د سوریې کړکېچ: حلب کې له اوربند وروسته بیا جګړه پیل شوه

د انځور حقوق AFP
Image caption داسې وېره ده چې حلب ته به د بشري مرستو د رسولو لړۍ یوځل بیا ودروله شي.

پوټونه وايي، د سوریې حلب ښار کې له در ورځني ''بشري'' اوربند وروسته بېرته جګړه پیل شوې ده.

دا اوربند د روسیې له خوا اعلان شوی و، خو د روسیې د سوري ځواکونو ملاتړ وکړ او د اوربند له پای ته رسېدو وروسته یې بېرته بریدونه پیل کړل.

د بشري حقونو د څار ډلې، چې مرکز یې بریتانیا کې دی، ویلي، د شنبې په ورځ دغه بریدونه بېرته پیل شول.

داسې وېره ده چې حلب ته به د بشري مرستو د رسولو لړۍ یوځل بیا ودروله شي.

سرچینه وايي، د شنبې په ورځ د حلب په سوېل ختیځ کې جګړه پیل شوه، د حکومت مخالفو وسله والو او حکومتي ځواکونو ترمنځ هم جګړه وشوه.

جګړه د حلب په ختیځ کې په هغه سیمه کې شوې، چې مخالفان پرې واکمن دي.

سوریه کې پر مرستندویه کاروان برید د 'هوا' له لارې شوی

د حلب یوه اوسېدونکي اسمعیل العبدالله بي بي سي ته وویل، د اوربند له پای ته رسېدو وروسته، د جګړې په لومړۍ کرښه کې د بمبارۍ شاهد و.

ملګرو ملتونو د تېرې جمعې په ورځ وویل، له ښاره د ټپیانو او ناروغانو د ایستلو لپاره په کافي اندازه امکانات او اسانتیاوې نه لري.

روسیې او د سوریې حکومت د حلب له اوسېدونکو وغوښتل چې له ښاره ووځي، خو رپوټونه وايي، چې وګړي له ښاره پر وتلو نه دي توانېدلي.

د "فاستقم" په نامه ډلې چارواکي زکریا الملاحفجي رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "هېڅوک پر وتلو ونه توانېدل، ډېر کم خلک له ټاکل شویو خوندي لارو ووتل، پر نورو بمبارۍ پیل شوې او د وتلو موقع یې ونه مونده."

حلب د سوریې دویم لوی او ګڼ مېشتی اقتصادي ښار دی، خو له ۲۰۱۲ کال راپدېخوا جګړو پر کنډوالو اړولی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption حلب د سوریې دویم لوی او ګڼ مېشتی اقتصادي ښار دی، خو له ۲۰۱۲ کال راپدېخوا جګړو پر کنډوالو اړولی دی.

دا ښار د بشارالاسد او وسله والو مخالفانو ترمنځ وېشل شوی دی.

اولاند: پر حلب د سوریې او روسیې بریدونه "جنګي جرم" دی

ورته مطالب