هندي پوځ کشمیر کې د پاکستاني سرتېرو وژلو ادعا کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دواړو هېوادونو پوځیان د پولې سیمه کې پر یوه بل د بریدونو تور پورې کوي

هندي سرحدي ځواکونه ( بي ایس ایف ) وايي په جمو سیمه کې یې د پاکستاني سرحدي ځواک ( رینجرز ) اووه سرتېري وژلي دي.

بل لور ته د پاکستاني سرحدي ځواک ویاند جګړن وحید له بي بي سي سره خبرو کې دغه ادعا رد کړې ده.

هندي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي دغه سرتېري یې د هند تر کنترول لاندې کشمیر په جمو کې له هغه وروسته ووژل، چې پاکستاني سرتېري هلته کمین کې ناست وو او پر دوی یې برید وکړ.

په اعلامیه کې د پاکستاني سرچنیو پر بنسټ ادعا شوې، چې پاکستاني سرحدي ځواک د خپلو پنځو سرتېرو وژل کېدل تایید کړي دي.

اعلامیه کې ویل شوي، هندي سرتېرو د جمو په هیرانګر سیمه کې ګزمه کوله، چې په کمین کې ناستو پاکستاني سرتېرو پرې ډزې وکړې او د دوی یو سرتېری یې ټپي کړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستاني سرحدي ځواک د هند دغه ادعا رد کړې

د اعلامیې له مخې د هندي ځواکونو په ځوابي ډزو کې اووه پاکستاني سرتېري ووژل شول او له هغه وروسته یې په سیمه کې کلک امنیتي تدبیرونه کړي.

له دې مخکې د پاکستان دولتي خبري اژانس اي پي پي په یوه رپوټ کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خولې ویل شوي و، چې هندي ځواکونو د شکر ګړ او بجوات په سرحدي سیمو کې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړې.

کشمیر کې د هند پر پوځي اډې برید شوی

کشمیر کې پر هندي پوځي اډې برید '۱۷ پوځيان وژلي'

د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د هندي پوځ پر یوه مرکز تېره میاشت د وسله والو له برید وروسته هندي پوځ وویل، چې پولې ته څېرمه یې د پاکستان لور ته د بریدګرو پر پټنځایونو بمبارۍ کړې، چې له هغه وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلي شوي او د دواړو هېوادونو پوځیان پر یو بل د ډزو تورونه پورې کوي.