیم مانا داده چې د سېلابونو د راوتلو د دلایلو ټاکلی ځواب نه شته.

خو د دې په وینا ټول شواهد دا په ګوته کوي چې د اقلیم له بدلون سره تړاو شته.

په برتانیا کې د څه د پاسه ۱۳۰ سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداري ورکړل شوي دي.

په دغو کې ژوند ته خطرناک سېلابونه هم شته.

په ۲۰۱۲م کال کې یوازې نهه سېلابونه راوتلي وو. سږنیو سېلابونو تر ۵۰۰۰ زیات کورونه وړي دي.

د برتانیې د چاپېریال اداره وایي د سېلابونو په مخکې جوړو شوو خنډونو شاوخوا یونیم میلونه کورونه خوندي کړي دي.

د هوا پېژندنې د رپوټ خپرېدو په درشل کې چې د ایکالوژۍ او هایدرولوژۍ مرکز خپور کړی، مېرمن جولیا وویل برتانیا په تېرو ۲۴۸ کلونو کې له تر ټولو زیاتو بارانونو سره مخ شوې ده.

هغه وایي د کال په دې موسم کې یې د دا شان هوا تمه یې لرله خو داتمه یې نه وه چې دومره زیات او اوږده بارانونه دې وشي او د سمندرڅپې دې په دې کچه را پورته شي.

د نوموړې په وینا دا یو بېخي غیر عادي حالت دی.

هغه وایي موږ له ۱۷۶۶ کاله راهیسې پېښې ثبت کړې دي او د سږ کال په څېر هېڅ داسې څه پکې نشته.

موږ دا نه شو ویلی چې دا بې سارې ده خو دا حالت ا ممکن دی.

رپوټ په شمالي امریکا او اروپا کې وروستۍ سخته هوا په شمالي او ارام سمندرونو کې له توپانونو سره تړي.

همدې په جنوب ختیځه اسیا او سیمه کې هوا بدله کړه.

په رپوټ کې راغلي چې له نړیوالې تودوخې سره چې د انسان په لاس رامنځ ته کېږي، تړل د دې غوښتنه کوي چې د اقلیم د بدلون په اړه اغېزناکې بېلګې رامنځ ته شي او له بارانونو سره د دوی تړل په ګوته شي.

دا بېلګې اوس شته او ژر تر ژره به د راتلونکو سیلابونو په مخنیوي کې ګټه ترې واخېستله شي.

د برتانیې لومړی وزیر دېوېد کامېرون وایي هېواد یې باید د سختې هوا بلې څپې ته تیاری ونیسي.

نوموړي وویل فکر کوي چې وروستي توپانونه چې د برتانیا پر ځینو برخو راغلي وو او د شمالي امریکا سخته هوا په نړیواله کچه د تودوخې له بدلون سره تړاو لري.

خودا دلیل د محافضه کار ګوند او پارلمان ځینې غړي نه مني.

د چاپېریال ساتنې ډلې خبر داری ورکوي چې د اقلیمي بدلون مسله جدي ده او باید په جدي توګه پام ورته وشي.

ورته مطالب