د سوریې کړکېچ: یاغیانو د داعش اصلي مرکز دابق 'نیولی'

د انځور حقوق AFP
Image caption د دابق نیولو لپاره اورپکو د شنبې په ورځ عملیات پیل کړل

د سوري یاغیانو قومندانانو او څارونکوي ویلي دي، د ترکیې په ملاتړ یاغیانو په سوریه کې د 'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې تر ټولو مهم ښار دابق 'نیولی'. رپوټونه وايي، د سوریې شمال کې دا ښار د داعش له وتلو وروسته نیول شوی دی.

بریتانیا مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، اورپکو دابق ښار وروسته تر هغه ونیو، چې 'داعش' جنګیالي ترې ووتل.

د سوریې په شمال کې دغه کوچنی، خو په ستراتیژیک ډول مهم ښار د داعش تر ټولو قومي او مهم مرکز ګڼل کېده.

'اسلامي دولت' به له دې ښاره خپلې ټولنې خپرونې او خپرنۍ کولې.

د سوریې د اوربند په تړاو خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې

روسیې سوریې کې د دایمي هوايي اډې هوکړه لیک لاسلیک کړ

د دغه ښار د نیولو لپاره د ترکیې په ملاتړ د سوریې یاغي ډلې سره یولاس شوې وې.

د 'سلطان مراد' په نامه د اورپکې ډلې قومندان احمد عثمان رویټرز خبري اژانس ته وویل، د یکشنبې په ورځ ددوی وسله والو د سوران په نامه کلی هم نیولی.

دابق له ترکیې سره ګډه پوله لري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اورپکو له څو اونیو راهیسې د دابق ښار نیولو لپاره چمتووالی نیوه

په بي بي سي عربي کې د عربي چارو شنونکی سبستیان اوشر وايي، د دابق نیولو لپاره جګړې ته څو اونۍ چمتووالی نیول کېده، له دوی سره د ترکیې د هوايي ځواک ملاتړ هم و.

ورته مطالب