یمن کې د لوږې پر ضد د یوې ښځې مبارزه

Image caption اشواق محرم د یوې ډاکټرې په توګه په خپل ۲۰ کلن کار کې دغسې یو بد حالت نه و لیدلی.

یمن کې له دوه کلنو جګړو وروسته او د سعودي تر مشرۍ لاندې ځواکونو لخوا د یمن کلابندۍ چې ۱۸ میاشتې يې دوام وکړ په میلیونونو خلک ورو ورو د لوږې سره مخ کړي- ځینې یې همدا اوس د خوراک د نشتوالي له کبله مړه کېږي.

د سره سمندرګي په بندري ښار حديده کې یوه ډاکټره د دغو خلکو د ژغورلو لپاره زیار باسي.

اشواق محرم د یوې ډاکټرې په توګه په خپل ۲۰ کلن کار کې دغسې یو بد حالت نه و لیدلی.

هغه وايي "زه هماغسې شیان وینم لکه د سومالیا د لوږې په وخت کې مې چې په ټلویزیون لیدل. ما هېڅکله فکر نه کاوه چې یمن کې به يې ووینم."

محرم ډېر کلونه نړیوالو مرستندویه سازمانونو سره کار کاوه، خو کله چې د ۲۰۱۵ په مارچ کې جګړې پیل شوې ډېری دا سازمانونه ووتل، او کوم چې پاتې دي خپل فعالیتونه يې ډېر کم کړي دي.

نايجريا کې لوږه

افغانستان د لوږې ښکار هېوادونو په کتار کې اتم ځای لري

وېنزويلا کې لوږه

ډاکټره محرم اوس له خپل جیبه خلکو ته دارو درمل او خوراکي شیان ویشي، او خپل موټر د یو ګرځنده کلینیک په توګه کاروي.

ما له محرم سره دوه اوونۍ تېرې کړې، حديده بندر ته نژدې ځینو کليو او ښارګوټو ته لاړم، او داسې شیان مې ولیدل چې ما هم فکر نه کاوه چې هېڅکله به يې ووینم.

حدیده بندر د حوثي یاغیانو په لاس کې دی چې په ۲۰۱۴ کې يې د هېواد ډېری برخې ونیولې، تر دې وروستیو پورې د یمن ۷۰ سلنه د خوراکي توکو واردات د همدې بندر له لارې راتلل.

اوس، نه یواځې هغه تر کلابندۍ لاندې دی، د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلافي ځواکونو هوايي بریدونو هم ځپلی دی- بندر ویجاړ شوی دی، او د سمندر پرغاړه د سیلانیانو د استراحت ټول ځایونه په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.

Image caption ډاکټره محرم اوس له خپل جیبه خلکو ته دارو درمل او خوراکي شیان ویشي، او خپل موټر د یو ګرځنده کلینیک په توګه کاروي.

بمونه او کلابندۍ د ډاکټرې محرم ناروغانو ته یو غبرګونی ګواښ دی.

هغه وايي "که له هوايي بریدونو مړه نشي، له ناروغیو او لوږې مړه کېږي. او له لوږې مړه کېدل له هر څه سخت دي."

له دارو درملو بار موټر سره، د حدیده بندر د جنوب ختیځ په ۱۰۰ کیلومترۍ کې بیت الفقیه سیمې ته لاړو.

دا کلی یو وخت مرفه او شتمن کلی و، کېلې او ام به يې بهر ته صادرول خو اوس صادرات بند شوي دي.

ډېری کارګر بې کاره شوي، هغه مېوې چې د رنګه لباسونو درلودونکې ښځې يې پر خرو باندې باروي د ډېری یمنیانو لپاره ګران دي او رانیولی يې نشي.

کرېکټ: د زرو کورنیو لپاره مرسته را ټوله شوه

دلته مو یوه مور ولیده کوچنی ماشوم يې چې عبدالرحمان نومېده د لکتوز د نه زغملو په ناروغۍ اخته و، وزن يې له شپږ میاشتیني ماشوم زیات نه و.

پوښتنه مې وکړه چې "څوکلن دی؟"

مور يې وویل "د ۱۸ میاشتو دی، تراوسه يې باید خبرې کړې وای او ګرځېدلای وای."

هغه فورا په ژړا شوه.

Image caption ډاکټره محرم اوس له خپل جیبه خلکو ته دارو درمل او خوراکي شیان ویشي، او خپل موټر د یو ګرځنده کلینیک په توګه کاروي.

عبدالرحمان چې د لکتوز په نه زغملو ناروغۍ اخته دی، یو ځانګړي ډول شیدو ته اړتیا لري چې یو وخت په یمن کې هر چېرته پيدا کېدای شوی خود حدیده بندر له ویجاړېدو او د کلابندۍ له پیل راهیسې بیا چا دا ډول شیدې نه دي لیدلې.

د ماشوم مور وايي "په هر یوه درملتون کې مو وکتل. ټولو وویل په هېڅ ځای کې نه پیدا کېږي،".

