اسلام اباد کې یوه اسپانيوي دیپلومات "ځان وژلی"

اسلام اباد کې د جان کور
Image caption پولیسو دغه دیپلومات په خپل کور کې مړ موندلی

د پاکستان پلازمینه اسلام اباد په ایف سېون ټو سیمه کې د اسپانیه یو دیپلومات پنجشنبه د اکتوبر په دیارلسمه سهار مهال په خپل کور کې مړ موندل شوی دی، د دغه ښار پولیسو بي بي سي ته وویل له لومړنيو پلټنو داسې ښکاري چې دې دیپلومات خپله ځان وژلی دی.

اسلام اباد کې د کوهسار پولیسو د یوه مرکز مشر بي بي سي ته وویل، د اسپانيې دا دیپلومات چې جان جیز نومېده، خپله يې پر ځان ډزي کړي دي.

د پولیسو په خبره د دې دیپلومات اشپز عبدالحمید ورته ويلي، کله چې د دیپلومات کور ته راغی او دروازه يې وروټکوله، نو هیچا ورته دروازه ور خلاصه نه کړه، چې وروسته يې پولیسو ته زنګ وواهه او د هغه کور ته يې راوبلل. عبدالحمید دا هم ویلي چې نوموړي د ساه لنډۍ ناروغي درلودله.

د پولیسو په خبره کله چې دوی د کور دروازه ماته کړه او دننه ورغلل، نو ډيپلوماټ جان جیز په خپله خونه کې په وینو کې لت پروت و او ورسره یوه توپنچه هم پرته وه. له همدې امله پولیس فکر کوي چې ده خپله ځان وژلی دی.

تراوسه د اسپانيې سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان د یوه خبریال له هېواده بهر ته پر تګ "بندیز لګولی"

پاکستاني امنیتي ادارو کوټه کې ځینې افغان طالب مشران "نیولي"

د سوات حدیقه د اسیايي نجونو استازې ټاکله شوې

د اسلام اباد پولیسو د هغه مړی پمز نومي روغتون ته لېږدولی، چې هلته به يې د اسپانيې د سفارت تر اجازت وروسته طبي ازموينه کېږي.

د پولیسو په خبره تردې ازموينې وروسته به دا څرګنده شي، چې دې دیپلومات ځانوژنه کړې او یا چا وژلی دی.