که ټرمپ د ټاکنو پایلې ونه مني نو بیا؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ دې پوښتنې په ځواب کې چې د ټاکنو پایلې به ومني، څرګنده خبره ونکړه یوازې یې وویل "چې وخت یې راشي وبه یې وایم."

د جمهوریپال ګوند کاندید ډونلډ ټرمپ له ځینو خبرو کېدای شي داسې نتیجه واخستل شي چې که ماتې وخوري نو ښایي د امریکا ولسمشریزو ټاکنو پایلې به ونه مني.

هغه له خپلې سیالې هېلیري کلنټن سره په وروستۍ مناظره کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ټاکنو پایلې به ومني کنه وویل؛ "که رښتیا ووایم نو خوښېږي مې چې دا خبره همداسې پټه پرېږدم."

ښاغلي ټرمپ ان وروسته له هغه چې د مناظرې چلوونکي ګرېس والاس پرې فشار راوړ بیا یې هم څرګند ځواب ورنکړ او ویې ویل: "چې وخت یې راشي وبه یې وایم."

د ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین غړو د هغه له دې خبرو ملاتړ وکړ، خو دا ډول دریځ د امریکا سیاست یو له مهمو دودونو سره په ټکر کې دی؛ بایلونکی تل پایلې مني او خپل سیال ته مبارکي ورکوي.

+ د امریکا ټاکنې: ټرمپ په ټاکنو کې د درغلۍ خبرداری ورکړی

+ د ټرمپ د 'ټاکنیزو درغلیو' پر اندېښنې اوباما نیوکه وکړه

د ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین دفتر مشر کلین کانوی او د نیویارک پخواني ښاروال رودي جولیاني چې د ښاغلي ټرمپ سلاکار دی، دواړو ویلي چې ددوی د کاندید دریځ بېساری نه دی.

ښاغلي جولیاني ویلي؛ د واک آرام لېږد مهم دی، خو د "ټاکنو رېښتینولي" هم په همدې اندازه مهمه ده. د هغه په وینا، که د رایو ترمنځ واټن ډېر کم وي، نو دوی به د ټاکنو پایلې ونه مني.

هغه دا وضعیت د ۲۰۰۰ کال له جنجالي ټاکنو سره پرتله کړ چې په هغې کې د بوش زوی جورج بوش بریالی شو اېل ګور مات کړي او ویې ویل: "ټول پوهېږو چې اېل ګور پایله ونه منله او خبره یې محکمې ته یوړه."

د اېل ګور کیسه څه وه؟

د دیموکرات کاندید ښاغلي ګور او جمهوریپال کاندید جورج بوش سیالي ددغه هېواد د ټاکنو په تاریخ کې تر ټولو نژدې سیالي وه.

د ټاکنو پایلې د فلوریډا په رایو پورې تړلې وې او په دغه ایالت کې د دواړو کاندیدانو د رایو ډېر کم توپیر ددې لامل شو چې یو شمېر قضایي دوسیې او په اونیو حقوقي جنجال رامنځته شي چې په پایله کې د رایو بیا شمېرنې سره خبره پایته ورسېده.

دا جنجال د امریکا تر سترې محکمې ورسېده او د محکمې قاضیانو د رایو د بیاشمېرنې درولو حکم وکړ. دا ایالت په پای کې د ښاغلي بوش په ګټه شو او په دې توګه یې سیالي وګټله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اېل ګور او جورج بوش د ۲۰۰۰ میلادي کال ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان

ښاغلي ګور چې په ټول هېواد کې د ښاغلي بوش په پرتله تر ۵۰۰ زرو ډېرې رایې اخستې وې، خو په فلوریډا کې یې به کم توپیر ماتې خوړلې وه، په پایله کې د ۲۰۰۰ میلادي کال د ډسمبر په ۱۳ مه یې خپله ماتې ومنله.

هغه خپله وینا کې وویل؛ "نن شپه زموږ د یووالي ساتلو لپاره او د یوه ملت په توګه او د خپل ډیموکراتیک نظام پیاوړتیا په خاطر ماتې منم."

