ولادمیر پوتین: د جنګي جرمونو تورونه سیاسي څرګندونې دي

حلب د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریې حلب ښار کې د روسیې بمباریو کې لسګونه کسان وژل شوي دي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې د سوریې پر حلب ښار د بمباریو له کبله روسیه د جنګي جرمونو له تورونو سره مخامخیدای شي.

فرانسه کې له رسنیو سره خبرو کې ښاغلي پوتین ویلي، دغه تورونه 'تشې خبرې 'دي، چې د سوریې له حالت سره هېڅ اړخ نه لګوي.

له دې مخکې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي و، چې کیداي شي پر حلب د روسیې بمباري د جنګي جرمنو برخه وبلل شي.

خو د فرانسې له ایف ون ټلویزیون سره خبرو کې پوتین وویل، که ترهګر د خلکو منځ کې پټ شي دوی به یې نه پریږدي.

هغه وايي ' موږ نه شو کولای ترهګرو ته اجازه ورکړو، چې له عام ولس نه ډال جوړ کړي او له نړیوالو باج واخلي. ' نوموړي دا هم وویل، چې په جګړو کې ملکي تلفات یو تریخ واقعیت دی.

د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې پر ملکي خلکو د روسیې بمباري جنګي جرم دی، ولسمشر پوتین وویل، '' دا تشې سیاسي خبرې دي، چې هېڅ مفهوم نه لري او د سوریې له ځمکنیو واقعیتونو سره هېڅ اړخ نه لګوي.

زه بشپړ باور لرم، چې زموږ لوېدیځوال ملګري او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونه د دغه حالت مسوولیت پر غاړه لري. ''

روسیه تور پورې کوي، چې د بشارالاسد حکومت پرځولو لپاره امریکا سوریه کې په القاعده پورې د اړوندو سخت دریځو ملاتړ کوي، خو د امریکا متحدو ایالتونو دغه تورونه رد کړي دي.

د روانې اونۍ پیل کې، چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي و، له روسي ولسمشر سره به یې خبرې د سوریې پر موضوع راڅرخې، ښاغلي پوتین فرانسې ته خپل احتمالي سفر ځنډولی و.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې اسپانیا د سوریې د حلب ښار په تړاو یو قرارداد وړاندې کړ، چې په اړه یې روسیې ناخوښي څرګنده کړې وه.

د انځور حقوق WHITE HELMETS
Image caption روسیې په حلب کې د ملکي کسانو په نښه کول رد کړي دي

ښاغلي پوتین ویلي '' سره له دې، چې دوی پوهیدل دا به ویټو کېږي، ' ولې یې داسې وکړل ' د دې هدف د حالت نور ترینګلي کول او د روسې خلاف پاروونه وه. ''

روسیه دا نه مني، چې په سوریې کې ملکي کسان په نښه کوي، خو د سوریې حلب ښار کې د روسيې بمباریو کې سلګونه کسان وژل شوي دي. په دې اړه د جنګي جرمونو خبرې کېږي، خو روسیه او سوریه دواړه هېوادونه د نړیوالې محکمې غړي نه دي.

د سوریې پر موضوع د روسیې او امریکا تر منځ سخت اختلاف دی او تېره اونۍ امریکا له روسیې سره د سوریې پر موضوع خبرې پای نه ورسولې.

خو د چهارشنبې په شپه دواړو هېوادونو د سوریې کړکېچ په اړه د خبرو بیا پیلولو اعلان کړل. نهه ورځې مخکې امریکا له هغه وروسته خبرې پای ته ورسولې، چې په وینا یې روسیان نه دي توانیدلي د اوربند شرطونه په بشپړه توګه ومني.