اونۍ په انځورونو کې د ۲۰۱۶ اکتوبر له ۱۵ تر ۲۱

د خورا غوره خبري انځورونو څو بېلګې، چې په نړۍ کې تېره اونۍ اخیستل شوي دي.

د انځور حقوق Carlos Garcia Rawlins / Reuters
Image caption په هایټي کې چارواکي وايي، له متیو توپان وروسته له ۱،۴ میلیونو ډېر خلک بېړنیو انساني مرستو ته اړتیا لري. په دغه توپان کې له ۹۰۰ ډېر خلک په هایټي کې مړه شول. دلته د خوړو پلورونکې د پېرونکو په تمه ده.
د انځور حقوق Olamikan Gbemiga/ap
Image caption د هغو۲۱ نجونو له ډلې یوه یې چې په نایجریا کې بوکو حرام ډلې تښتولې وې او اوس له خپلو کورنیو سره یو ځای شوې دي. پلازمېنه ابوجا کې له خپلې کورنۍ سره د مراسمو په مهال یوه نجلۍ ډېره جذباتي ده. وايي، ۴۰ ورځې له خوراک پرته ژوندۍ پاتې شوې په دې ډول یو ځل له مرګ تېښېدلې ده.
د انځور حقوق Safin Hamed / AFP
Image caption د پنجشنبې په ورځ د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي وویل، له داعش د موصل ښار د نیولو لپاره د حکومتي ځواکونو پرمختګ له پلان چټک دی. داعش له ۲۰۱۴ کال راهیسې پر موصل واکمن دی او په عراق کې یې تر ټولو مهم مرکز دی.
د انځور حقوق Juan Karita/AP
Image caption د بولیویا په لا پاز ښار کې د مریلا فلورز په نوم ماشومه چې په سترګو ړنده ده، تاج ور په سر کیږي. د معیوبو خلکو کورنیو د ځايي حکومت په مرسته دا مراسم پیل کړي او موخه یې د دوی د حقونو پیاوړي کول دي.
د انځور حقوق Tony Gentile / Reuters
Image caption په روم کې د اوو سپېڅلو کسانو د غوره کولو مراسم
د انځور حقوق Shawn Thew/Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر بارک اوباما او مېشل اوباما د پجشنبې په ورځ د ولسمشرۍ پر مهال په وروستۍ دولتي ماښامانۍ کې. له دوی سره د ایټالیا لومړی وزیر او د هغه مېرمن هم په سپنه ماڼۍ کې دي. په دې ماښامنۍ کې د نړۍ سیاستوالو، شتمنو او د فېشن نړۍ مشهورو کسانو هم ګډون کړی و.
د انځور حقوق Shaun Botterill / Getty Images
Image caption لیونل میسي د بارسلونه او مانچسټر په اتلولۍ کې، چې د ده لوبډلې څلور د صفر په مقابل کې وګټله.
د انځور حقوق Ozan Koseozan / AFP
Image caption د ترکیې په استانبول کې د پیشو نړیوال فدراسیون په نندارتون کې یوه پیشو
د انځور حقوق Yara Nardi/Italian Red Cross/Reuters
Image caption د رپوټونو له مخې، د ایټالیا سرې میاشتې او مالټا کې د کډوالو مرستندویه ادارې په مدیترانې سمندرګي کې په دریو عملیاتو سره ۴۳۴ کډوال ژغورلي.
د انځور حقوق AKINTUNDE AKINLEYE/reuters
Image caption د نایجریا په بنین ښار کې د تاج اېښودلو مراسمو وروسته نوی واکمن د چارواکو په ملتیا له سمبولیک پل تېریږي.