ازبکستان کې له کریموف وروسته د واک لېږد؟

د انځور حقوق AP
Image caption سپټمبر کې ازبکانو د ښاغلي کریموف د فاتحې مراسم ترسره کړل

تر دې وروستیو پورې، د ازبکستان خلکو یواځې یو مشر پېژانده- اسلام کریموف، چې د نړۍ یو له تر ټولو ځپونکی دولت يې جوړ کړی و.

د اسلام کریموف له مړینې وروسته، ټولنه د یو نامعلوم حالت سره مخ شوه - څوک به د هغه ځای نیسي، اوڅرنکه؟ ځینو ان د واک پرسر د تاوتریخوالي ډکې مبارزې وړاندوینه کړې وه.

خو د واک لېږد په خورا ارامه توګه ترسره شو. لومړی وزیر شوکت میرضیایف د سرپرست ولسمشر په توګه ونومول شو او د کریموف لیبرال ډموکراټیک ګوند د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره چې د ډسمبر د څلورمې لپاره پلان شوي هغه د خپل نوماند په توګه ونوماوه.

ډېر لږ خلک شک لري چې ښاغلی ضیایف به د ازبکستان راتلونکی مشر وي. خو خبره لا پای ته نه ده رسېدلې.

د اسلام کريموف ژوند ته کتنه

د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف خاورو ته وسپارل شو

ګوډ تیمور په ریښتیا هم معیوب و؟

غیررسمي ډول ولسمشر

ښاغلی ضیایف تراوسه په رسمي ډول د ولسمشرۍ د نوماند په توګه نه دی راجسټر شوی خو داسې ښکاري چې ټاکنیزې هڅې یې په قوت سره پیل شوې. د هېواد بېلابېلو سیمو ته يې سفرونه کړي او خلکو سره يې کتلي، فرمانونه صادروي او قوانین لاسلیکوي.

د ګلاسګو په پوهنتون کې د منځنۍ آسیا د څېړنو د څانګې استاد، لوکا انسیچي، وايي "هغه ځکه دا کارونه کوي چې خلک يې وویني، ځکه چې هرڅوک يې نه پېژني".

ښاغلی ضیایف د کریموف تر سیوري لاندې کار کاوه، او د ویکي لیکس سازمان لخوا د خپرو شویو اطلاعاتو له مخې، هغه دولتي خبري رسنیو ته ویلي وو چې د ده عکسونه دې نه خپروي ځکه کېدای شي د ولسمشر کینه راوپاروي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption لومړي وزیر شوکت ضیایف، د موقتي ولسمشر په توګه یو شمېر بدلونونه رامنځته کړل

اوس، هغه هڅه کوي چې له فرصت نه ګټه واخلي: په دوو اونیوکې ېې د ازبکستان له ۱۳ سیموڅخه ۸ سیمو ته سفرونه وکړل.

جالبه ده چې، ښاغلي ضیایف تراوسه د فرغانې دريو سیمو ته له سفره ډډه کړې، باور کېږي چې هلته د حکومت د تګلارو په اړه نارضایتي زیاته ده. د هغه ځای خلکو تراوسه نه ده هېره کړې چې پوځ څنګه په ۲۰۰۵ کې د اندیجان د خلکو ستره اعتراضیه غونډه په شدت سره وځپله.

داسې ښکاري چې شوکت میرضیایف په کابینې کې د بدلونونو، د نویو والیانو، د پولیسو قوماندانانو او څارنوالانو په ټاکلو سره خپل واک ټینګوي.

هغه ان د پوهنې وزیر او د هغه مرستیال هم بدل کړي. د دغه وزارت له زیرمو په پرلپسې ډول د ټاکنو په ترڅ کې کار اخیستل کېږي چې پر رایو اغېز واچوي او رایو ورکونکو ته ځان ورسوي.

د سیمه ییزو رسنیو راپورونه وايي چې د ښاغلي ضیایف کورنۍ د کریموف د کورنۍ د سوداګریو په ترلاسه کولو پیل کړی.

