هر کال په ميليونو چڼچڼکې له اروپا د ژمي تېرولو په موخه افريقا ته ځي

هر کال په ميليونو چڼچڼکې له اروپا د ژمي تېرولو په موخه افريقا ته ځي

هر منی په سلګونه مېلېونه چڼچڼکې له بریتانیا او اروپا د ژمي تېرولو لپاره افریقا ته الوځي.

له دغو مرغانو ډېری یې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

اټکل کېږي د مدیترانې د سمندرګي پر شاوخوا ۲۵ مېلیونه یې ښکاریان وژني.

بي بي سي په یوه ټاپو کې د بريتانيا شاهي هوايي ځواک یوې اډې ته ورغلې وه، چې بريتانوي پوليس په کي د مرغانو ساتلو مرکزي چارې ترسره کوي.