"یمن کې د ویر پر مراسمو هوایي برید دې وڅېړل شي"

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه رید چې په تېرو دوو کلونو کې د دغې جګړې تر ټولو خونړی هغه دی، قربانیان یې تر ډېره ولسي وګړي وو

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون یمن کې د ویر مراسمو کې پر ملکي خلکو بمباري "بې رحمه برید" بللی او د بشپړ څېړنو غوښتنه یې کړې ده. په دې برید کې لږ ترلږه ۱۴۰ کسان ووژل شول.

هم مهاله بي بي سي موندلې چې سعودي عربستان په غیرعلني توګه منلې چې د دغه هېواد په مشرۍ ایتلاف یوې الوتکې د شنبې په ورځ د یمن پلازمېنې صنعا کې د ماتم پر مراسمو بمباري کړې ده.

ښاغلي بان کي مون وویل "دا یو پېژندل شوی ټولنیز مرکز و. سیمه له کورنیو او ماشومانو ډکه وه. پر هغو خلکو بمباري چې د خپلو خپلوانو پر مړینې ویر کوي د غندلو دی."

یمن کې پر جنازه د هوایي برید قربانیان له ۱۴۰ ډېر شول

د يمن جګړې ولسي زيانونه

"افغان ځوانان يمن ته د جګړې لپاره استول کېږي"

هغه وویل، د سعودي په مشرۍ هوایي بریدونو "یمن کې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې او د دغه هېواد ډېر روغتیایي تاسیسات او نور مهم ملکي بنسټونه یې له منځه وړي دي."

بان کي مون زیاته کړه، "له سیمې لومړني راپورونه ښيي چې دا برید هم د [عربستان په مشرۍ] د ایتلاف برید و."

هغه وویل: "په دغه کړکېچ کې نورو تاوتریخوالو ته په کتو، هرډول توجیه ناسم ښکاري. ښکېلې خواوې نشي کولی د دغې جګړې تر دوړو لاندې ځانونه پټ کړي. زموږ د سترګو پر وړاندې د انسان په لاس یو ناورین رامنځته کېږي."

نوموړي ویلي، "دا خونړی برید باید په بشپړ ډول وڅېړل شي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان وړاندې په یمن کې د بشري حقونو او انسان دوستانه قوانینو د نقض په تړاو د یوه خپلواک نړیوال بنسټ جوړېدو غوښتنه کړې وه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بي بي سي خبریال فرانک ګارډنر وایي؛ سعودي عربستان د بریتانیا په غوښتنه د دغه برید په څېړنو کې ګډون منلی دی

ښاغلي مون وویل، د یمن ۲۰ میلیونه خلک چې د دغه هېواد ۸۰ سلنه نفوس جوړوي بشري مرستو ته اړ دي.

د شنبې ورځې برید چې په تېرو دوو کلونو کې د دغې جګړې تر ټولو خونړی هغه دی، قربانیان یې تر ډېره ولسي وګړي وو.

تر ۵۰۰ ډېر نور کسان په دغه برید کې ژوبل شول. ویل کېږي چې تر لومړي برید وروسته چې مرستندویه ډلې سیمې ته ورسېدلې، پر همغه ځای بیا بمباري وشوه.

د بي بي سي خبریال فرانک ګارډنر وایي؛ سعودي عربستان د بریتانیا په غوښتنه د دغه برید په څېړنو کې ګډون منلی دی.

زموږ د خبریال په خبره، د شنبې ورځې برید دومره خونړی و چې بریتانیا په یوه غیرعادي توګه په څېړنو کې پر ګډون ټینګار کړی دی.

د بریتانیا دولت یوه چارواکي ویلي؛ د عربستان پر څېړنو د څارنې لپاره د وکیلانو او پوځي څېړونکو یوې ډلې استول ارزوي.

ورته مطالب