خو یواځې د مالي چارو او پیاوړو دولتي ادارو د کنټرول ترلاسه کول کافي نه دي. سرپرست ولسمشر باید د کریموف له میراث سره هم سیالي وکړي او خلک قانع کړي چې دی یو مناسب ځای ناستی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption کریموف د نړۍ یو ترټولو ځپونکی رژیم جوړ کړی و

ازبکستان کې د رژیم ټول مشروعیت د اسلام کریموف له انځور سره تړلی و. هر ډول فکر چې کوم بل څوک به کولای شي د هېواد مشر شي مخکې له دې چې چا يې لا یادونه کړې وي ځپل کېده.

دولتي تبلیغاتو په پرلپسې توګه خلکو ته یادونه کوله چې ازبکستان د کریموف له برکته "د ستر راتلونکې درلودونکی یو دولت" دی.

ډاکټر انسیچي وايي "د منځنۍ اسیا خلک د هغوی د لومړي نسل مشرانو ته ډېر نژدې دي ځکه چې د لومړي ولسمشر د وخت تر اغېز لاندې دي، چې نور يې نه لري".

ښاغلی ضیایف د خپل مشروعیت پیاوړي کولو ته اړتیا لري - او دا کار يې په دې ژمنې سره کړی چې د پخواني ولسمشر لاره به تعقیبوي.

کله چې د پارلمان ګډې غونډې ښاغلی ضیایف د موقتي ولسمشر په توګه ونوماوه هغه وویل "دا زموږ دنده ده چې [د اسلام کریموف لخوا] د ټاکل شوې پر مخ تللې لارې اصلي ټکي عملي کړو او له پوښتنې پرته په بشپړ ډول پر هغه لاره، هدفونو او موخو لاړ شو.

خو سره د دې، د هغه لومړیو ګامونو د کریموف د وخت ځینې پرېکړې چې د خلکو نه خوښېدې لغوه کړې.

د سوداګریو "ناپلان شوې" ارزونې يې لغوه کړې. د بزګرانو لپاره د بهرنیو اسعارو د عایداتو په تړاو مقررات نرم شول. لوې سړکونه چې د ولسمشر د سپرلۍ کاروان به ورڅخه کار اخیسته او د عامو خلکو په وړاندې به تړلي وو، بیا پرانیستل شول.

داسې ښکاري چې دغو اقداماتو پر خلکو اغېز درلود. د تاشکند یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل "خلک وايي نوی مشر د خلکو غم خوري،"، "زياتره خلک ډېر خوشبینه دي."

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلی ضیایف وايي له روسیې، چین او د امریکا متحدو ایالتونو سره نژدې اړیکي غواړي

په بهرنۍ تګلارې کې، ښاغلي ضیایف له تاجکستان سره د "پرانیستو او پراخو خبرو اترو" غږ کړی، چې تر دې وروستیو پورې د یو سخت دښمن په توکه بلل کېده.

همدا راز قرغیزستان سره د ځمکو پر سر له تاوتریخوالي ډکې مناقشې یوه میاشت وروسته هغه د قرغیزستان یو پلاوي ته بلنه ورکړه.

د بریتانیا د نیوکاسل د پوهنتون کارپوه علی شیر حمیدوف وايي د دې ګامونو موخه دا هم ده چې غواړي خپل مشروعیت پیاوړی کړي.

"د کریموف په نشتوالي کې، ازبک مشران یو نوي ډول مشروعیت ته اړتیا لري. سترو دولتونو لکه روسيې او ګاونډیانو سره ښې اړیکي د دې موخې سره سمون لري."

خو د نیوجرسي د رووان پوهنتون یو پروفیسر، لارنس مارکوویڅ، وايي دا ګامونه سطحی دي. د ازبکستان په سیاسي نظام کې د بدلونونو هیله نشي کېدای.

ډاکټر مارکوویڅ وايي "ممتازه کسان د موجود حالت په ساتلو کې خپله ګټه ویني، په دې توګه هغوی کولای شي پیسې خپلو شخصي حسابونو ته واستوي. سیاسي موسسې ډېرې کمزورې دي او نشي کولای واک له ولسمشرۍ نه لیرې نورو ته وویشي."

داسې ښکاري چې د ازبکستان نوی مشر خلکو ته د خپل ځان په رسمیت پېژندلو لپاره د هڅو په لړ کې ټولنې ته ګازرې وړاندې کوي.

خو څارونکي په دې نظر دي چې دا خوږ پړاو به ډېر وخت دوام ونه کړي، او ژر به د ګازرو ځای کوتک ونیسي.

اړونده مطالب

ورته مطالب