روسیې سوریې کې د دایمي هوايي اډې هوکړه لیک لاسلیک کړ

د انځور حقوق AFP
Image caption سند دغې هوايي اډې کې روسي پوځیانو او د هغوی کورنیو ته بشپړ ډیپلوماتیک خوندیتوب ورکوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سوریې کې د خپل هېواد د دایمي هوايي اډو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د جمعې پر ورځ د تلې پر ۲۳ (د اکتوبر ۱۴) د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې "سوریې سره د پوځي تړون متن " وروسته له دې چې د روسیې پارلمان تصویب کړ، ولسمشر لاسلیک کړی او قانوني بڼه یې خپله کړې. د دغې هوکړې پر بنسټ د روسیې هوايي ځواکونو ته سوریه کې د حمیمیم له هوايي اډې د "نامحدودې استفادې " اجازه ورکړل شوې ده.

د دغه سند متن تېر زېږدیز کال د دواړو هېوادونو ترمنځ، لږ وړاندې له دې چې سوریې کې روسیې هوايي عملیاتونه پیل شي، لاسلیک شو.

د دواړو خواوو ترمنځ د دغه توافق پر بنسټ، د لاذقیه ولایت کې د حمیمیم هوايي اډې کې د روسیې پوځي الوتکې او پوځیان یې د سوریې په غوښتنه مېشت شوي.

سند دغې هوايي اډې کې روسي پوځیانو او د هغوی کورنیو ته بشپړ ډیپلوماتیک خوندیتوب ورکوي.

د حمیمیم هوايي اډه په ځانګړي ډول د روسي هوايي الوتکو او پوځيانو په لاس کې ده خو روسۍ الوتکې د باسل اسد نړیوال هوايي ډګر له ځینو آسانتیاوو هم کار اخلي.

د تېر کال سپټمبر میاشت راهیسې د سوریې کورنۍ جګړې کې د روسیې نېغ په نېغه پوځي ګډون، دغې اډې کې د روسي پوځي الوتکو له ځای پر ځای کېدو سره پیل شو. له هغه راپدېخوا روسي پوځي الوتکې د بشارالاسد د مخالفو یاغیانو پر وړاندې د سوریې په ملاتړ هوايي عملیات ترسره کوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د حمیمیم هوايي اډه به په بشپړ ډول د ناڅرګندې مودې لپاره د روسي پوځيانو په واک کې وي

د دغو عملیاتو په پیل کې، روسي چارواکو يې موخه له "اسلامي دولت " نومې ډلې سره مبارزه وښوده، خو ځینې نورې ډلې چې د بشارالاسد وسلوال مخالفت کوي او د لویدیځو هېوادونو له ملاتړه هم برخمنې دي وایي، د ښاري سیمو په ګډون د دوی مورچې د روسیې د هوايي بمباریو اصلي هدف دی.

د روسیې هوايي ځواکونه همدارنګه پر ملکيانو د بمباریو او په پایله کې یې د خورا ډېرو مرګ ژوبلو په اړولو تورن دي.

د روسیې دولت ویلي سوریې کې د دایمي پوځي اډو جوړول به د دوی پر عادي پوځي بودیجې اضافه بوج وانه چوي او د اړتیا وړ سرچینې به یې د کلنۍ پوځي بودیجې د ځای له خوا برابرې شي.

د ځینو رپوټو پر بنسټ، روسیې د پام وړ جنګي الوتکې، بم غورځوونکې او چورلکې د حمیمیم هوايي اډې کې ځای پر ځای کړي. په تېره بیا وروسته له دې چې د سپټمبر پر ۱۹ د اوربند طرح ماته شوه، روسیې د سوریې د دولت او متحدینو په ملاتړ یې خپلو هوايي عملیاتونو ته زور ورکړی دی. سوریه کې پر بشري حقونو د څار سازمان چې د دغه هېواد شرایط له نژدې ګوري، ویلي د سپټمبر له ۲۲ تر اوسه، لږ تر لږه ۳۷۰ کسان حلب کې د سوریې او روسیې په ګډو هوايي بریدونو کې وژل شوي چې ۷۰ کسان یې ماشومان وو.

اوسمهال سوریه منځني ختیځ کې یوازینی هېواد دی چې روسیې ته یې پوځي اډه ورکړې ده. څه موده وړاندې ایران کې د روسیې د پوځي اډو د جوړېدو رپوټونه خپاره شول خو ایراني چارواکو دا خبر رد کړ.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي داسې چارې روانې دي چې د سوریې د طرطوس بندر کې د دغه هېواد سمندري اډې هم په دایمي بدلې شي.

طرطوس د سوریې یو له مهمو بندرونو شمېرل کېږي او د پخواني شوروي اتحاد پر مهال یې هم، دغه بندر کې اډه درلوده.

اوسمهال د طرطوس اډه د مدیترانې سمندر کې د روسیې د سمندري ځواک یوازینۍ اډه ده.

د انځور حقوق EPA
Image caption روسۍ الوتکې او پوځیان به د باسل اسد نړیوال هوايي ډګر له ځینو آسانتیاوو هم کار اخلي.