د افغانستان په ګډون د نړۍ په لرو بر کې له هرو اوو ثانیو وروسته یوه کم عمره نجلۍ ودېږي

افغانستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان هم په هغو هېوادونو کې شامل دی، چې کم عمره نجونې په ودېږي

د خیریه ټولنې سیف د چلډرین په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په لر او بر کې له هرو اوو ثانیو وروسته یوه نجلۍ، چې عمر یې له ۱۵ کلنۍ کم وي ودیږي. څېړونکي وايي ان تر۱۰ کلنۍ پورې نجونې هم ودیږي، چې دې سره یې د زده کړو مخه نیوله کېږي او پرې جنسي تېري او ورسره کورونو کې زور زیاتي ته لاره هواریږي.

رپوټ کې بیوزلي، بشري ناورینونه او کړکېچونه په کم عمرۍ کې د نجونو د ودونو لوی لاملونه بلل شوي دي. دغه راز ویل شوي، چې دغه ډول ډېری ودونه په افغانستان، یمن، سومالیا او هند کې دود دي.

د سیف د چلډرین یوه مشره هیلي تهورنینګ شمېدت وايي "په کم عمرۍ کې د نجونو ودول د هغې د ژوند پر هر پړاو اغیز کوي، د زده کړو مخه یې نیوله کېږي او د یو ماشوم په توګه یې د ودې او د بنسټیزو حقونو تر لاسه کولو مخه نیوله کېږي. "

نوموړې زیاتوي "هغه نجونې چې ژر ودیږي، د کورني تاوتریخوالي او جنسي ځورونې له ډېر احتمالي خطر سره مخامخې کېږي. دوی مېندوارې کېږي او د ایډز په ګډون د جنسي اړیکو له لارې د لېږدېدونکو ناروغیو له ډېر احتمالي خطر سره مخامخیږي. "

'د افغانستان دولت دې د کم عمره او اجباري ودونو مخه ونیسي'

غور: ۴۰ کلن سړی نیول شوی، چې له اووه کلنې نجلۍ سره د نکاح ادعا یې کړې

افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودېدو د مخنیوي هڅې

رپوټ کې د نجونو په توګه د ژوند سختو شرایطو ته پام سره د هېوادونو نوملړ ترتیب شوی دی، چې چاډ، نایجر، د مرکزي افریقا جمهوریت، مالي او سومالیا د دغه نوملړ په سر کې یاد شوي دي.

رپوټ کاږي، هغه نجونې، چې د بحرانونو له کبله اغېزمنې شوې دي په کم عمرۍ کې د ودېدو له ډېر احتمالي خطر سره مخامخ وي. دوی دغه راز وايي کډوالې کورنۍ له بیوزلۍ او جنسي استثمار نه د ژغورنې په موخه خپلې نجونې ژر ودوي.

رپوټ کې د سوریې د هغې کډوالې نجلۍ یادونه شوې، چې د سحر په مستعار نوم یاده شوې او وايي په ۱۳ کلنۍ کې یوه ۲۰ کلن سړي ته واده شوې وه. اوس چې دغه نجلۍ ۱۴ کلنه ده له دوو میاشتو راهیسې مېندواره ده.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption بیوزلي او بشري ناورینونه د ماشومانو ودولو لوی لاملونه بلل شوي

سیف د چلډرین د نوموړې له قوله ویلي "د واده په ورځ مې فکر کاوه دا به یوه ښه ورځ وي، خو داسې نه وه، دا یوه غمګینه ورځ وه، له خواشینۍ یوه ډکه ورځ! زه رښتیا د ماشوم درلودو له کبله نیکمرغه یم، خو زه خپله یوه ماشومه یم، چې بل ماشوم پالي. "

"کم عمره نجلۍ سره واده کوونکی به زنداني شي"

د افغانستان بشري حقونو کمیسیون د ماشومانو د ودونو زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی

''له ماشومانو سره باید تاوتریخوالی بند شي''

رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې سیرالیون کې د ایبولا وبا خپرېدو په څېر ناورینونو له کبله هم نجونه ځوریږي، ځکه ښوونځي یې تړل کېږي او د ۱۴۰۰۰ کم عمره مېندوارو نجونو په اړه رپوټونه ورکړل شوو.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان اداره یونیسیف واي، اوس په کم عمرۍ کې د واده شویو نجونو شمېر ۷۰۰ میلیونو ته رسېږي، خو دوی اټکل کوي، چې په ۲۰۳۰ کې به دغه شمېر ۹۵۰ میلیونو ته ورسېږي. سیف د چلډرین دغه رپوټ د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت خپور کړی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب