هندیان په مهمو ټاکنو کې رایې ورکوي

د انځور حقوق bbc
Image caption په ډهلي کې د ګاندي کورنۍ غړو، د کانګرس ګوند مشري سونیا ګاندي، د هغې زوی، د ګوند مرستیال مشر راهول او لور یې پرینکا هم خپلې رایې وکارولې.

په میلیونونو هندیانو د عمومي انتخاباتو په لومړۍ ورځ چې واکمن کانګرس ګوند په کې له مخالف بي جي پي سره سخته سیالي لري، رایې ورکړه.

د پلازمېنې ډيلي او اتراپردېش، کیرالا، مهاراشترا او اوډیشا په څېر مهمو ایالتونو په ګډون په ۱۴ ایالتونو کې د ۹۱ څوکیو لپاره رایه اچونه پیل شوه.

د هندوستان په ټول ټاکنو کې رایه اچونه په څو پړاوونو کې ترسره کېږي چې لومړی هغه یې د تېرې دوشنبې په ورځ پیل شو.

هندوستان کې به د رایې اچونې بهیر د مې میاشتې تر ۱۲ نیټې دوام وکړي او رایې به د مې په ۱۶ نېټه وشمېرل شي.

په هندوستان کې څه باندې ۸۱۴ میلیونه وګړي د رای اچونې پر شرایطو برابر دي.

په سږنیو ټاکنو کې مخکښ ګوندونه د عام ادمي په نامه ګوند له خوا چې تېر کال په سیمه ییزو ټاکنو کې ښه وځلېد، له ننګونې سره مخامخ دي.

دغه راز یو شمېر نور سیمه ییز ګوندونه هم په سیالۍ کې ښکېل دي او داسې برېښي چې هېڅ یو ګوند به پراخ اکثریت خپل نه کړي چې د حکومت د جوړولو لپاره ډېر اړین دی.

د هندوستان د انتخاباتو د کمېسیون چارواکي وايي چې د پنجشنبې په ورځ (د اپریل ۱۰مه) به ۱۱۰ میلیونه کسان خپلې رایې وکاروي.

رپوټونه وايي چې په ډیلي، بیهار، کیرالا او اتراپردېش کې په ډېرې لېوالتیا خلکو خپلې رایې وکارولې.

په ډيلي کې د ګاندي کورنۍ غړو، د کانګرس ګوند مشري سونیا ګاندي، د هغې زوی، د ګوند مرستیال مشر راهول او لور یې پرینکا هم خپلې رایې وکارولې.

په اتراپردېش کې خلکو په لېوالتیا او خوښیو سره په ټاکنو کې برخه واخیسته.

د پارلمان ۸۰ څوکۍ د همدې ایالت کاندیدانو ته ځانګړې شوې دي.

دغه راز په کیرالا کې هم په ټاکنو کې د خلکو ګډون پراخ و.

په دغه ایالت کې د نارینه رایې ورکوونکو په پرتله د ښځینه رایې ورکوونکو شمېر ډېر دی.

د یادونې وړ ده چې د ټاکنو د امنیت لپاره زرګونه پولیس او نیمه پوځي ځواکونه ځای پرځای شوي دي.

ورته مطالب