د ایراني مهرداد اسکویي فلم د لندن فسټیوال ترټولو ښه مستند وبلل شو

د سباوون خوبونه د بې سرپرسته ماشومانو او د اصلاح او روزنې مرکز (مرستون) په اړه د مهرداد اسکویي د درېیو مستندونو درېیمه برخه ده. د انځور حقوق .
Image caption د سباوون خوبونه د بې سرپرسته ماشومانو او د اصلاح او روزنې مرکز (مرستون) په اړه د مهرداد اسکویي د درېیو مستندونو درېیمه برخه ده.

د ایراني فلم جوړوونکي مهرداد اسکویي د "سباوون خوبونه" فلم د لندن فلمونو شپېتم فسټیوال کې د ترټولو ښه مستند فلم جایزه خپله کړه.

دا جایزه د یکشنبې په شپه (اکتوبر ۱۵مه) د فلم جوړوونکې نسرین مدار دو شاردون ترلاسه کړه.

د سباوون خوبونه د نویو پېغلو نجونو د ژوند حکایت دی چې د کال په وروستیو ورځو کې د اصلاح او روزنې مرکز (مرستون) څخه د ازادۍ حکم ته شېبې شماري.

د ګریرسن جایزې وړونکي نوم چې هرکال ترټولو ښه مستند فلم ته ورکول کېږي، د بریتانیایي وتلي مستند جوړوونکي لویز ازموند لخوا اعلان شو.

هغه سږکال ددې برخې د داورانو د پلاوي مشر و.

مېرمن ازموند ددغه فلم د ستاینې په تړاو خپلو خبرو کې ویلي: "ښایي وانګېرئ چې دا د نویو پېغلو د تیاره ژوند تور فلم دی، خو خبره په بشپړ ډول سرچپه ده. دا فلم موږ داسې نړۍ ته بیایي چې هېڅ یو یې په اړه معلومات نه لرو؛ د سړک سر ماشومانو ، غلو او روږدو ماشومانو نړۍ ته. موږ ته داسې ځای ښيي چې له ټوکو ټکالو، روح او ژوند نه ډک دی."

"مهرداد اسکویي له پیاوړې موقعیت پېژندنې او پیاوړي شخصیت پردازۍ سره د ځوانانو ترمنځ وېره او ملګرتیا له انساني اړخ ثبت کړې ده."

د سباوون خوبونه چې د خپرېدو جواز یې نژدې اووه کاله وخت ونیوه، ایران کې د بې سرپرسته ماشومانو او د اصلاح او روزنې مرکز (مرستون) په اړه د مهرداد اسکویي د درېیو مستندونو درېیمه برخه ده.

۴۷ کلن مهرداد اسکویي د ایران سینما د مستندو فلمونو جوړوونکو مشهوره څېره ده چې تراوسه یې له ایراني او بهرنیو فسټیوالونو ډېر شمېر جایزې اخیستې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جولیا ډوکورنانو د خپل لومړني فلم لپاره یې د ساترلېنډ جایزه واخسته

فلم جوړوونکي، اصلي ګټونکي

د لندن فلم فسټیوال چې د تنوع له شعار سره غواړي د ښځو، قومي اقلیتونو، نژادي او جنسي اثرونه ډېر برسېره کړي، د خپل سږکال دوه اصلي جایزې دوو ښځینه ډایرکټرانو ته ورکړې.

د لندن فلم فسټیوال ددغې دورې د ترټولو ښه فلم جایزه د "ځینې ښځې" فلم ته ځانګړې شوه.

دا فلم د امریکایي ډایرکټر کلي ریچارډ په ډایرکټرۍ د درېیو ښځو په اړه دی چې د امریکا په یوه کوچني ښار کې ژوند کوي چې هره یوه یې د خپلو ستونزو لرې کولو لپاره هڅې کوي.

د داورانو پلاوي دا فلم "انساني او تریخ داستان" بللی چې "ګوښه والی او وېروونکی زیانمننه" انځوروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سټیو مک کویین درې کاله وړاندې د "۱۲کاله غلامي" فلم جوړولو سره د ښه فلم اسکار جایزه واخسته

د ساترلېنډ جایزه چې د فسټیوال څنډو کې د یوه ډایرکټر لومړني لوړ فلم ته ورکول کېږي، سږکال د فرانسوي فلم جوړوونکې ژولیا دوکورنایو د "اومه" فلم نصیب شو.

دا فلم د واښه خوړونکې نجلۍ په اړه دی چې تر یو لړ مراسمو وروسته د انسان غوښې پر خوړلو پیل کوي.

دوکورنایو د تېرې شپې په مراسمو کې چې لندن کې ترسره شول وویل، دا چې ګوري ښځینه ډایرکټرانې ستایل کېږي، ډېره خوښه ده.

د یکشنبې شپې په مراسمو کې د بریتانیا فلم انسټیټوټ عالي نښه بریتانیایي فلم جوړوونکي او د "۱۲ کاله غلامي" فلم ډایرکټر سټیو مک کویين ته ورکړل شوه.

د لندن فلم شپېتم فسټیوال د دوشنبې په شپه (اکتوبر ۱۶مه) د یوه کومیډي فلم په نمایش پایته ورسېد.