د تایلنډ پاچا ژوند
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د تايلند پاچا پوميپون د خپل عمر په ۸۸ کلنۍ کې مړ شوی دی

د تايلند پاچا پوميپون د خپل عمر په ۸۸ کلنۍ مړ شوی دی. دی د نړۍ تر ټولو اوږمهاله پاچا و، او اويا کاله يې د تايلنډ شاهي تاج پر سر و.

تېرو څو کلونو کې يې روغتيايي حالت کمزوری شوی او ډېر کم راښکارېده.

د تايلنډ پاچا داسې وخت کې مړ شوی، چې دغه هېواد د ۲۰۱۴ کال له کودتا راهيسې لا تر اوسه تر پوځي واکمنۍ لاندې دی. دې راپور کې يې ژوند ته کتنه شوې ده.