نریندرا مودي: د هند یو ګاونډی ترهګر روزي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نریندرا مودي وايي، ترهګرې ډلې هله ځپل کېدلی شي، چې هغوی ته تلونکې مالي سرچینې له منځه یووړل شي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پاکستان ته په اشاره ويلي، د هند یو ګاونډی نه یواځې ترهګر روزي، بلکې د ترهګرۍ سوچ خوروي.

نریندرا مودي دا خبري د پنځو هېوادونو په سرمشریزه غونډه بریکس کې کړې، چې په کې د هند په شمول د برازیل، روسیې، چين، سوېلي افریقا ولسمشرانو ګډون درلود.

د هند د ساحلي ښار ګوا کې په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د روسيې ولسمشر ولادي مير پوتين، د برازیل ولسمشر ماييکل ټيمر، د چین ولسمشر شي جين پينګ او د سوېلي افریقا ولسمشر جېکب زوما ګډون درلود.

په دې سرمشریزه کې که څه هم پر ګڼو مسالو خبرې وشوې، خو په سیمه او نړۍ کې ترهګري او پر ضد یې ګډې نړیوالې هڅې، د دې ناستې تر ټولو مهم ټکي وو.

هندوستان ټایمز: هند سوله غواړي، خو دا په دې معنا نه ده چې د ترهګرو ملګري بخښي

''پاکستان له هند سره جدي خبرې غواړي''

د مسلمانو مېرمنو د برابرۍ مخالفت ولې کېږي؟

د برېکس هېوادونو دا ناسته په داسې وخت کې کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې او د اړیکو د همدې خربوالي له امله په اسلام اباد کې کېدونکې سارک سرمشریزه غونډه هله وځنډول شوه، چې هند، افغانستان، بنګال او بوټان څلور واړو هېوادونو په کې له ګډونه انکار وکړ.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ترهګري د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ وباله.

نریندرا مودي زیاته کړه، ترهګرې ډلې هله ځپل کېدلی شي، چې هغوی ته تلونکې مالي سرچینې له منځه یووړل شي.

ښاغلي مودي ګاونډي هېواد پاکستان ته په اشاره وویل، د هر ډول ترهګرو او ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره باید بې له کوم توپيره ګامونه واخیستل شي.

د انځور حقوق Empics
Image caption د بريکس په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د روسيې ولسمشر ولادي مير پوتين، د برازیل ولسمشر ماييکل ټيمر، د چین ولسمشر شي جين پينګ او د سوېلي افریقا ولسمشر جېکب زوما ګډون درلود.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې د غونډې په پای کې خپره شوې، په افغانستان کې د ناامنۍ پر وروستیو پېښو د تشویش څرګندونه شوې او غړو هېوادونو له افغان دولت سره د هرې ممکنې مرستې هوډ څرګند کړی.

د یادو پنځو هېوادونو ولسمشرانو له نړۍ او په ځانګړې توګه له ناټو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د افغانستان د ملي اردو د لا پياوړي کېدو لپاره دي اړین ګامونه پورته کړي ، تر څو دغه ځواکونو په افغانستان کې سولې او ټيکاو ضد د هر ګام کلکه مبارزه وکړي.

په غونډه کې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد د بشپړ کانوینسیون یادونه هم وشوه. هند له تېرو شلو کلونو راهیسې هڅه کوي چې په نړیواله کچه د ترهګرۍ لپاره یو ګډ تعریف پيدا او ومنل شي. خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمې غړو ترمنځ پر دې موضوع اختلاف موجود دی.

تر غونډې وروسته پنځو غړو هېوادونو ژمنه کړې چې د ملګرو ملتونو په دریځ به خپل فشار کاروي او د ترهګرۍ پر ضد د یو ګډ نړیوال کانوینسون د رامنځته کېدو لپاره به هلې ځلې کوي.

له څه مودې راهيسې د پاکستان او هند تر منځ اړيکي خراب شوي چې له امله يې په وروستيو کې د واړو هېوادونو تر منځ نښتې هم شوې دي او دواړو غاړو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب