سوېډن؛ لومړنی هېواد چې له راکړې ورکړې نغدې پیسې لرې کوي

د انځور حقوق Izettle
Image caption جیکوب وايي، فکر یې نه کاوه چې د یو ښه کسب او نوي کار د پیلولو لپاره وخت مناسب دی.

کوم وخت چې جیکوب دوګیر له نوښتي او ابداعي هڅو سره مینه لرله او د "رښتوني کار" غوره کولو پرېکړه یې وکړه، نو په بازار کې یې کمښت ته پام شو او دې موضوع په سوېډن کې د خورا ډېرو پیاوړو پروژو پلي کولو ته لار جوړه کړه.

۴۰ کلن جیکوب وايي "دویم بچی مې تازه پیدا شوی و، زه د ژوند داسې پړاو ته رسېدلی وم، چې په ژوند کې مې ټیکاو ته اړتیا درلودل احساسول."

"مطلب ښه ثابته تنخا چې هره میاشت مې اکاونټ ته جمع شي. احتمالاً د شرکت له خوا یو موټر او پاموړ تقاعده ولرم، که له دغو یې ځینې ترلاسه کړئ، خپل کار هم ولرئ، بیا یې هم ترلاسه کولی نه شئ."

* ډېره رخصتي اقتصاد ته ګټوره ده

* د افغانستان اقتصاد ته کتنه

دا کیسه په ۲۰۱۰ کال پیل شوه، چې لا هم سوېډن له نړیوال مالي کړکېچ سره مخ و. جیکوب وايي، فکر یې نه کاوه چې د یو ښه کسب او نوي کار د پیلولو لپاره وخت مناسب دی.

د همغه کال په جولای کې د جیکوب مېرمن چې لمرینې سترګۍ (عینکې) واردوي، له سوداګریز نندارتون په ستنېدلو سره یې شکایت وکړ چې د نغدې ورکړې د کارت (ډ‌ېبېټ کارټ) د نه منلو له امله یې یو شمېر پېرونکي له لاسه ووتل.

جیکوب وايي، په همغه مهال ډېر هغه سوداګر او کسان چې کار او کسب یې په کمه اندازه و، د کارت ویونکي موبایل ګرانو الو د پلورلو توان یې نه درلود، چې له بانکونو سره وې.

جیکوب زیاتوي: "مېرمن مې راته وویل، باید یو کس د دې کوچنیو کارونو او کسبونو ستونزه اواره کړي".

د انځور حقوق Izettel
Image caption جیکوب وايي، شرکت یې په چټکۍ وده کوي او هره ورځ یې ۱۰۰۰ مشتریان زیاتېږي.

خو هغه مهال اروپا د دې ستونزې اوارولو ته ملا تړلې نه وه، جیکوب چې لا د مخه هم څو رسنیز شرکتونه تاسیس کړي او وروسته پلورلي و، د دې ستونزې اوارولو هوډ یې کړی و.

د جیکوب حقایقو وښودله، چې اروپا کې ۲۰ میلیون سوداګر د داسې حل لارې د موندلو برخه دي چې هغې ته د لاسرسي مالي توان ولري.

څلور میاشتې وروسته جیکوب د خپل ملګري مګنس نېلسن شرکت (ای زیټل) جوړ کړ.

د ټکنالوژۍ په مټ دغه شرکت ځيرک ټلېفونونه او ټابلېټونه د پرېز ساکټ هېډفون له لارې له یو ۳۵ پونډي کارت ویونکي سره ونښلول. په دې ډول یې دا کارتونه له ډېبېټ او اعتباري کارتونو د پیسو اخیستلو په وسیله بدل کړل.

مشتري خپل کارت په کارت ویونکي ای زیټل اله کې اچوي، پېن کوډ شمېره وهي او ورکړه ترسره کیږي.

* د جرمني اقتصاد او پنا غوښتونکي

* د چین غوړېدونکی اقتصاد او اړوند اندېښنې

په سوېډن کې نوې اله ډېره ژر پاموړ شوه او اوس په ۱۲ هېوادونو کې - چې ډېری یې د اروپا دي- او په مکسیکو او برازیل کې په زرګونو سوداګر ترې ګټه اخلي.

جیکوب وايي، شرکت یې په چټکۍ وده کوي او هره ورځ یې ۱۰۰۰ مشتریان زیاتېږي. د شرکت پانګه اوس ۱۵۷ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

"مناسب وخت"

جیکوب د خپل شرکت د لومړنیو بریاوو لوی دلیل دا بولي چې سوېډنیان د ټکنالوژۍ په تړاو ډېر معلومات لري او نویو ماډلونو او وسیلو تجربه کولو ته لېوال دي.

د هغه په خبره، په دې دلیل ډېر نړیوال شرکتونه د خپلو نویو محصولاتو د ازمویلو لپاره سوېډن غوره کوي، ځکه پوهېږي که په سوېډن کې د دې توکي هرکلی وشي، نو امکان لري په نورو هېوادونو کې هم پلویان لري.

د انځور حقوق Izettle
Image caption جیکوب دوګیر ځیرک نوښتګر او د خپلې نظریې پلی کوونکی کس بلل کېږي.