ښاغلي ټرمپ څه کولی شي؟

ښاغلی ټرمپ ډېرې غوراوۍ نه لري. که پایلې کم توپیر ولري، نو دی هم له قانوني پلوه کولی شي پر پایلې اعتراض وکړي او د رایو بیاشمېرنې غوښتنه وکړي.

که باور لري چې ټاکنو کې درغلي شوې، کولی شي له هغه ایالتي چارواکو چې دده په باور ټاکنو کې لاسوهنه شوې، شکایت وکړي.

که مېرمن کلنټن په ډېر توپیر ټاکنې وګټي، ښاغلی ټرمپ کولی شي چې د ټاکنو د پایلې له منلو ډډه وکړي، خو د پایلو د بدلولو لپاره به هېڅ کار ونشي کولی.

په داسې حال کې چې د ماتې نه منل به په پایلو کې بدلون رانه ولي، خو ډېرو ته به د امریکا متحده ایالتونو د سیاسي او ډیموکراتیک نظام پر زړه ګوزار وي.

د پنجشنبې شپې مناظرې چلوونکي ښاغلي والاس ددغې مناظرې په لړ کې وویل، تر سختې ټاکنیزې سیالۍ وروسته د "واک ارام ليږد" د امریکا یو له بنسټیزو دودونو دی.

"بایلونکی ګټونکي ته مبارکي ورکوي او د هېواغد خلک اختلافونه یوې خوا ته پرېږدي."

د انځور حقوق AP
Image caption په داسې حال کې چې د ماتې نه منل به په پایلو کې بدلون رانه ولي، خو ډېرو ته به د امریکا متحده ایالتونو د سیاسي او ډیموکراتیک نظام پر زړه ګوزار وي.

خو د پایلو نه منل کېدای شي ستونزې وزېږوي

که ښاغلی ټرمپ په ټاکنو کې ماتې وخوري او نتیجه ونه مني، نو ددې کار پایلې يوازې په قضایي دوسیو کې نه خلاصه کېږي.

د "ټاکنو مهندسۍ" تورونه او ورسره د ماتې له منلو د ټرمپ ډډه کول داسې شرایط رامنځته کوي چې ښایي د پلویانو ترمنځ یې د بلوا لامل شي.

دغه جمهوریپال میلیاردر وفاداره پیروان لري. د هغوی د ډېرو په باور، هغه له حاکم نظام سره مخالفت کې د واشنګټن د سیاسي وتلو څېرو قرباني شوی دی.

ښاغلي ټرمپ تورن شوی چې تل د توطیې تیورۍ پر جوړولو بوخت دی او خپل پلویان تاوتریخوالي ته هڅوي. هغه تېره میاشت وویل، د امریکا اساسي قانون "د دویم متمم ډله" یا د همغو وسله لرونکو بد رانشي چې د مېرمن کلنټن پروړاندې پورته شي. د هغه دا خبرې ډېرو منفي غبرګونونو سره مخ شوې.

+ کلنټن: ټرمپ خپل پلویان تاوتریخوالي ته هڅولي

+ + د جمهوريپال ګوند ملي امنیت کارپوهان: ټرمپ په شرایطو برابر نه دی

د جمهوریپال ګوند یوې ناستې کې چې تېره اونۍ سینسناټي کې جوړه شوې وه، د ښاغلي ټرمپ یوه پلوي د "انقلاب" ژمنه وکړه او ویې ویل چې د مېرمن کلنټن بریالیتوب به د "وینې تویېدو" لامل شي.

ډېن باومن بوسټن ګلوب ورځپاڼې ته وویل، "که لازمه وي، له واکه د هغوی لرې کولو لپاره انقلاب هم راولو. ډېره وینه به تویه شي."

ښاغلي ټرمپ ویلي؛ دده په ځینو غونډو کې چې کومې نښتې شوې دي، لکه په مارچ میاشت کې په شیکاګو کې، ددې لامل ښاغلی اوباما او د مېرمن کلنټن ټاکنیز ټیم دی.

هغه د کرکې پاروونکي ادبیاتو کارول ردوي او وایي؛ د نفاق رامنځته کېدو کې یې هېڅ برخه نه ده لرلې.