امریکا کې پر درېیو کسانو پر جومات د برید تور پورې شوی

د انځور حقوق Police Photo
Image caption کلن کرېټس آلن (کېڼ لور ته) او ګیون رایټ

د امریکا په کنساس ایالت کې درې کسان د سومالیایي کډوالو پر کور او جومات د برید پلان جوړولو تور پورې شوی دی.

د امریکا عدلیې وزارت ویلي؛ ۴۹ کلن کرېټس آلن، ۴۹ کلن ګیون رایټ او ۴۷ کلن پیټرک یوجین سټین د برید لپاره وسلې او چاودېدونکي توکي برابر کړي و.

چارواکو ویلي؛ په ګارډن ښار کې د کروسیډر په نوم یوې وسله والې ډلې هم پر دغه هدف تمرکز کړی و.

هغوی ظاهرا د نومبر نهمې لپاره د برید تیاری نیوه چې امریکا کې د ټاکنو لومړۍ ورځ ده.

څارنوالانو ویلي؛ دغو شکمنو کسانو یو پلان جوړ کړی و چې له مخې یې غوښتل یو کور په بمونو والوزوي. په دغه کور کې نژدې ۱۲۰ سومالیایي کډوال ژوند کوي.

دوی تورن دي چې ددغه کور څلورو څنډو ته له چاودېدونکو توکو ډکو موټرو درولو خبرې یې کړې وې ترڅو چاودنه ښه زوروره وي.

څارنوالانو ویلي؛ تورن سټین د چاودنې لپاره د امونیم نایټریټ او ۳۰۰ امریکایي ډالرو برابرولو خبره کړې وه.

که دا کسان مجرم وپېژندل شي، نو حد اکثر د عمري بند له سزا سره مخامخ کېدای شي.

امریکایي څارنوال ټام بیال وویل، د اف بي آی مامورینو د اتو میاشتو په لړ کې "د نفرت او تاوتریخوالي پټ فرهنګ په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي دي."

د شواهدو له مخې، امنیتي سرچینو د وسله والې ډلې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د هغوی په ناستو کې ګډون وکړ.

په دغو اسنادو کې ویل شوي چې له ناستو داسې وړاندیز هم څرګندېږي چې د اورلنډو کلب په څېر برید وشي.

دوی د بریدونو لپاره داسې کور په نښه کړی و چې سومالیایي وګړو پکې ژوند کاوه.

تر دغو تورونو وروسته د امریکا اسلامي اړیکو شورا په امریکا کې د جوماتونو د ساتنې غوښتنه کړې ده.