ای زیتل به له سوېډن سره مرسته وکړي چې په نړۍ کې د نغدو پیسو د نه کارولو لومړی هېواد شي. پر ۲۰۱۵ کال په دغه هېواد کې ۸۰ سلنه کوچنۍ راکړه ورکړه په کارت شوې. دا شمېر په بریتانیا کې ۵۲ سلنه او په امریکا کې ۴۵ سلنه دی.

د کارت ویونکې الې پر پلورلو سربېره، ای زیتل ته د هغو میاشتنیو پیسو ګټه رسیږي چې له مشتریانو او لا یې هم د تادیې له سلنې ترلاسه کوي. دا شمېر د مشتري د ټول پېر له یو سلنې تر ۲٫۷۵ سلنې دی.

ای زیتل وايي، دا پیسې له هغه رقم په ځلونو کمې دي چې لوی بانکونه یې د کارت ویونکي موبایل د خدمتونو په مقابل کې له مشتریانو ترلاسه کوي.

د سوېډن ټکنالوژۍ سلطنتي انستیتوت کې پوهاند نیکولاس ارډویډسن وايي، د مناسب وخت او ځای په ګډون ډېر دلایل دي چې ای زیتل یې کامیاب کړی دی:

"د وخت له پلوه مناسب و. یو وخت ډېر سوداګر د ای زیتل په څېر حل لارې ته اړ و، چې له مخې یې په داسې ځایونو کې له کارت ویونکو الو کار واخلي او پیسې تادیه کړي چې پخوا یې ترې کار اخیستلی نه شو. "

* د هند ودې شمېرو اقتصاد پوهان حيران کړي

* ای ایم ایف: نړیوال اقتصاد ډېر ناتوانه شوی دی

پوهاند ارویډسن د جیکوب دوګیر په تړاو وايي، داسې ښکاري چې هغه ځیرک نوښتګر دی او د خپلې نظریې د پلي کولو وړتیا لري.

له ستونزو سره مقابله

په داسې مهال چې ای زیتل د سیالانو له ډېرېدونکې مقابلې سره مخ دی، جیکوب د خپل فعالیت د پراختیا په مخ کې ستونزو باندې پوهېږي.

هغه مني: "موږ هرڅه ازمویو، معلومات ارزوو، خو دې پایلې ته رسېږو، چې له هرو ۱۰۰ ځلونو ۹۹ ځله په خدمت یا محصول کې بدلون کار بدتر کوي.

جیکوب وايي، ځیې وخت یو کار ډېر اسان او ساده ښکاري، خو په عمل کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږو. ډېر مهال کار کول له وختېري بل څه نه وي، خو داسې ورځې هم وي، چې تاسو کار کولو سره مینه نه لرئ.

له دې سره سره جیګوب زیاتوي، هغه ژوند نشي مجسمولی چې سل سلنه یې کار ته ژمن نه وي:

"که تاسو یو شرکت جوړ کړئ ټیک د نوزېږي ماشوم په څېر پاللو ته اړتیا لري. که ویې نه پالئ، ودې ته یې پرې نه ږدئ، بل څوک ستاسو لپاره دا کار نه کوي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سوېډن به لومړنی هېواد وي چې له نغدو پیسو به پکې ګټه اخیستل پای ته رسېږي.

د جیکوب دوګیر پلار بانکوال و، وروسته یې د پانګونې سلاکارۍ شرکت جوړ کړ، ور پسې یې د هغه له بچت په کرونده کې پانګونه وکړه. جیکوب وایي، ممکن د نوښتي او ابداعي کارونو روحیه یې تر یوه بریده له خپل پلار خپله کړې وي.

خو د ماسټرۍ دورې له بشپړولو وروسته باوري شو چې له زده کړو وروسته یې دودیز کارونه له روحیې سره جوړ نه دي.

هغه زیاتوي، په څو ویشتو کلونو کې ممکن د ډیجیټل کارموندنې شرکت کې کار کولو له ده سره مرسته کړې وي چې پخپله د ځان رییس شي.

د جیکوب دوګیر په وینا: "دا خوند ډېر عجیب و چې په یوازې ځان کار وکړې، یو څه وپنځوې، تر ټاکلي بریده خپل کار کنټرول کړې... فکر کوم، په رښتیا یې زما سترګې او غوږونه پرانیستل".

خو د ای زیتل اجرايي مدیر وايي، په دې ورځو کې یې ډېره انګېزه او موخه د خپلو دریو بچیانو ترڅنګ اوسېدل او د کوچني کسب او کار درلودونکو مشتریانو ډېرېډونکې نړیوالې ودې سره د ای زیتل مرسته ده:

" په نړۍ کې ډېر هلکان او نجونې د تنخا ترلاسه کولو لپاره سختې هڅې کوي. هغوی په خپلو لاسونو قهوه او سانډویچ تیاروي او پر هغو لارویو یې پلوري چې د دوکان یا ټپرۍ(غرفه) مخ ته یې تېریږي، دوی بیا کور ته ځي، بله ورځ بیا همدا کار کوي. دوی ریښتوني اتلان دي."