ډاکټر محرم د ماشوم مور ته وویل مرسته به ورسره وکړي- خو ژر يې پام شو چې ښايي ونشي کولای دا ژمنه عملي کړي. هغه پوهېږي چې د دغو شیدو پرته ماشوم مړ کېږي، خو د شیدو موندل اسانه کار نه دی.

هغه وايي "ما خپله دا شیدې پخوا لټولې، خو په هېڅ ځای کې نشته،"

Image caption بمونه او کلابندۍ د ډاکټرې محرم ناروغانو ته یو غبرګونی ګواښ دی.

د هغې خپله کورنۍ له دغه شان ستونزو سره مخ وه. د جګړې له پیل وروسته، د هغې مېړه ناروغه شو او زړه يې کمزوری شو، زړه يې مکروبي شوی و او داروګانو ته يې فوري اړتیا درلوده.

هغه وايي "د صنعا د ښار د زړه د ناروغانو لوی روغتون ته ورغلم، خو د یوې ډاکټرې په توګه زه پوهېدم چې څه به راته ووايي- د هغوی زېرمې خلاصې شوې وې، او هېڅ ډول مرسته يې راسره نشوای کولای."

"زه خپله ډاکټره یم، مېړه مې زما په وړاندې مړ کېده او ما هېڅ نشوای کولای..."

محرم په ژړا شوه.

د يمن جګړې ولسي زيانونه

"یمن کې د ویر پر مراسمو هوایي برید دې وڅېړل شي"

د هغې مېړه بالاخره اردن ته لاړ، خپل دوه تنه ماشومان يې له ځانه سره خوندي ځای ته یوړل. هغوی اوس ښوونځي ته نه ځي.

هغې راته وویل "د یوې ډاکټرې، یوې مور او یوې ښځې په توګه ستړې شوې یم."

په موټر کې بېرته حدیده ته وخوځېدو، د سړک پر غاړه خېمې ولاړې وې.

له کړکۍ مې د سړک په منځ کې یو سړی ولید چې ځان يې مینځه- په داسې حال کې چې لباس یې اغوستی و- د هغه پر شاوخوا پښې لوڅو ماشومانو یو په بل پسې منډې وهلې. دا هغه یمنیان دي چې د سختو جګړو له سیمو د حدیده بندر ته تښتېدلي.

Image caption اشواق محرم: "د یوې ډاکټرې، یوې مور او یوې ښځې په توګه ستړې شوې یم"

محرم وايي "شتمن خلک اوس د منځنۍ طبقې خلک شوي، د منځنۍ طبقې خلک اوس بېوزلي دي، او بیوزلي اوس د لوږې سره مخ دي."

هغې د سړک پر غاړه خلکو ته په اشارې سره وویل "ځینو دغو خلکو زما او ستا په شان ژوند درلود، اوس ورته وګوره، هغوی خپله هر څه له لاسه ورکړي دي."

موټر مو ودراوه چې له یوې مور سره خبرې وکړو چې پر سړک مو له درې ماشومانو سره ولیده.

هغه وايي کورنۍ یې یو وخت په شمال کې د سعودې پولې ته نژدې په حراده سیمې کې اوسېده.

هغوې څو میاشتې د پناه وړونکو په یو کمپ کې تېرې کړې اوخوراکي شیان او درمل يې نه درلودل، خو پر کمپ باندې بمباري وشوه. په دې برید کې د ښځې مېړه مړ شو.

کله چې موږ د سړک پرغاړه کېناستو او خبرې مو کولې، د ایتلافي ځواکونو الوتکې راغلې او زموږ پر سر ټیټې الوتلې.

یمنیان ایسار پاتې دي. له ۲۷ میلیونه نفوس څخه څه باندې ۳ میلیونه خلکو خپل کورونه پراېښې.

د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلافي ځواکونو ټول بندرونه تړلي، هېڅوک وتلو ته نه پرېږدي. ډېرو هېوادونو چې پخوا يې یمنیان بې ویزې پرېښودل اوس يې خپل ورونه د دوی پر مخ تړلي دي.

له ډاکټرې محرم سره په وار وار له یوه کلي نه بل کلي ته په تلو سره موږ داسې ماشومان ولیدل چې ډېرې سختې خوارځواکۍ سره مخ وو. که روښانه ووایم، هغوې وږي وو.

د مناسب خوراک نشتوالی یا خوارځواکي د بدن دفاعي نظام اغېزمنوي او ماشومان د ناروغیو پروړاندې کمزوري کوي.

خو د ناروغیو علاج ترلاسه کول هم ورځ په ورځ سختېږي. د هېواد ډېری روغتونونه تړلو ته اړ شوي، یا د بمباریو له امله او یا د دارو درملو د نشتوالي له کبله.

د حدیده د مرکزي روغتون د ماشومانو څانګه دومره ډکه ده چې په هر بستر کې دوه یا درې ماشومان پراته دي.

موږ څلور کلن شعیب سره وکتل چې نیکه يې روغتون ته د تلو لپاره له ګاونديو پیسې پور کړې دي.

