د ایشوریه او رنبیر عشقي صحنې او د سانسور بورډ بیاتي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption داسې خبرونه دي چې د ایشوریه او رنبیر له فېلم عشقي صحنې اېستل شوې دي.

خبر دا دی چې د هند سانسور ادارې د 'اے دل ہے مشکل' فيلم کي د رنبیر کپور او ایشوریه رای ترمنځ د بربنډو یا عشقي صحنو له لرې کولو وروسته فېلم ته سند ور کړ، خو دهرما پروډګشن دا خبره نه مني ـ ځکه دا خبر یې د پرمختګ ستراتیجۍ په خلاف دی-

سره له دې چې دا فېلم له ستونزو سره مخ دی، خو ډېر خلک په فېلم کې د فواد خان له شتوالي د رنبیر او ایشوریه د عشقي صحنو لیدلو ته بې صبره دی.

د هند او پاکستان له سرحدي تاوتریخوالي وروسته د فواد د اېستلو غوښتنه شوې وه، خو داسې خبرونه هم دي چې فواد په فېلم کې شته او که له فېلم د اېش او رنبیر صحنې هم ووېستل شوې، نو بیا د خلکو لپاره فېلم کې څه پاتې کیږي.

اوس د دې فېلم او د فواد په هکله مختلفې ګنګوسې او اټکل روان دی، خو کرن جوهر یې په تړاو هیڅ هم نه وایي او یو مخ چوپه خوله دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له 'اے دل ہے مشکل' فيلم د پاکستاني هنرمند د اېستلو غوښتنه هم شوې.

خو داسې ښکاري چې 'اے دل ہے مشکل' فېلم د مشکلاتو د ختمېدلو نوم نه اخیستل کیږي. لا د مخه هم یو سیاسي ګوند له فېلم د فواد خان د اېستلو غوښتنه کړې وه او اوس د هندي سېنما د مالکانو ټولنې غړو پرېکړه کړې، چې هغوی داسې فېلم نندارې ته نه وړاندې کوي چې پاکستاني هنرمندانو پکې رول لوربولی وي.

دا پرېکړه د کرن جوهر 'اے دل ہے مشکل' فېلم نېغ اغېزمنوي- چې د اکتوبر پر ۲۸ خپرېږي.

په بالیووډ کې په دې تړاو بېل بېل غبرګونونه دي، خو پر یوه خبره ډېره خلک یوه خوله دي او هغه دا چې دا فېلم له جنجال مخکې جوړ شوی و او دغه هنرمند د کار کولو قانوني ویزه درلوده، اوس تر ټولو لویه خبره دا ده چې پر فېلم په لسګونو میلونه روپۍ لګښت شوی، نو په دغسې حالاتو کې پروډیوسران او وېشونکي ولې تاواني شی.

اوس به ولیدل شي چې کرن په خپل وخت د فېلم خپرولو لپاره زړه ښه کوي، که بیا هم مناسب فرصت ته په تمه پاتې کیږي.

د کنګنا خیال پلو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption گنگنا وایي، یواځنۍ هنرمنده ده چې په دویمه درجه فېلمونو کې کار کوي.

د 'کواین' او 'تنو ویډز منو' په څېر د عشقی فېلمونو هنرمنده کنګنا رناوت له ریتک روشن سره له اوږدې جګړې وروسته په پوره غور سره خبرې کوي.

په هر حال کنګنا وایي، څنګه چې په بریالیتوب کې کوم فشار نه پېښیږي، داسې له ناکامۍ هم دا نه ثابتیږي چې ته وړتیا وې نه لرې یا ناکاره یې.

کنګنا وايي، د هیڅ یو فېلم د غوره کولو لپاره دا فکر نه کوي چې له دې وروسته به یې په دې صنعت کې دریځ له اوله بهتر شي او نه په دې اندېښنه کې وي چې د خپل کار لپاره کومه کچه یا معیار لنډوي او نه په ځان کوم ډول فشار اچوي.

کنګنا یوه بله خبره هم کوي او هغه دا چې یواځنۍ مخکښه هنرمنده ده چې په دویمه درجه فېلمونو کې هم کار کوي.

کنګنا ته اول د خپل ریکارډ کتل او بیا د خپل ځان په هکله د مخکښې هنرمندې خیال پلو پکار دی، ځکه په دویمه درجه کې د نورو سترو هنرمندانو د کار نه کولو خبره یې په داسې مهال ده چې کترینه کیف تر ټولو مخکښه هنرمنده بلل کیږي، خو هغې د 'بوم' په څېر دریم درجه فېلم کې هم کار کړی دی.

'د چاندني ځوان ورژن'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د رنویر سینګ او واني کپور په 'بے فکرے' فېلم کې هیجان پاروونکې صحنې شته.

په دې ټول پوهیږي چې رشي کپور خپله هره نظریه، سلا مشوره، ټوکه او طنز په ټوېټر کې څرګندوي، اوس دا بېله خبره ده چې د هغې انداز لږ سخت شوی دی.

دا ځل هغې پر 'بے فکرے' فېلم ښکاره تبصره کړې ـ رشي کپور وايي، دا فېلم د 'چاندني' ځوان ورژن دی.

د رنویر سینګ او واني کپور دې فېلم ته رومانټیک یا بل څه ولې ونه ویل شي، ځکه د فېلم ټرېلر(اعلان) کې چې د واني او رنویر اوږده مچو په خلکو کې هیجان پیدا کوي، په رښتیا هم یو چا ته ته 'ځوان ورژن' ښکاري.

دا هم ویل کیږي چې دا ټرېلر و او پېکچر(تصویر) پاتې دی، خو دا چې سانسور ادارې ته له تللو وروسته به په فېلم کې یو څه پاتې شي که نه دا به وخت سپینوي.