دبلیو ایچ او:"مالي کې ايبولا له کنټروله وتو ته مه پرېږدئ"

د انځور حقوق AP
Image caption اغيزمن شوي خلک خپل چلند بدلوي، د خلکو د درملنې وړتيا لوړه شوې او د ملګرو ملتونو سيستم په بشپړ ډول ګرځند دی

د روغتیا د نړیوال سازمان مشرې مارګرېټ چان په مالي کې د ایبولا ناروغۍ د خپراوي په اړه خبرداری ورکړی دی.

نوموړې په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته ویلي، مخکې له دې چې په دغه هېواد کې د ایبولا خپرېدل له کنتروله ووځي، باید مخه یې ونیول شي.

د مېرمن چان په وینا، په دغه هېواد کې هغه ۵۰۰ کسان تر روغتیايي څار لاندې دي، چې په ایبولا له یوه اخته ملا سره په اړیکه کې وو.

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون دغه کنفرانس ته وويل، درې داسې دلايل شته چې د ايبولا کنټرولېدو کې هيله بښونکي دي.

لومړی دا چې اغيزمن شوي خلک خپل چلند بدلوي، دويم دا چې د خلکو د درملنې وړتيا لوړه شوې او دريم اوس د ملګرو ملتو سيستم په بشپړ ډول ګرځند شوی دی.

له بلې خوا د لایبېریا پولیسو اعلان کړی، چې د نومبر له ۲۹ نېټې به تر هغې پورې خپلې ټولې ساحلي سیمې د خلکو پر مخ بندې کړي، چې دغه هېواد له ایبولا نه پاک شوی نه وي.

دغه نېټه د لایبېریا د اوږد مهالي ولسمشر ویلیم ټبمین د زېږېدو د کلیزې په تړاو د عمومي رخصتۍ ورځ ده.

د انځور حقوق b
Image caption اېبولا د خپلو ناروغانو په سلو کې نږدې ۹۰ تنه وژني

پوليسو ويلي که هر څوک سمندر غاړو ته ولاړ شي دا له حکم نه سرغړونه بلل کېږي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.

په دغه هېواد کې ایبولا ناروغۍ کابو ۳۰۰۰ کسان وژلي دي.

اېبولا د خپلو ناروغانو په سلو کې نږدې ۹۰ تنه وژني، او په یوې هیښندې چټکۍ د وګړو ترمنځ خپرېږي.

له اېبولا څخه بله راپېښه ترهه دا ده چې په دې وژونکې ناروغۍ اخته وګړي په ډېر دردونکي مرګ مري.

د ژوندانه وروستۍ شېبې یوازې او له کورنۍ نه بېلې تېروي.

د مخنیویز یا وقایوي درملګرۍ د لارښونو سره سم باید په اېبولا ککړ ناروغان قرنطین، او له نورو وګړو جلا وساتل شي.

له مړینې نه وروسته هم خپلوان د جنازې سره ډېر وخت نه شي تېرولی، ځکه چې د مړو جسدونو نه د ناروغۍ د خپرېدو شونتیا ډېره لوړه وي.

د انځور حقوق b
Image caption ډېرو کارپوهانو په ورته ګامونو باندې نیوکه کړې او دا یې د ستونزې اساسی حل نه دی بللی

باید د اېبولا مړي دې ډېر ژر ښخ شي، او له هغو کلتوري او مذهبي دودونو نه دې ډډه وشي چې د مړي مینځل، ښکلول، او جسد پورې لګېدلو ته په کې اړتیا وي.

دا د ډېرو وګړو لپاره له عاطفي پلوه ډېره ځورونکې ده.

ځینو هېوادونو پخپلو هوایي، سمندري او ځمکنیو پولو باندې داسې کتنځایونه پرانیستي چې له اغېزمن شویو هېوادونو نه رارسېدونکي مساپرو کې د یو شمېر پوښتنو او کتنو په مټ د اېبولا د نښو نښانو پلټنه کوي.

ډېرو کارپوهانو په ورته ګامونو باندې نیوکه کړې او دا یې د ستونزې اساسی حل نه دی بللی.

ورته مطالب