افغان ولسمشر له خپل امریکايي سیال سره ولیدل

Image caption که څه هم په افغانستان کې د فساد او نشه يي توکو په ګډون ګڼې ستونزې شته خو ولسمشر غني غواړي ثابته کړي چې د امریکا د یوه ښه ملاتړي وړتیا لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې پر ورځ (مارچ ۲۴م) په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې د دواړو مشرانو پر وړاندې تر ټولو مهمه پوښتنه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالویش دی.

ولسمشر اوباما هڅه کوي د خپل افغان سیال په همکارۍ پر خپله هغه ژمنه عمل وکړي چې ویلي وو د خپلې واکمنۍ تر پایه به په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوي.

د امریکا له ولسمشر سره د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي اړیکې د هغه د واک په وروستیو کلونو کې خورا ترېنګلې وې او که له نوي افغان مشرتابه سره په اړیکو کې بدلون و نه لیدل شي نو افغانستان کې بیا د تېر په څېر د ترهګرۍ وېره لیدل کېږي.

که څه هم په افغانستان کې د فساد او نشه يي توکو په ګډون ګڼې ستونزې شته خو ولسمشر غني غواړي ثابته کړي چې د امریکا د یوه ښه ملاتړي وړتیا لري.

د ښاغلي غني تر ټولو مهمه هڅه دا ده چې افغانستان کې د اسلامي دولت اورپکې ډلې ګواښ او په پسرلي کې د نورو مخالفینو فعالیتونو ته په پام سره ښاغلی اوباما په دې قانع کړي چې افغانستان کې خپل ځواکونه له ټاکل شوې مودې ور اخوا هم وساتي.

افغان ولسمشر په دې اړه وویل: "موږ دا نه وایو چې امریکا زموږ لپاره څه کولی شي. موږ غواړو ووایو چې افغانستان د ځان او نړۍ لپاره څه کولی شي".

خو د داوړو مشرانو تر منځ تر دغې کتنې مخکې لا چارواکي په دې اند وو چې امریکا به خپل شاخوا ټول ۹۸۰۰ سرتېري لږترلږه تر راتلونکې کاله دغه هېواد کې وساتي. اصلي پلان دا و چې باید د ۲۰۱۵ کال تر پایه د امریکايي سرتېرو شمېر ۵۵۰۰ ته کم کړای شي.

تمه ده په جلال اباد او کندهار کې د امریکا د اډو د راتلونکې په اړه هم خبرې وشي.

داسې ښکاري چې د امریکا پوځي مشران د ښاغلي غني له هغه سپارښتنې سره یوه خوله دي چې باید دغه اډې سملاسي و نه تړل شي.

ولسمشر غني د خپل واک له پیله هڅه کړې چې امریکا سره ښې اړیکې ولري او له لوړې یوازې څو ورځې وروسته یې هغه امنیتي تړون لاسلیک کړ چې پخواني ولسمشر حامد کرزي یې د نه امضا کولو پرېکړه کړې وه.

ورته مطالب