پاکستان کې محکمه وايي 'شیزوفیرینیا رواني ناورغي نه ده'

پاکستان د انځور حقوق AP
Image caption صفیه بانو د خپل میړه لپاره د ترحم غوښتنه کوي

د پاکستان سترې محکمې په یوه حکم کې ویلي، شیزوفیرینیا یا جنون رواني ناروغي نه ده او دې سره په دغې ناروغۍ د هغه اخته سړي په دار کولو ته لاره هواره شوې، چې د وژنې په تور په اعدام محکوم شوی.

۲۰۰۲ کال کې د یوه ملا له وژلو وروسته دغه سړی، چې امداد علي نومیږي روغتیاپالانو لیونی وباله.

وروسته د امداد علي مېرمنې صفیه بانو په همدې دلیل، چې میړه یې لیونی دی د هغه د سزا خلاف استناف غوښتنه کړې وه.

خو محکمې د هغې درخواست د جمعې په ورځ رد کړ او وايي 'شیزوفیرینیا مستقله رواني ناروغي نه ده. '

د محکمې د پرېکړې یوه کاپي ځايي ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خپره کړې، چې کاږي ' درملنه کې د درملو، رواني او ټولنیز مرستو له کبله غوره والی راغلی دي. له همدې کبله دا ' شیزوفیرینیا ' داسې ناروغي ده، چې درملنه یې کېدای شي او په ټولو قضیو کې د رواني ناروغۍ په توګه نه شي منل کېدای. '

د امداد علي مدافع وکیل وايي، موکل یې پر جرم او سزا نه پوهیږي، وسواسي دی او ډاکټران وايي، چې خپل سر کې غږونه اوري، چې له کبله یې له ډېر ځورونکي حالت سره مخامخ دی.

د امریکا رواني ناروغیو اتحادیه شیزوفیرینیا یوه جدي رواني ناروغي بولي، چې وايي پیچلي او غیر منطقي فکرونه، ګډه وډه رویه او خبرې، یا د غږونو اورېدو وسواس یې علامې دي.

۲۰۱۵ کال کې پاکستان د اعدام پر سزا لګېدلی اووه کلن بندیز ختم کړ. د محکمې د پرېکړې معانا دا ده، چې کېدای شي امدادعلي تر راتلونکې یوې اونۍ پورې په دار وځړول شي.