د پرتګال پخوانی لومړی وزیر انټونيو ګوټېريش د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي ټاکل شوی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د پرتګال پخوانی لومړی وزیر په رسمي توګه د ملګرو ملتونو راتلونکی عمومي منشي وټاکل شو.

د پرتګال پخوانی لومړی وزیر انټونيو ګوټېريش په رسمي توګه د ملګرو ملتونو عمومي منشي ټاکل شوی دی.

۶۷ کلن انټونيو ګوټېريش به د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د اوسني عمومي منشي بان کي مون د دندې له پای ته رسېدو سره سم خپله دنده پیل کړي.

ښاغلی ګوټېريش تر لسو کلونو پورې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یو این ایچ سي ار د مشر په توګه دنده ترسره کړې.

تېره اونۍ نوموړی د ۱۳ کاندیدانو له ډلې دغه مقام ته وټاکل شو.

نوموړي د انجنیرۍ برخه کې زده کړې کړي او ۱۹۷۶ کال کې، چې پرتګال کې د ولسواکۍ لپاره لومړنۍ ټاکنې وشوې، سیاسي فعالیت پیل کړ.

ښاغلی انټونيو ګوټېريش له ۱۹۹۵ نه تر ۲۰۰۲ کال پورې د خپل هېواد لومړی وزیر و.

د انځور حقوق AP
Image caption انتونیو ګوټېريش له ۲۰۰۵ کال نه تر ۲۰۱۵ کال پورې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر و

هغه مهال پرتګال کې د پنځه لسیزې اوږدې دکتاتورۍ له پای ته رسېدو وروسته ولسواکي واکمنه شوه.

هغه مهال چې نوموړي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مشر په توګه دنده ترسره کوله، اروپا ته د سوري، افغان او عراقي کډوالو په ګډون د کډوالۍ برخه کې ګڼې ستونزې وې.

نوموړي بیا بیا له لوېدیځو هېوادونو غوښتي و، چې د امکان تر حده په ورین تندي له کډوالو سره مرستې وکړي.

ښاغلی ګوټېريش داسې مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي په توګه ټاکل کېږي، چې د لومړی ځل د دغه سازمان د مشرۍ ته د یوې ښځې ټاکلو لپاره هڅې روانې وې.

په ۱۳ کاندیدانو کې اووه ښځې هم وې، چې د نیوزیلېنډ پخوانۍ لومړۍ وزیره او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام مشره هېلن کلارک هم په کې شامله وه.

د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا ۱۵ غړو د لسو کاندیدانو لپاره په سري توګه رایې وکاروولې او هېچا هم د ښاغلي ګوترڅ مخالفت نه دی کړی.

غړو ته ویل شوي و، چې له کاندیدانو نه د یوه لپاره 'ملاتړ کول '، 'ملاتړ نه کول ' یا هم 'هېڅ رایه نشته ' ولیکي.

له پنځلسو نه ۱۳ رایې د ښاغلي ګوترڅ د ملاتړ په اړه وې او دوو غړو هېڅ یوه کاندید ته هم رایه ورنه کړه.

د پنجشنبې په ورځ په رسمي توګه له ټاکل کېدو وروسته ښاغلي انټونيو ګوټېريش وویل، د ننۍ نړۍ پیچلې ستونزې د زغم غوښتنه کوي، چې یوازې عمومي منشي نه خو ورته ځواب لري او نه هم خپله خوښه تپلی شي.