Image caption نوال المغافي د شعیب له نیکه سره د هلک د بستر تر څنګ ناسته ده

دغه هلک له اسهال او تبې ځورېده، خو ډاکټرانو يې نیکه ته ویلي چې ورسره هېڅ مرسته نشي کولای.

د روغتون مدیر موږ ته وویل "هغه انټیبیوټیک داروګان چې موږ يې لرو د دې ډول مکروبونو چې دی ورباندې اخته دی، علاج نشي کولای."

په داسې حال کې چې شعیب هلته پروت دی، بدن يې وار په وار سړېږي، نیکه يې د هغه لاس نیولی او ژاړي.

یو ساعت وروسته، شعیب مړ دی. ما لیدل چې نیکه يې په خاموشۍ سره ژړل، خپل پټو يې د ماشوم پر کوچنی بدن غوړاوه او کور ته يې د هلک مور ته لېږداوه.

یمن یو کلابند هېواد دی. دوه کاله پخوا، حوثي یاغیانو او ملګرو يې - د پوځ یو اړخ چې ولسمشر علي عبدالله صالح ته وفادار و- د پلازمېنې، صنعا، په ګډون د هېواد ډېری برخې ونیولې.

حکومت تېښتې ته اړشو. سعودي عربستان وايي د حکومت د غوښتنې له مخې يې مداخله وکړه. ۱۸ میاشتې د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلاف، چې د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا ملاتړ ورسره دی، له یاغیانوسره په جګړه بوخت و.

ډاکټره محرم په خپله ډېره خواشینې ده. پوښتنه کوي چې "د شعیب د مړینې مسول څوک دی؟ جګړه مسوله ده! خو هغه به د روغتون د بې پروايۍ یو قرباني بلل کېږي. د هغه په شان په زرګونو مړه کېږي. ایا هغوې باید د هوايي برید له امله مړه شي چې د جګړې د قربانیانو په توګه وپېژندل شي؟"

له روغتونه د وتلو په وخت کې، موږ دا خبرونو تر لاسه کړل چې د ایتلافي ځواکونو الوتکو د ابس په نامه یو نژدې ښار کې د بې پولې ډاکټرانو یو روغتون باندې بمباري کړې ده.

"پر روغتونونو بمباري کوي، ولې؟ "محرم په غوسه شوه. یو دلیل دا دی چې سعودي عربستان پر حوثي یاغیانو تور لګوي چې له روغتونونو د وسلو د ساتلو لپاره کار اخلي.

بله ورځ، د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته ورغلم. کله چې د ماشومانو د څانګې په خرابو کې ګرځېدم، یوه ډېره غمجنه صحنه مې تر سترګو شوه- یوه کاغذي خولۍ، د زیږېدود کلیزې د کیک پاتې شونې او شمونه چې پرځمکه هرې خوا ته پراته وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ابس په ښار کې دغه روغتون باندې تېره میاشت هوايي برید شوی و- ۱۱ کسان وژل شوي و

د روغتون مدیر، ډاکټر یحیی ال ابسي، وايي "له هوايي بریده وړاندې ماشومانو د زیږېدو د کلیزې یوه میلمستیا درلوده".

په دې برید کې ټول ۱۹ کسان مړه شول- او د ابس ولایت نور یو روغتون نه لري.

د سعودي حکومت وویل په قصدي توګه يې پر ملکي خلکو او بشري زېرمو باندې برید نه دی کړی. هغوی دا هم وویل چې سعودي دولت یمن ته د بشري مرستو یواځینی تر ټولو ستر مرستندوی دی.

په بله ورځ، ډاکټرې محرم بالاخره ځینې ښه خبرونه ترلاسه کړل. یو ملګري يې په غټه بیه یوه لاره موندلې، چې ماشوم عبدالرحمان ته له سعودي عربستانه یوه اندازه ژوند ژغورونکې شیدې ترلاسه کړي.

شپږ ورځې وروسته، محرم دا شیدې تر لاسه کړې او فورا يې د ماشوم کور ته ورسولې.

په داسې حال کې چې دوه اوونۍ يې له مایوسۍ پرته نور څه نه وو لیدلي، د حیرانتیا وړ وه چې بالاخره يې له خوښۍ ډک یو پای درلود.

عبدالرحمان د شیدو بوتل واخیسته او ژر يې تر وروستي څاڅکي پورې وڅکلې، مور يې ورته کتل او ژړل.

Image caption بالاخره عبدالرحمان ته شیدې ورسېدې

هغې محرم ته وویل "تا زما کور ته خوښۍ راوړله"، او په مینه یې په غېږ کې ونیوله.

سره د دې چې اشواق محرم وکولای شول د یوه ماشوم ژوند وژغوري، خو له یو میليون ډېر نور ماشومان هم په یمن کې د لوږې سره مخ دی.

د یمن له ۲۲ ولایتونو ۲۰ يې د لوږې تر څنډې رسېدلي. که ډېر ژر د دغه درد او رنځ د ختمولو لپاره کوم اقدام ونشي، کېدای شي د هېواد یو بشپړ نسل له منځه لاړ شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب