د موصل جګړه: کردانو پر موصل "لوی برید" پیل کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption عراقي دولتي ځواکونو له سوېل نه د موصل خوا ته د پرمختګ حال کې دي

کردي جنګیالي وايي، موصل ښار ته څېرمه یې لوی عملیات پیل کړي او له دې ښاره د "اسلامي دولت" نومې ډلې د مشرانو او جنګیالیو تېښته دوام لري.

بل خوا، د امریکا پوځ وايي، داسې نښې یې ترلاسه کړې، چې ګني موصل ښار ته د عراقي ځواکونو په ورنژدې کېدو سره، له دې ښاره د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې مشران تښتېدلي دي.

جنرال ګري ولسکي وویل: "شک مه کوئ چې د عراقي امنیتي ځواکونه لاسبري شوي دي."

د عراق پوځ له سوېلي لوري د موصل خوا ته د پرمختګ په حال کې دی او کردي پیشمرګه ځواکونه د ښار له ختیځ لوري ښار ته نژدې شوي دي.

د موصل جګړه: داعش له 'انسانانو د ډال' په توګه ګټه اخلي

له داعش د موصل نيولو جګړه

اټکل دی چې په موصل ښار کې د داعش لږترلږه پنځه زره جنګیالي وي.

جنرال ولسکي د موصل د عملیاتو د ارزونې په اړه وویل: "موږ له موصل نه بهر د خوځښتونو شاهدان یو؛ داسې نښې مو ترلاسه کړې چې د داعش مشران له هغه ځایه وتلي دي."

هغه ددغو مشرانو د هویت په اړه نور جزییات ورنه کړل.

معلومه نه ده چې د داعش مشر ابو بکر البغدادي چېرې دی. ځینې رپوټونه وايي، نوموړی موصل کې دی، خو ځینې نور بیا وايي، چې له موصل ښار نه یې پښې سپکې کړې دي.

د بي بي سي یو شنونکی الن جانسټن وايي، له شک پرته د داعش ځینې غړي به ښار کې پاتې شي او امکان لري مقاومت هم سخت شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption رپوټونه وايي، د دعش مقاومت سخت شوی دی
د انځور حقوق AFP
Image caption که څه هم تېرو ورځو کې پرمختګ شوی، خو شاید جګړه ډېره وغځېږي

د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د ځمکنیو عملیاتو قومندان جنرال ولسکي وايي، تر ډېره د داعش مقاومت کوونکي جنګیالي بهرني اورپکي دي:

"ماشومان وژغورئ"

"موږ تمه لرو چې د دوی ډېر بهرني جنګیالي هلته پاتې شي، ځکه چې دوی به د داعش له سیمه ییزو مشرانو سره د جګړې له ډګره ونه شي وتلی، نو تمه مو دا ده چې پاتې شي او وجنګېږي."

انځورونه

وړاندې د "ماشومان وژغورئ" مرستندویه سازمان ویلي وو، په تېرو لسو ورځو کې د موصل د جګړې له تښتېدلو ۵۰۰۰ کسانو یې ډېری سوریې ته اوښتي دي.

دا عراقي وګړي اوس د سوریې په شمال ختیځ "الهول" کمپ کې مېشت شوي. دا پنډغالی د ۷۵۰۰ کسانو د مېشتېدو لپاره جوړ شوی، خو دا مهال پکې ۹۰۰۰ کسان اوسېږي.

Image caption د موصل ښار بېرته نیولو عملیاتو کې عراقي ځواکونه، کردي پیشمرګه وسله وال او د ډېری شیعه ولسي پاڅون وسله وال ګډون لري.

ویل کېږي په کمپ کې کافي روغتیايي اسانتیاوې نه شته او ډېر ککړ هم دی.

وړاندې ملګرو ملتونو د موصل د جګړې په درشل کې د ممکنه "بشري ناورین" رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی و.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ټولنې دا مهال د موصل په ختیځ، شمال او جنوب کې د بې ځایه شویو وګړو لپاره د لنډمهالو پنډغالو پر جوړولو بوختې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، په پام کې ده چې راتلونکو ورځو یا اونیو کې لږترلږه ۲۰۰ زره وګړي په دغو موقتي سرپناوو کې مېشت کړي.

عراقي ځواکونو د موصل ښار بېرته نیولو لړ کې پرمختګ کړی

د موصل ځینو وګړو رویټرز خبري اژانس ته د تیلیفون له لارې ویلي، داعش له ښاره د دوی د وتلو مخه نیولې او ځینې یې په هغو ودانیو کې مېشتولو ته اړایستلي، چې شاید د "داعش ضد ایتلاف" پرې بریدونه وکړي.

د عراق پوځ پر موصل له برید پیلولو وړاندې له ښاریانو د وتلو غوښتنه کړې وه چې "د داعش له پېژندل شویو استوګنځیو ځانونه لیرې وساتي".

د انځور حقوق Stratfor, AllSource Analysis, Digital Globe
Image caption د موصل واټونو کې له سوځېدلو څیزونو لوګي پورته کېږي - انځور د سپوږمکۍ په مټ اخیستل شوی

موصل ولې مهم دی؟

  • وصل د عراق نینوه ولایت مرکز او په تېلو تر ټولو ډېر بډایه دویم لوی ښار دی. دا ښار د ''اسلامي دولت'' لپاره سمبولیک ارزښت او اهمیت لري.
  • دا ښار تر ډېره د سُني عراقیانو مېشت ځای دی، خو کردان، اشوریان او ترکمن هم پکې مېشت دي.
  • کله چې ''اسلامي دولت'' ښار ونیو، له ښاره ګڼ لږکي وتلو ته اړ شول، خو ډېری سني عربانو پیل کې د ''اسلامي دولت'' د ورتګ هرکلی وکړ؛ ځکه چې دوی د شیعه ګانو په مشرۍ له مخکیني حکومته ډېر ځورېدلي وو.
  • خو پر ښار د ''اسلامي دولت'' د واکمنۍ دوه کاله لا نه وو تېر شوي، چې موصل کې د دغې ډلې پرضد غږونه پورته شول.

ورته مطالب