عراقي ځواکونو د موصل ښار بېرته نیولو لړ کې پرمختګ کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption عراقي ځواکونو له څو میاشتو راهیسې د موصل ښار عملیاتو ته چمتووالی نیوه

عراق کې حکومتي ځواکونو د اسلامي دولت نومي ډلې له ولکې نه د وروستي لوی ښار موصل د بېرته نیولو پراخو عملیاتو پیل کې پرمختګ کړی دی. عراقي ځواکونو او کردي ملېشو د دوشنبې په ګهیځ دغه عملیات پیل کړل.

موصل د ۲۰۱۴ کال جنورۍ کې د داعش ډلې ولکې ته ولوېد.

خبریالان وايي دغه عملیات به اسانه چاره نه وي او ښايي میاشتې وخت واخلي. د بي بي سي خبریاله اورلا ګویرین چې له کردي زغره والو ځواکونو سره یو ځای ده، خپل رپوټ کې کاږي چې دغه ځواکونه اوس د داعش ډلې مورچلونو ته درې سوه متره نژدې شوي دي.

کردي ځواکونو د عملیاتو پیل په لومړیو ساعتونو کې یو شمېر کلي نیولي دي. د عملیاتو له پیله ورورسته یوه کردي جنرال زموږ خبریالې ته وویل:

د انځور حقوق AFP
Image caption عراقي ځواکونه وايي په هغو بریدونو کې، چې له ختیځ لوري یې پیل کړي، داعش ډلې ته درانه زیانونه اوښتي دي

'' که زه نن مرم، خوښ به یم، ځکه د خپلو خلکو لپاره مې یوه څه کړي دي. ''

بل لور ته د عراقي ځواکونو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې جګړیزو ځواکونو یې په ختیځه همدانیه سیمه کې له پرمختګه وروسته د اسلامي دولت نومي ډلې ته درانه زیانونه اړولي دي.

امنیتي ځواکونه دغه راز وايي له سویلي لوري موصل ته پرمختګ کې حکومت پلوه ځواکونو یو شمېر سیمې نیولې دي.

دغه ځواکونه له قایراه هوايي اډې نه خپل عملیات کنترولوي، چې اګست میاشت کې یې کنترول تر لاسه کړ. د امریکا په مشرۍ هوايي ځواکونه د بمبارۍ له لارې د عملیاتو ملاتړ کوي.

له دې مخکې د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي ویلي و، له "اسلامي دولت" نومې ډلې نه د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل شوي دي.

د عراق دولت څو میاشتې وړاندې دغه عملیات چمتو کړي وو. موصل د ۲۰۱۴ کال له جولای میاشتې راهیسې د داعش په واک کې دی.

ملګرو ملتونو ویليو د موصل ښار د عملیاتو په لړ کې به په کور د ننه د ښار شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره وګړي له "ډېر کړاو او ځور" سره مخامخ شي.

موصل په عراق کې د "اسلامي دولت" ډلې وروستی لوی او مهم مرکز ګڼل کېږي. عراقي چارواکي وايي، له موصله د داعش شړل به عملاً ددغې ډلې د ناکامۍ پیلامه وي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، د عملیاتو د پیلولو له اعلانېدا وروسته د ښار په څنډو کې خال خال ډزې اورېدل کېږي.

ښاغلي عبادي د دوشنبې په ګهیځ وختي تلوېزیوني وینا کې وویل: "د بریا شېبه رارسېدلې ده. د موصل د ازادولو عملیات پیل شوي."

"نن مو د داعش له منګولو د خلاصون او ازادۍ له عملیاتو خبروم."

د انځور حقوق IRAQI PM/AP
Image caption حیدر العبادي د دوشنبې په ګهیځ تلوېزیوني وینا کې د موصل ښار بېرته نیولو د عملیاتو پیلولو اعلان وکړ

موصل کې تر ډېره سني وګړي مېشت دي.

د موصل د بېرته نیولو عملیات د عراقي پوځ په مشرۍ او د کردي "پیشمرګه" ځواکونو، شیعه، سني او مسیحي داوطلبو وسله والو په همکارۍ او د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په هوايي ملاتړ ترسره کېږي.

د داعش مشر ابو بکر البغدادي له موصل ښاره د خپل خلافت پیلولو اعلان وکړ.

جنرال حیدر فاضل اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، د موصل عملیاتو کې تر ۲۵ زرو ډېرو سرتېرو ګډون کړی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په عملیاتو کې د کردانو (پیشمرګه) ځواکونو هم ګډون کړی

د داعش ضد ایتلاف کې د امریکا استازي برټ مک ګورټ وویل: "ویاړم چې په دې تاریخي عملیاتو کې له تاسو سره یم."

څارونکي وايي، شاید د موصل ښار بېرته نیول څو میاشتې وخت ونیسي.

وړاندې ملګرو ملتونو وړاندوېینه کړې وه، چې د عملیاتو او نښتو په لړ کې شاید یو میلیون وګړي بې ځایه او له ښاریانو د "ډال" په توګه ګټه واخیستله شي.

د عراق موصل ښار نيولو هڅې

اړونده مطالب

ورته مطالب