هغه کور ورانیږي، چې هټلر په کې زېږېدلی و

د انځور حقوق AFP
Image caption د کور اوسنۍ مېرمنې تل حکومت ته د دغه کور له پلورلو انکار کړی دی

هغه کور چې اډولف هټلر په کې زېږېدلی و، له دې کبله ورانیږي، چې د نویو نازیانو پر مرکز بدل نه شي.

دغه کور له دې مخکې د میلمستون په توګه کارېده او د برخلیک په اړه یې اتریش کې پراخ بحثونه شوي دي.

یو شمېر کسانو غوښتل چې باید دغه کور ویجاړ شي، خو ځینې نور بیا په دې اند وو، چې باید د کارېدلو بڼه یې بدله شي.

دغه بحثونه هغه مهال نور ناندریز شول، چې د کور اوسنۍ مېرمنې یې له پلورلو انکار وکړ.

دای پریسي نومي ځايي ورځپاڼې د کورنیو چارو وزیر وولفګانګ سوبوتکا له قوله ویلي، ' د کارپوهانو یوې کمېټې پرېکړه کړې، چې دغه کور به نړول کېږي. '

ورځپاڼه وايي د دغې ودانۍ پر ځای به د اداري او یا هم خیریه چارو لپاره یوه بله ودانۍ ورغوله شي.

دغه کور له ۱۹۷۲ کال راهیسې د کور مېرمن او حکومت تر منځ د لانجو لامل و، چې هره میاشت یې د کرایې په توګه ۵۳۰۰ ډالره ورکوي.

د هټلر وروستی ساتندوی روخوس مېش مړی شوی

د هټلر 'زما مبارزه' کتاب المان کې خپرېږي

د هټلر په لاس رسم شوې لوحې بیه ۲۸۶ زره پونډه

له دې مخکې تل د کور تقاعد شوې مېرمنې حکومت ته د دغه درې پوړیز کور له پلورلو انکار کړی. خو د اتریش پارلمان به ډېر ژر هغه نوی قانون تصویب کړي، چې له مخې به یې حکومت وکولای شي دغه کور ضبط کړي.