پاکستان د یوه خبریال له هېواده بهر ته پر تګ "بندیز لګولی"

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان د لومړي وزیر دفتر درې ځله دغه خبرې رد کړې وې او يو ځل خو يې ان دا هم ویلي، چې لومړي وزیر نوازشریف اړونده چارواکو ته امر کړی، چې د دغه خبرو د افشا کوونکو کسانو پر ضد دې قانوني کار وشي

د پاکستان د انګلیسي ژبې تر ټولو لويې ورځپاڼې یو خبریال سیریل الميډا وايي، د دغه هېواد واکمنو د ده پر بهر ته تلو بندیز لګولی دی او د هغه نوم يې د هغو کسانو په لست کې شامل کړی، چې له هېواده بهر تګ نشي کولی.

سیریل الميډا څو ورځې وړاندې په یاده ورځپاڼه کې یو راپور لیکلی و، چې په کې د پاکستان د سیاسي او عسکري مشرتابه د یوې ځانګړې غونډې دننه خبرې يې افشا کړې وې.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر لږ تر لږه درې ځله دغه خبرې رد کړې وې او يو ځل خو يې ان دا هم ویلي، چې لومړي وزیر نوازشریف اړونده چارواکو ته امر کړی، چې د دغه خبرو د افشا کوونکو کسانو پر ضد دې قانوني کار وشي.

ډان: ترهګرو سره مبارزې پرسر نوازشریف او پوځ لفظي شخړه کړې

خو دا يې په ډاګه نه دي ویلي، چې دا قانوني ګام به خپله د هغو چارواکو پر ضد اخیستل کېږي، چې خبریال سیریل الميډا ته يې خبر ورکړی و او که د خبریال پر ضد.

سیریل الميډا د اکتوبر په اوومه نېټه په ډان ورځپاڼه کې په خپل راپور کې کښلي وو، چې د پاکستان سیاسي واکمنو د دغه هېواد پوځ ته برملا ویلي، چې یا د ترهګرو ملاتړ پرېږدئ او یا بیا په نړیواله کچه ځان یواځيتوب ته تیار کړئ.

ددغه راپور له مخې د سیاسي او عسکري مشرانو تر منځ د لوړې کچې په یوه غونډه کې د پاکستان د پنجاب ایالت مشر وزیر شهبازشریف د څارګرې ادارې ای ایس ای مشر جنرال رضوان اختر ته په فوق العاده توګه ویلي، د پاکستان څارګرې ادارې باید د جیش محمد، لشکرطیبه او حقاني شبکې پر ضد له زړه ګام پورته کړي او که يې ولسي امنيتي ارګانونه پر ضد عمليات کوي، نو باید څارګرې ادارې د ترهګرو پر ځای د دې امنيتي ارګانونو ملاتړ وکړي.

د انځور حقوق Twitter
Image caption پر ټويټر د سیریل الميډا ليکلي چې ما ته ويل شوي چې زه په هغه لست کې يم چې له هېواده د وتلو اجازه نه لري

په دغه راپور کې مخکې ویل شوي وو، چې د پاکستان سیاسي واکمنو پوځ ته په خبرو کې زیاته کړې، چې که د دغو ترهګرو ډلو پر ضد ګام نه پورته کوئ بیا په نړیواله کچه یوازیتوب ته ځان چمتو کړئ.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په همغه ورځ دغه بیان ناسم وباله او په دغه راپور کې شوې خبرې يې بې بنسټه یادې کړې وې.

د ډان ورځپاڼې دې خبریال تېره شپه پر خپله ټېوټر پاڼه ولیکل، "ماته ویل شوي او ثبوت راکړل شوي، چې زما نوم يې د هغو کسانو په لست کې اچولی، چې له هېواده بهر نشي وتلی.

ډان ورځپاڼې د خپل خبریال د دغه راپور کلک ملاتړ اعلان کړی او وايي، د دغه راپور له خپرولو وړاندې يې څو څو واره له بېلابېلو سرچینو د دغه راپور کره والی و ارزاوه او هغه څه چې په دغه راپور کې کښل شوي، سم او کره معلومات دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان لومړۍ وزير د پوځ له مشر راحېل شريف سره

له دې سره د خبریال سیریل الميډا په حق او د پاکستان د واکمنو پر ضد پر خواله رسنیو سخت غبرګون ښوول شوی او د دغه هېواد په شمول د نړۍ یو شمېر خبریالانو د پاکستاني حکومت دغه ګام غندلی او دا يې د رسنیو پر ازادۍ وار ګڼلی دی.

پاکستان چې په کې له مودې راهیسې ازاده خبریالي کول ستونزمنه ګڼل کېږي او د دغه هېواد پر څارګرو ادارو د خبریالانو د ځورولو، شکنجه کولو او وژلو تور پورې کېږي.

اړونده مطالب