د ټايټانېک بېړۍ د يوې المارۍ کلۍ په ۱۰۰ زره ډالره وپلورل شوه

د انځور حقوق PA
Image caption دغه کلۍ په ۸۵۰۰۰ پونډه (شاوخوا ۱۰۰ زره ډالره) وپلورل شوه.

د ټايټانېک بېړۍ چې ۱۱۴ کاله مخکې له بريتانيا امريکا ته پر خپل لومړي سفر ډوبه شوې وه، د يوې داسې المارۍ کلۍ يې چې د ژغورنې جاکټونه په کې ساتل کېدل، پرون بریتانیا کې ليلام ته وړاندې شوه.

د المارۍ دغه کلۍ په ۸۵۰۰۰ پونډه (شاوخوا ۱۰۰ زره ډالره) وپلورل شوه.

د ټایټانېک د کښتۍ د ډوبېدو څرنګوالی ډېرو خلکو ته وروسته له هغه څرګند شو چې د هالیووډ سینما یې فلم جوړ کړ.

دغه بېړۍ هغه مهال ډوبه شوه چې د اروپا او امریکا وچې تر منځ د خپل لومړي سفر په ترڅ کې، له یوه لوی سمندري کنګل سره وجنګېده. پر دې مهال کښتۍ کې تر دوو زرو ډېر کسان سپاره ول.

د انځور حقوق PA
Image caption د ټایټانېک د کښتۍ د ډوبېدو څرنګوالی ډېرو خلکو ته وروسته له هغه څرګند شو چې د هالیووډ سینما یې فلم جوړ کړ.

اوس د دغې بېړۍ پاتې ترلاسه شوي آثار په لوړو بیو لیلام ته کېښودل کېږي.

په دې کې تر ټولو جذاب توکی د يوې داسې المارۍ کلۍ ده چې د ژغورنې جاکټونه په کې ساتل کېدل. دا یوه اوږده شانې کلۍ ده چې پرې لیکلي " ۱۴ صندوق، اف ډي کې".

د نورو شیانو ترڅنګ دغې بېړۍ کې د یوه افسر لیک هم شته چې دغې کښتۍ کې له خپلې مقررۍ ډېره خوښي څرګندوي.

دغه افسر د کښتۍ د ډوبېدو پر مهال، د مساپرو د ژغورنې لپاره په خپله هم مړ شوی و.

د انځور حقوق HENRY ALDRIDGE & SON
Image caption د نورو شیانو ترڅنګ دغې بېړۍ کې د یوه افسر لیک هم شته

دغه ليلام پرون د انګلستان د ولتشایر ښار کې ترسره شوه.

د آر اس ام ټایټانېک کښتۍ چې د انګلستان له سوت امپتنه د امریکا د نیویارک ښار پر لور خوځېدلې وه، د سفر پر څلورمه ورځ د ۱۹۱۲ زېږدیز کال د اپریل پر ۱۴ نېټه ډوبه شوه چې نژدې ۱۵۰۰ کسان په کې مړه شول.

که څه هم د سپرلۍ په شمار د ژغورنې جاکټونه کښتۍ کې ول، خو پېښې ټولو ته د ژغورنې موقع ورنه کړه.

د انځور حقوق Photoshot
Image caption ټايټانېک بېړۍ کې افسران

کنګل سره له لګېدو وروسته چې بېړۍ په ډوبېدو وه هڅه وشوه سپرلۍ د وړو کښتیو په مرسته وژغورل شي.

د ژغورنې يوې وړې کښتۍ ۲۸ کسان وړل، په داسې حال کې چې ۶۴ تنه یې ځايولی شوی.

د هغه افسر عکس چې د ژغورنې چارې یې پر غاړه وې، ښايي هر یو په تر ۱۲۰۰ ډالرو ډېر وپلورل شي.

د انځور حقوق SALEROOM.COM
Image caption د بېړۍ د يوه کارکوونکي ليکلی پوسټ کارډ

اړونده مطالب