له پاکستاني رسنیو د هندي تفریحي موادو پر خپرېدو بشپړ بندیز

Image caption پاکستان کې د رسنیو څار اداره پیمرا وايي حکومت له ځايي رسنیو د هندي تفریحي موادو خپرېدو مخنیوي بشپړ واک ورکړی

پاکستان کې د رسنیو څارنې ادارې ( پیمرا ) د دغه هېواد ټولو ټلویزیوني چینلونو او ایف ایم راډیو ګانو ته امر کړی، چې باید هندي تفریحي مواد خپاره نه کړي.

پیمرا چارواکو ویلي پرېکړه یې د حکومت له لوري په دې لړ کې د اختیار له تر لاسه کولو وروسته کړې.

چارواکو ویلي هغه رسنۍ، چې له دغه امره سر غړاوی وکړي سملاسي به یې جواز لغو شي.

له دې مخکې هم یو ورته خبرداری خپور شوی و، چې ویل کېږي غبرګون کې یې ډېری ځایي رسنیو د هندي تفریحي موادو خپرول درولي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېری پاکستاني رسنیو د اکتوبر له ۱۶ راهیسې د هندي تفریحي موادو خپرول بند کړي

له پاکستاني رسنیو نه د هندي موادو خپرېدو لړ کې د بندیزونو لړۍ هغه مهال پیل شوه، چې تېره میاشت د هند تر ولکې لاندې کشېمر کې وسله والو پر یوه پوځي مرکز برید وکړ او غبرګون کې یې هند وویل، چې پاکستان سره پر پوله یې د بریدګرو وسله والو پټنځایونه په هوايي بریدونو کې په نښه کړي دي.

پر هندي فلمونو او نورو تفریحي موادو بندیز د یو شمېر پاکستاني کړیو له لوري ستایل شوی، خو ځینې بیا په دې باور دي، چې د جنرال ضیاالحق د واکمنۍ پر مهال دغه هېواد کې پر تفریحي موادو لګېدلي بندیزونه ایله اوس تر یوه بریده لرې شوي وو، چې دغې لړۍ کې د خنډونو راتګ به د ګټې پر ځای زیان وکړي.