د کینیا نجونې او د راتلونکي په اړه یې نظر

جیریمي تان او ایلا ډیکسون د کوچنیو نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت کینیا کې د هغو نجونو ژوند ته کتلي، چې بیوزلۍ کې لویږي.

سیانتا ۱۳ کلنه

د انځور حقوق Jeremy Tan & Ella Dickinson

د غوا له لوشلو او لوښو وینځلو وروسته د کور نورې چارې تر سره کوم او هغه مهال خواشینې شم، چې دغو کارونو کې د ښوونځي کورنۍ دنده رانه پاتې شي. زموږ ټولنه کې اوس ډېر خلک پوهېږي، چې په کم عمر کې د نجونو ودول مناسبه چاره نه ده، خو ځینې لا هم شته، چې دغه دود پالي. زه غواړم له لوړو زده کړو وروسته ډاکټره شم او هیله مې دا ده، چې د خپلو رنځورو هېوادوالو درملنه وکړم. زه به هڅه کوم د ماشومانو نجونو د ودونو مخنیوی وکړم او د نجونو لپاره به لیلیه لرونکي ښوونځي رغووم.

بیاتریکي ۱۶ کلنه

د انځور حقوق Jeremy Tan & Ella Dickinson

زما مور، پلار کرونده ګر دي، موږ په یوه کور کې ۱۴ کسان اوسېږو. له همدې کبله چې زموږ کور کې ګڼه ګوڼه ده، نه شم کولای په کراره خپله کورنۍ دنده تر سره کړم. زه د کورنۍ دندې لیکلو لپاره د ګاونډیانو کور ته ځم. زما د کورنۍ کسان لیک لوست ته په ښه سترګه نه ګوري. زه غواړم لور مې لیک لوست وکړي، چې یو مناسب کور ولري، هغه به یوه مناسبه بستره کې خوب کوي، چې د غوا له پوټکي جوړ شوی وي او هغه به یوه ښه ښوونځي ته ځي.

ابیګایل ۱۶ کلنه

د انځور حقوق Jeremy Tan & Ella Dickinson

خپل نوي لوی کور ته د تلو ورځ مې ښه په یاد ده. هغه ورځ موږ ټول خوښ وو. خو هغه ورځ مې هم په یاد ده، چې مور، پلار مې له ورور سره په کور کې یوه اونۍ یوازې پرېښودم او دوی مې د نیکه کور ته لاړل. د نجونو سنتول یوه ناوړه پدیده ده. کېدای شي یوه نجلۍ له دې کبله ژوند له لاسه ورکړي. زه غواړم داسې نړۍ کې ژوند وکړم، چې د نجونو سنتول په کې دود نه وي او زما لور سنت نه شي.

ریچل ۱۶ کلنه

د انځور حقوق Jeremy Tan & Ella Dickinson

زه غواړم ښوونکې شم، دې سره به وتوانیږم پر خپلو پښو ودرېږم. زموږ ټولنه کې د ښځو رول ډېر محدود دی. دوی ماشومان زېږوي او د ټولنې دود دستور ته غاړه ږدي. زه فکر کوم نجونې د زده کړو له لارې کولای شي پر ځان باور ومومي.

تالاش ۱۶ کلنه

د انځور حقوق Jeremy Tan & Ella Dickinson

زما ژوند کې په زړه پورې شېبه هغه وه، چې په ملي کچه د ځغاستلوبو سیالۍ ته نومانده شوم. فکر کوم کې یوه نجلۍ ځان ته د ژوند هدف وټاکي ډېر پرمختګ کولای شي. پوهیږم دلته او په ټوله نړۍ کې د نجونو او هلکانو د زده کړو تر منځ انډول برابر نه دی. زه غواړم راتلونکي کې نجونې او هلکان په مناسب چاپیریال کې وده وکړي. فکر کوم یوازې په هغه صورت کې به دا نړۍ د اوسېدو لپاره خورا مناسب ځای وي.

سایونو ۱۴ کلنه

د انځور حقوق Jeremy Tan & Ella Dickinson

زما لپاره هغه ورځ نه هېرېدونکې ده، چې د مور او پلار له مړینې وروسته د انا کور ته له دوو وروڼو او خویندو سره یو ځای د اوسېدو لپاره راغلم. دغه سیمه مې ځکه خوښه ده، چې خلک یې له یوه بل سره مرسته کوي. د ماشومانو له زېږېدو وروسته دوی میلمستیا کوي او ټول په ګډه خوښي لمانځي.

عکاس جیریمي تان، چې استرالیا کې زېږيدلی وايي، له نجونو مو وپوښتل چې دوی خپل عسکونه څه ډول غواړي او په دې برخه کې مو یو شمېر لارښوونې درلودې. له دوی مو وغوښتل، چې عسکونو کې یې باید د شخصیت په اړه انځور ولیدل شي.

کارول ۱۴ کلنه

د انځور حقوق Jeremy Tan & Ella Dickinson

مور مې ناروغه وه، ځکه مې نه شوای کولی ښوونځي ته لاړه شم، خو اوس دلته نیروبي کې له خپلې ترور سره اوسېږم او ښوونځی ته ځم. د تاریخي کتابونو لوست او دغه راز د کېسو کتابونه په مینه لولم. زه غواړم خبریاله شم او د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړم. زه باوري یم، چې د نارینه وو په څېر ښځې هم کولای شي د دغه هېواد مشرتوب وکړي.

ایستهر ۱۴ کلنه

د انځور حقوق Jeremy Tan & Ella Dickinson

زما پلار سوداګر دی، مور مې یوه هوټل کې پخلی کوي، دلته غله ډېر دي، یوه ورځ یې زموږ کور کې یو ډول ګاز وکاراووه، چې موږ یې بې هوښه کړو او زموږ ټلویزیون یې غلا کړ. یو مهال دلته خلکو د برېښنا له مزو غلا کوله، چې له کبله یې اور ولګېد او کورونه وسوځېلدل. موږ له کوره بهر شپې تېرېدو ته اړ شوو. دا سیمه د ماشومانو لپاره مناسب ځای نه دی. خو د زده کړو له لارې موږ کولای شو، خپل چاپیریال کې بدلون راولو.

والارې ۱۳ کلنه

د انځور حقوق Jeremy Tan & Ella Dickinson

زما مور دلته د کور په چارو کې د یوې مرستندویې په توګه دنده وموندله او موږ هم دلته نیروبي ته د اوسېدو لپاره راغلو. زه دلته خوښه یم. کور، کلي مې نه یادېږي، دلته ډېر دکانونه دي او تل ګڼ خلک ګرځي راګرځي. یوه ستونزه دا ده، چې کله باران کېږي د کور چت مو څاڅي او هر څه لمدوي. غواړم ډاکټره شم او له اړمنو سره مرستې وکړم او دا یوازې د زده کړو پر مټ شوني کېدای شي.

ماري ۱۴ کلنه

د انځور حقوق Jeremy Tan & Ella Dickinson

زه ماتهاري کې زېږېدلې یم او ۲۰۰۷ کال له ټاکنو وروسته، چې تاوتریخوالی پیل شو، مور مې د ترور کره بوتلم چې کوم زیان راته و نه رسېږي. هغه نجونې چې فکر کوي ښایسته نه دي، ښايي تل وځوریږي، خو هغه چې فکر کوي ښایسته دي، فکر کوي، یو څه کولای شي، خو اساسې خبره دا ده، چې اصلي ښایست په زړونو کې دی.

اړونده مطالب