ډونلډ ټرمپ: د جنسي ځورونې تورونه 'په بشپړه توګه درواغ' دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ ویلي؛ رسنیو له هېلیري کلنټن سره لاس یو کړی چې دی مات کړي

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونلډ ټرمپ د ښځو جنسي ځورونې وروستي تورونه رد کړي او هغه یې 'په بشپړه توګه درواغ' بللي دي.

تېره ورځ یو شمېر ښځو له څو امریکایي رسنیو سره خبرو کې، هر یوه ادعا کړې چې ښاغلي ټرمپ په بېلابېلو وختونو کې له هغوی سره ناسم چلند کړی او پرته له دې چې هغوی راضي وي، په جنسي موخه یې لمس کړي دي.

ډونلډ ټرمپ ویلي؛ دغو ښځو چې هغه یې تورن کړی، "ډېر بد درواغجن" دي او دا ټولې خبرې، دده پروړاندې د هغې د سیالي هېلیرې کلنټن او رسنیو توطیه ده.

د جمهوریپالانو نوماند په تېرو ورځو کې د سپکو خبرو فلم خپرېدو وروسته چې په هغې کې د ښځو جنسي اندام لمس کولو او د یوې مېړه لرونکې ښځې بې لارې کولو په اړه په ویاړ خبرې کوي، د خپل ګوند مهمو څېرو له منفي غبرګون سره مخ شو.

د جمهوریپال ګوند لوړپوړي غړي پال رایان ویلي؛ نوره به یې هڅه دا وي چې په کانګرس کې د ګوند اکثریت وساتي.

دوو ښځو نیویارک ټایمز ته ویلي؛ ډونلډ ټرمپ هغوی لمس کړي یا یې په زوره ښکل کړې دي.

د پیپل مجلې یوې خبریالې هم ویلي چې ښاغلي ټرمپ په زوره هغه ښکل کړې ده. یوې بلې ښځې هم ادعا کړې چې د ولسمشرۍ دغه کاندید د هغې ورنونو ته لاس اچولی.

د انځور حقوق NON
Image caption په خپرې شوې ویډیو کې ډونلډ ټرمپ په سپکو الفاظو د ښځو په اړه خبرې کوي

تر دغو تورونو وروسته ډونلډ ټرمپ په خپلې لومړنۍ عامه غونډه کې د فلوریډا ایالت په وسټ پالم بیچ کې خپلو پلویانو ته وویل، سیاسي او رسنیزې حاکمې طبقې، "د امریکا خلکو پرضد توطیه کړې."

هغه همداراز نیویارک ټایمز ته ګواښ وکړ، ددغې رسنۍ لخوا پرده د دوو لګول شویو تورونو په اړه محکمې ته شکایت وکړي.

د امریکا دغې مشهورې ورځپاڼې چې د ټاکنیزو دورو له مخې یې له دیموکراتانو ملاتړ کړی، په غبرګون کې ویلي چې د محکمې له جوړېدو هرکلی کوي.

ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په شپه په یوه مناظره کې یوې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا تراوسه یې له رضایت پرته ښځې لمس کړي یا یې ښکل کړې دي، وویل داسې کار یې نه دی کړی.

د انځور حقوق EPA
Image caption میشل اوباما وایي؛ د ټرمپ له خبرو متاثره شوې

'د پاتې ښځو ترخو خاطرو وریادول'

د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر مېرمنې میشل اوباما ښځو ته د ډونلډ ټرمپ پر لیدلوري نیوکه وکړه او ویې ویل چې "باور مې نه کېږي د امریکا ولسمشرۍ ته داسې کاندید لرو چې د ښځو پر جنسي ځورونې ویاړي."

تېره اونۍ د ډونلډ ټرمپ او د یوه ټلویزیوني ویاند بیلي بوش د ۲۰۰۵ کال د خبرو یو فلم خپور شو چې په هغې کې ښاغلی ټرمپ په ویاړلې لهجه وایي؛ په نااختیاره توګه ښایسته ښځې ښکلوي او دا چې دی یو مشهور ستوری دی هر څه چې یې زړه وغواړي هغوی سره یې کوي.

ښاغلي ټرمپ ویلي؛ په دغه فلم کې د ده خبرې یې واقعي شخصیت نه څرګندوي او کوم څه چې دې فلم کې ویل شوي "د هغو خصوصي خبرو له ډلې دي چې د کالیو بدلولو ځای کې ویل کېږي."

میشل اوباما خپلو خبرو کې ویلي؛ د ښاغلي ټرمپ دا پلمه چې دا د کالیو بدلولو ځای خبرې دي د منلو وړ نه ده او ښاغلی ټرمپ د ښځو سپکولو په تړاو د خبرو اوږده مخینه لري.

مېرمن اوباما وویل؛ ښاغلی ټرمپ د هغو ښځو لپاره چې د جنسي ځورونې او تېري قرباني شوي، د ترخو او دردوونکو خاطرو یادوونکی دی.

ډونلډ ټرمپ وایي؛ په داسې حال کې چې هغه د ښځو لمس کولو په اړه خبرې کړي، د هېلیري کلنټن مېړه او پخواني ولسمشر بېل کلنټن عملا ښځې جنسي ځورولې دي.

درې ښځې چې ادعا کوي بېل کلنټن هغوی په جنسي توګه ځورولې دي، له هیلري کلنټن سره په دویمه مناظره کې د ټرمپ مېلمنې وې.

ورته مطالب