"غواړم له پښتنو مېرمنو سره د انسان غوندي چلند وشي"

Image caption وږمه څلور نورې خوندې لري، دا وايي، په پښتنه ټولنه کې هر هغه پلار چې لوڼې يې ډېرې وي، له هرې خوا له ستونزو سره مخ وي

د قبایلي سیمې د مومندو پښتنه فعاله پېغله وږمه فېروز وايي، د پښتنو په اکثره سیمو کې ښځو ته د انسان په سترګه نه کتل کېږي او هغه څه چې له دوی سره کېږي، په پرمخ تللې نړۍ کې به ان له حیوانانو سره هم شوي نه وي.

وږمه فېروز اوس مهال د سوات په پوهنتون کې د یوې ښوونکې په حیث کار کوي او تردې ځایه د رسېدو لپاره دا له کومو ستونزو سره مخامخ شوې، هغه احساس یواځې د پښتني وطن پېغلې کولی شي.

-د باچاخان لمسۍ له مودي سره د ازاد پښتونستان لپاره ويني-

د سوات حدیقه د اسیايي نجونو استازې ټاکله شوې

د مسلمانو مېرمنو د برابرۍ مخالفت ولې کېږي؟

وږمه څلور نورې خوندې لري، دا وايي، په پښتنه ټولنه کې هر هغه پلار چې لوڼې يې ډېرې وي، له هرې خوا له ستونزو سره مخ وي او ډېری پلرونو له همدې امله بیا خپلې لوڼې له کوره بهر نه باسي او له زده کړو يې لرې ساتي.

خو د دې پلار ددې هر څه باوجود پر ټولو لوڼو د زامنو غوندي زده کړې کړې دي او هغه زمينې چې هلکانو ته يې برابرې کړې دي، همغسې يې لوڼې يې هم ورڅخه برخمنې دي.

Image caption قبایلي سیمو او پښتونخوا له تېري يوې لسیزې راهیسې ناامني ده او همدې ناامنۍ تر ټولو زیات هلته د مېرمنو ژوند اغیزمن کړی دی

پنځه ويشت کلنه وږمه فېروز تر هغه وروسته چې په لارو کوڅو کې په وار وار د نارینه و لخوا ځورول شوې، اوس يې ددغو ځورونو پرضد نجونو ته د قوت ورکولو لپاره کار پېل کړی.

وږمه چې په اروا پوهنه کې یې تر لیسانس پورې لوست کړی، اوس مهال د سوات په يوه پوهنتون کې د اروا پوهنې د ښوونکې په حیث کار کوي. وږمه د قبایلي سیمو او پښتونخوا د مېرمنو لپاره د ؛تورسروڅادر؛ په نامه یو سازمان هم لري، چې په کې د مېرمنو او پېغلو د تعليم، صحت او حقونو لپاره مبارزه کوي.

د ښځو پر ضد منفي ذهنیت کې د ولسي ادبیاتو ونډه

ولې خلک په ټوولنیزو رسنیو کې ښکنځل کوي؟

وږمه فېروز له بي بي سي سره په مرکه کې وايي، کله چې به ښوونځي ته تله، نو نه یوازې د هلکانو لخوا بلکې د لوی عمر د نارینه و لخوا به هم په لارو کوڅو کې ځورول کېده، خو دا په دې ځورونو چوپ پاتې نه شوه او ددې پرضد يې ږغ پورته کړ.

دا زیاتوي، کله چې به مې ددې ځورونو په هکله ان له خپلو خوندکیو/ نجونو ملګرو څخه وپوښتل، نو هغوی به هم راته څه نه ویل او هغه څه چې پرې تېر شوي به و، پټول به يې.

ولې نجونه د ځورولو ذکر نه کوي؟

وږمه فېروز د دې په ځواب کې وايي، د دې دوه لوی لاملونه دي، چې يو يې دا دی، که کله دغه نجلۍ چې په لارو کوڅو کې ځورول کېږي، او خپلې کورنۍ ته ددې ځورونې په تړاو ووايي، نو کورنۍ به يې لومړی د زده کړې مخه پرې وتړي او له همدې وېرې ډېری نجونه په لارو کوڅو کې له دوی سره د شویو ځورونو ذکر نه کوي. وږمه ددغې چوپتیا دویم لامل په ټولنه کې هغه تور بولي، چې ګواکې بیا به يې ټولنه ورپسې خبرې جوړوي.

په کم عمر کې د نجونو ودونه کول اوس یو دود دی.

Image caption په کم عمر کې د لوڼو د ودونو لامل وږمه ناامني یادوي

د پښتونخوا دا فعاله وايي، د پښتونخوا او قبایلي په اکثره سیمو کې اوس دا یو دود جوړ شوی، چې هلته مور پلار د خپلو لوڼو ودونه په ډېر کم عمر کې کوي، خو دې فعالې د دې پرضد هم ږغ پورته کړی.

وږمه وايي، د ځانګړو غونډو او تیاتر له لارې همداسې میندو ته پېغام ورکوي، چې لوڼې باید په کم عمر کې واده نشي او په ماشومتوب کې د ماشومانو مور نشي.

غني- خیریه مرستې افغانې ښځې نه شي ځواکمنولی

په مزارشریف کې د ښځو مزدوري

په کم عمر کې د لوڼو د ودونو لامل وږمه ناامني یادوي او زیاتوي، دا چې مور پلار يې د خونديتوب احساس نه کوي او له دې وېرې چې لوڼو ته يې څوک په بدنظر ور ونه ګوري، خپلې لوڼې په ماشومتوب کې لا ناوې کړي.

په قبایلي سیمو او پښتونخوا له تېري يوې لسیزې راهیسې ناامني ده او همدې ناامنۍ تر ټولو زیات هلته د مېرمنو ژوند اغیزمن کړی دی. وږمه همدې ته په پام سره وايي، مېرمنې ځکه هم له دې ناامنۍ ډېرې اغیزمنې شوې، چې د هغوی نارینه هم د خپل خفګان، ستونزو او کړاونو زور تردوی (مېرمنو) باسي.

اړونده مطالب